د بغلان اوسیدونکي: ولایت د سقوط په ګړنګ ولاړ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان اوسیدونکي وايي چې په دې ولایت کې امنیتي قرارګاوې په پرلپسې ډول سقوط کوي او که وضعیت همداسې روان وي ډیر ژر به دا ولایت د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د بغلان د مدني فعالانو د ټولنې غړی محمد عثمان شیرزي وايي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په ډنډ غوري کې سخته جګړه روانه ده او څو قرارګاوې چې مهم ستراتیژیک موقعیت یې درلود د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

هغه وايي چې تېره ورځ د بغلان ولایت د چشمه شیر سیمې سقوط کړی او طالبانو د پلخمري مزار شریف لویه لار قطع کړې. د هغه په وینا طالبانو په یاده سیمه کې ټولې امنیتي قرارګاوې سوځولي دي.

ښاغلی شیرزی چې له طلوع تلویزون سره یې خبرې کولې، زیاتوي چې په سقوط شوو قرارګاوو سربېره په مرکزي بغلان، چم قلعه او قیصر خیل کې ټولې امنیتي قرارګاوې د طالبانو لخوا تر محاصرې لاندې دي.

د هغه په وینا، د قومندان مبارز قرارګاه له درې ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې ده خو تر اوسه یې هیڅ چا د ژغورلو لپاره څه نه دي کړي.

ښاغلی شیرزی وايي چې د قرارګاه له مینځه ورته یو تن عسکر په ټلیفوني اړیکه کې وویل چې حکومت دې د نظامي مرستو په ځای له دوی سره خوراکي مرستې وکړي، ځکه چې له څو ورځو راهیسې نه خوراک لري او نه څښاک؛ نوموړی زیاتوي:

«یو عسکر له ما څخه په ټلیفوني تماس کې غوښتنه وکړه چې که زمونږ د مرستې لپاره الوتکې راځي نو زمونږ د ملاتړ لپاره دې بمونه نه غورځوي، بلکې ډوډۍ او خوراکي مواد دې راوغورځوې».

د دغه مدني فعال په وینا، د قرارګاه له دننه څخه ورته عسکرو ویلي چې دولت د محاصرې د ماتولو دروغژنې ژمنې ورکوي، څو تنه پولیس راشي، یو دوه ډزې وکړي او بیرته وتښتي او مونږ هماغسې د محاصرې په حال کې پریږدي.

ښاغلی شیرزی وايي چې د بغلان امنیه قومندان د ټپي عسکرو د انتقال په موخه سیمې ته راغلی وه، خو مخکې له دې چې ټپیان روغتون ته انتقال کړي له سیمې څخه بیرته وتښتېد. د هغه په وینا، د امنیه قومندان تیښې د خلکو مورال او روحیه لا پسې وځپل.

له بلې خوا د بغلان د ولایتي شورا غړي هم د دې ولایت امنیتي وضعیت اندیښمنوونکی بولي او دولتي چارواکي د امنیت په ساتلو کې په ناغیړۍ تورنوي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي محمد حنیف ګواښ کړی چې که دولت د بغلان امنیت ته پام ونه کړي دوی به د ولس په ملاتړ پراخې مظاهرې وکړي او د ولایت لویه لار به وتړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بغلان ولایت کې د خپلو پرمختګونو پخلی کوي او په وینا یې په پلخمري کې يې ګڼې سیمې او لویې لارې نیولي دي.

ښاغلی مجاهد وايي چې د پلخمري د چشمه شیر سیمې سربېره یې د کهنه مسجد، کندهاریو کلی، عیسی خیل، بابرو کلی، زاړه تاجکان، برج پوسته، قلعه نو او شاهي خیل کلي په ټولیزه توګه د دولت له واکه ایستلي دي او همدا راز د کابل مزار، سمنګانو او بغلان لویې لارې هم د دوی د ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بغلان په پلخمري ښار کې د هغو افغان سرتېرو مېندې راغونډې شوې وې چې دا مهال په قرارګاوو کې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي. هغوی له چارواکو په ټینګه غوښتنه وکړه چې د دوی د زامنو په اړه بې پروايي ونه کړي.

د محاصره شوو افغان سرتېرو میندې وايي چې زامن یې له دریوو ورځو راهیسې د پلخمري د سرخ کوتل په سیمه کې د یوې قرارګاه دننه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي. هغوی په چارواکو غږ وکړ چې که زامن یې نه شي ژغورلی دوی ته دې وسلې ورکړي چې خپل زامن پخپله وژغوري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

ماشاء الله
اللم انصر المجاهدين
الله ته دې له خير سقوط کړي د کفر د غلامانانو ټغر ټول کړي