افغانستان

حزب اسلامي سره مذاکرات؛ اشرف غني نن د ملي شورا سره مشورتي ناسته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې حزب اسلامي سره د مذاکراتو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د ملي شورا له استازو سره مشورتي ناسته لري.

پژواک خبري اژانس په ملي شورا کې د یوې سرچېنې له قوله لیکلي چې د مشرانو جرګې او د ولسي جرګې د کميسیونونو ناستې نن له دې کبله دایرې نشوې چې چې د ملي شورا غړي ولسمشرۍ ماڼۍ ته غوښتل شوي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې د نورو مسایلو سربېره ولسمشر د حزب اسلامي سره د سولې د مذاکراتو او امنیتي وضعیت په اړه مشورتي ناسته کوي.

حزب اسلامي (حکمتیار) له تېرو دوه میاشتو راهیسې د ګډحکومت سره د سولې په خبرو اترو مصروف دی او د راپورونو له مخې په ډيرو مادو توافق هم شوی دی.

هغه لانجمنې مادې چې ویل کیږي لا تر دې دمه پرې موافقه نه ده شوې په کې د تور لیست څخه د حزب اسلامي د مشرانو نومونه ویستل، سیاسي بندیانو خوشې کول، بهرنیانو وتلو ته مهالویش غوره کول، د مهاجرینو لپاره په کابل، خوست، ننګرهار او کندهار کې ښارګوټي جوړل دي.

د حزب اسلامي د سرچېنو په باور دغه مادې تر هغو ډيرې مهمې او درنې دي چې موافقه پرې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زما د سیاسی څیړنو له مخی دا چه خپله غنی وایی چه د امنیتی حالاتو له مخی د حزب اسلامی سره یی غونډه لرله دحزب اسلامی سره د سولی غونده کومه معنی نه لری حزب اسلامی ته دداعشی ملیشو مشری ورکول کیږی یا ورکول شوی هغه چه دوی ورته په قندهار او ننګر هار کی شهرکوه وایی ، هغه د داعشییانو د روزنی مرکزونه دی که اشغلګر یی بیه پری کړی په هر ولایت کی به یو روزنیز مرکز لری خو نوم به یی لکه د شمشتو د کمپ په شان د حزب سلامی یو دفتری مرکز به وی، دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x