اوبه له لويه سره خړي دي !

traffic cop 338 سور اوسپین، دنګ ځوان ترافيکي افسرله څلور لاري سره د واټ پر سر خپلې دندې ته خورا چمتو ولاړ وو. د ترافيک په لارښوونه کې يې له زړه راښکونکي اسټايله داسې مالوميده چې یو خو زده کړی ځوان دی، بله داچې نوی د ترافیکو په ليکو کې تنظیم شوی او ترټولو خوندوره دا چې له خپلي دندې سره خورا مينه لري. ماپه خپل ژوند کې په لیدلي نړۍ کې تر دغه ځوان مستعد ترافيکي افسر نه وو ليدلی. موږ له يوه څلور لاري ور تېر شو او سترګې مو په دغه ښکلي افسر کې خښي کړي وې او دهغه په اړه مو تبصرې کولې چې د شا له لوري مو د نوي موډل ليکزس ډوله سپورټي موټر خورا په تيزۍ سره د روان ترافيک کرښي سره وشلولې او په زيګزاګ ډول په داسې حال کې زموږ له څنګه تير شو چې نژدې څلور پنځه نور موټر يې له ځان سره کش کړي وو.

دغه موټر يوه غنم رنګه ځوان چلاوه چې انګليسي خولۍ يې پر سروه. د مخ هډوکي يې راوتلي او کومې يې ښکته ننوتلي وې. ژاولې يې ژوولې او په موټر کې يې ريپ ډوله موزيک خورا په تيز غږ سره چالان کړی وو.

د موټر هنداري يې توري وې او د شا پر هنداره يې په مارپيچو تورو ليکلي وو: No one can follow me, Even U ! او دا د يو د توري په منځ کې يې يو ټکی او ځينې نښي داسې ورکړي وې چې په اروپا کې د همجنسګرايانو په منځ کې د اړيکو د ترغيب لپاره کارول کيږي. بله دا چې د موټر پر وروستني بمپر يې يوې خواته په لويو تورو XXX چې په لويديځ کې دجنسي جنون مانا ورکوي کښلي وو.

ترافيکي افسر چې دغه سرعت ولید نو سم له لاسه د سړک منځ ته شو او په دواړو لاسونو يې ځوان ته د دريدلو اشاره وکړه. ځوان چې ډير په تيزۍ سره موټر ځغلاوه لومړی په وارخطايي سره امرجنسي بريک پدې ډول وواهه چې د موټر له ټايرو يې لوخړي پورته شوې، خو کله چې ترافيکي افسر ته ور ورسید،بيا يې هم د تيښتي دری څلور هڅې وکړې خو د افسر دچټکتیا له امله ونه توانيد.

دلته نو موږ هم زموږ د ټولني له دود سره سم د دې لپاره چې ځان په احوال پوهه کړو پښه نيولي شو.

ځوان او مستعد ترافيکي افسر لومړی ځوان ته سلام وکړ او بيا يې ترې کاغذونه او لايسنس وغوښتل…خو ځوان ښايي دخپل ټولنيز حيثيت له امله د دغو تکلفاتو قايل نه وو، نه يواځې دا چې وړ اسناد او کاغذونه يې نه لرل بلکې ترافیک ته سور اوشين کيده چې ولې دې ودرولم؟ ترافیک ورته وويل چې وروره! ستا ځان ته پام وو؟ لومړی خو دا چې سرعت دي ډير زیات او له قانوني بريده ور تير وو، دوهم داچې نژدې وه چې ګڼ خلک دي په موټر وهلي او وژلي وای، دريم داچ ې له سرو سګنالونو راتير شوې، او ترټولو مهمه دا چې د موټر اسناد او خپل لايسنس نلرې، ځکه زه مجبوره يم چې له قانون سره سم چلند وکړم. لطفا تاسې له موټره راښکته شئ! د ترافیک دا هيله نه وه سم د ټوپک ډز وو.ځوان سترګې پرې را وايستلې او څرګنده يې کړه چې ته لاڅوک يې چې ماته د راښکته کيدلو امر کوې؟ د دوو پيسو ترافيک يې، تاته خو په کار دي چې زما پښتو ته راولويږې…زغله لوده خپل کارکوه!

د ټرافيکو ځوان افسر چې شرافت او خلوص یې په څيره کې له ورايه ښکاریده بيا په خورا احترام ورته په ډاګه کړه چې زه به بېشکه له ټولنيز پلوه د دوو پيسو سړی هم نه يم، خو دغه مهال ما د قانون د محافظت دريشي اغوستي ده. له هيواد سره مې د قانون د پالنې او ساتنې سوګند ياد کړی دی، دا مهال زه دا اتوريته لرم چې ستا پرخلاف قانوني لاري چاري وکاروم.

ځوان بیا په خورا درشتۍ او تنده لهجه ورغبرګه کړه چې ته ماپيژنې زه څوک يم؟ ته به د قانون محافظ يې خو زه د قانون جوړونکي زوی يم. دغه ټول قوانين او مقررات زما پلار جوړ کړیدي! ته به په خپله دريشي غره يې او ځان به درته بيخي شادولاخان ښکاري، خو زه ترتا زورور يم. ولاچې همدا اوس درنه د همدې سړک پرسر دريشي وباسم. بیا به ته څوک يې او ستا عزت به څه وي؟ زه به وګورم څوک زما مخه نيسي……!

دغه مهال د موټرانو او انسانانو ګڼه ګوڼه جوړه شوه.خو موږ ټول له مانيولي بيرته ترماپوري غلي ولاړ وو او د دې پرځای چې صورتحال قابو کړو، دا مو کتل چې ته ودريږه مخکې څه پيښيږي.

دغه مهال د پوليسو د موټرانو هارنونه شول او ځوان هم د خپل موبايل له لارې غالبا له خپل پلار سره پرليکه شو او په خورا تنده لهجه يې ورته ويل چې يو وقيح ترافيک د سړک په منځ کې درولی يم…ته يو څوک پسې راواستوه چې لږ نيغ يې کړي…!

دځوان دغه تلفون وو چې له واره سره د پوليسو او نورو دولتي ارګانونو څو موټره یو پر بل پسې را ورسيدل.

دپوليسو يو جګپوړی افسر زموږ خوا ته راغی او د ټرافيکو له افسره يې همدلته د خلکو پر وړاندي پوښتني ګرويږني پيل کړې. دغه جګپوړي چارواکي وروسته له دې چې ځوان افسر يوه څپيړه کش کړ، ورته يې وويل چې ته نه پوهيږې لوده چې دا د ولسي جرګې د غړي پلاني صېب زوی دی، او هغه بيا د پلاني وزير صېب خپلوان دی او لوده خانه وزير صېب خو در مالوم دی چې د ولسمشر صېب له نژدې دوستانو او خپلوانو دی! بې نزاکته پدې بې نزاکته کارونو! جک تاسې ووهئ او جنجال موږ ته جوړ کړﺉ. ځوان ترافيک لاهم ګومان کاوه چې په هيواد کې د قانون حاکميت دی،څرګنده یې کړه چې صېب! زما خو ورسره شخصي بد نشته خو ده له مقرراتو سرغړونه وکړه او نژدې وه چې ګڼ خلک يې تر موټر لاندي کړي وای!

جګپوړي پوليسي چارواکي سترګې پرې وربرګي کړې : بس کړه احمقه ! دومر توپير نشې کولای چې دا سړی مهم دی او داسړی يو عام وګړی؟ افسر ورته وويل چې صېب! دغه څلورلاري ته مخامخ هاغه لوړه دنګه تابلو وګورﺉ چې ولسمشر صېب پخپله خلکو ته اعلان کوي چې د قانون په وړاندي د هيواد ټول اتباع يو ډول دي او د دوي ترمنځ هيڅ ټولنيز توپير نشته!

ځوان افسر غالبا د دندي له اشغال مخکې د حکومتدارۍ او قانون د پلی کولو په هکله ګڼ کورسونه او سيمينارونه هم کړي وو، ځکه خو داسې ورته بريښيده چې افغانستان لا هم هغه هيواد دی چې د قانون پر وړاندي ټول خلک یو برابر دي…… خو دغه ځوان افسر پخپل دغه آند کې سخت غلط وو.

که داسې وای نو نن به له قانونه يو سرغړونکی داسې سرې سترګي د قانون له منګولو نه خلاصيده او نه به هم دی د قانون د محافظت له امله د خلکو پر وړاندي له دومره ذلت سره مخامخ کيده.

زموږ ستونزه دا ده چې موږ نظام او قوانين جوړ کړیدي، خو دهغو په تطبيق،پلي کولو او Implementation  کې پاتي راغلي يو.

بله ستونزه دا ده چې موږ نظام ،قوانين او مقررات پخپله نه دي جوړ کړي، ځکه زموږ لپاره مهمه نده چې که پلي شي که نه شي پر موږ يې څه؟ په حقيقت کې زموږ د نظام د سر خلک د يوې حادثې،فاجعې او يرغل پيداوار دي. هغوي د يوې آني خلاء د ډکولو لپاره په لوی لاس رامخکي کړای شول. دهغوي شخصيت جوړوني، فکري روزني او Grooming ته پام ونکړای شو. دهغوي سوابق په پام کې ونه نيول شول. هغوي آن له مخه لا له مرکزيت او قانون نه کرکه لرله. د مجاهدينو دحکومت له منځته راتلو وروسته په هيواد کې د ملوک الطوايفي او پاټک سالاري چمپينان همدغه خلک وو چې نن زموږ د نظام ټيکه داران دي.

زما ښه په ياد دي چې د مجاهدينو په وخت کې همدغه قومندان(چې اوس د ولسي جرګې د قانوني موادو د برابرونکي جرګه ګۍ مشر دی) د استاد رباني هغه حکمنامه وڅيرله چې هغه پکې اړونده ارګانونو ته د قومندان د ستونزي دحل په اړه د قانوني اجرآتو امر کړی وو.دغه قومندان سور شين کيده او ويل يې چې موږ دا شل کاله جهاد د دې لپاره کړی چې دغه قانون له منځه يوسو او نن استاد راته بیا ليکي چې طبق مقررات قانون اجرآت صورت ګيرد!

خو زه نن ګورم چې هغه قومندان نه يواځې داچې د ولسي جرګې غړی دی بلکې هلته د قانوني موادو د جوړوني د يوې بلي جرګه ګۍ مشر هم دی…..!

ګواکې موږ لم په لوی لاس د ليوه په خوله کې ورکړی او بيا له هغه نه دا تمه هم لرو چې وبه یې نه خوري! د قانون او مرکزيت دښمن مو د قانون جوړوني په دايره کې کينولی او بيا له هغه دا تمه هم کوو چې په هيواد کې به د قانون د حاکميت لپاره کار وکړي….کلا وحاشا…!

موږ د دريمي نړۍ برخه يو او له پرمختيايي بهيره د ډيرو عواملو پر بنسټ شاته پاتي یو. زموږ لويه ستونزه تل دا وي چې موږ د استعمار ترجغ لاندي پاتې شوي يو. د تېرو دری لسيزو په موده کې موږ له بيلابيلو استعمارچيانو سره لاس اوګريوان پاتي شو. هر استعمار خپله اجنډا او خپل ترکيبي ماهيت لري. تر دې وړاندې يرغلګرانو هم دلته زموږ ملي نظام راړنګ کړ او د واک د خلاء د ډکولو لپاره يې په آني ډول يو سيټ اپ جوړ کړ…دغه سيټ اپ هم  داستعمار له لاسپوڅو جوړ شوی وو.

ادا ځل هم نویو يرغلګرانو د استعماري دود له مخې دلته د خپلي خوښي يو سيسټم چې يواځې او يواځې د هغې له خپلو ګټو سره سر خوري رامنځته کړ.

د پخوانۍ واکمنۍ د ړنګيدا له امله واک خلاء رامنځته شوه. يرغلګرانو خلکو ته اړتيا لرله. نيک خلک په لاس نه ورتلل او بد خلک تيار ورته ناست وو. مجبوراً يې بد خلک له ځان سره کړل. دوي زموږ د ټولنې او هيواد په تروړلو پيل وکړ او خپلو نوکرانو ته يې د غبن،خيانت او کرپشن پوره ازادي ورکړه. د نوي نظام په سر کې يې داسې څوک راوستل چې قلباً،قالباً،صورتاً او سيرتاً لکه دوي داسې ول.پدې ډول هغوي بيا له ځان سره نور داسې کسان ونيول چې يا خو دقام قبيلې،نسب او ياهم ګټو له پلوه ورسره شريک وو.

همدا اوس دافغانستان د سياسي نظام د سر ډيری خلک يو له بله سره نژدې خپلوان دي. بيوروکراتان مو هم نژدې ټول يو له بل سره کورنۍ اړيکې لري.

د افغانستان د پوځ زياتره جنرالان او ډګروالان يوه له بله سره نژدې خپلوان دي. په سياسي نظام کې ټاله دشمالي ټلوالي غړي خو نو له چا پټ ندي چې ټول سره  د ماما او عمه زامن دي.

لنډه دا چې زموږ د نظام اوبه له سره خړې دي او له بده مرغه موږ هڅه کوو چې دغه اوبه په منځ یا په پای کې صافي کړو. ترڅو چې مو اوبه له سره سپيني نشي، په منځ او پای کې هڅي هيڅ ګټه نکوي. په افغانستان کې قانون،حکومت،محاکم د ولس د ښکيل ساتلو لپاره شکنجې دي… دغه شکنجه به هيڅکله هم دهغه چا غاړي ته ونه لويږي چې دغه قوانين يې جوړ کړي او يايې په جوړولو کې په يوه نه يوه ډول برخه اخيستي وي.

کراچۍ، ۷ اپريل ۲۰۱۲

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د