
حکمتیار سره د سولې تړون نن منظوریږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د سولې د عالي شورا مرستیال عطاء الرحمن سلیم ایسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر اشرف غني به نن د یکشنبې په ورځ له ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون منظور کړی.
د راپور له مخې د حزب اسلامي استازي امین کریم هم تایید کړې چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون به نن د اشرف غني له خوا لاسلیک شي.
د سولې د دغه ۲۵ ماده لرونکي تړون له مخې به حزب اسلامي د ګډحکومت سره جګړه پای ته رسوي، اساسي قانون به مني او له ټولو «یاغي ډلو» سره به اړیکې پرې کوي.
په مقابل به کې به ګډ حکومت د حزب اسلامي جنګیالي بخښي او ټول بندیان به یې له زندانونو خوشې کوي.
د حزب اسلامي مرکچي امین کریم تر دې وړاندې ویلي وو چې د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ د سولې موافقه به د طالبانو سره هم د سولې دروازه خلاصه کړي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ایسوشیټډپریس خبري اژانس ته بیا په دې اړه په خپل غبرګون کې څرګنده کړې وه چې د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ مذاکرات په کلي ډول د سولې په بهیر هېڅ اغېز نه غورځوي ځکه د نوموړي په باور د حزب اسلامي ډیری غړي اوس هم د حکومت برخه دي.
ټاکل شوې چې نن به اشرف غني د ملي شورا له استازو سره وګوري او د حزب اسلامي سره د مذاکراتو په اړه به ورسره مشورتي ناسته وکړی.
دالله باک نه وویریگی ای دطالب بچیانوو.ایا تاسو کومی گتی داسلا دین ته رسولی