د ټوټاپ د راولاړې شوي لانجې د حل په اړه د «کیري» د مداخلې ضرورت

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: داسې ښکاري چې کابل ته د۵۰۰ کیلو واټه وارداتي بریښنا د لیږد مسیر په اړه را پورته شوې لانجه هغې مرحلې ته رسیدلې چې هوارول یې د ولسمشرغني تر صلاحیت لوړه خبره ده.

تیره ورځ د مرکزي افغانستان یو شمیر وکیلانوهم د خپلو سیمو له خلګو سره د همغږي په غرض د ولسي جرګې غونډه تحریم او د حکومت پر وروستۍ پریکړې د اعتراض په خاطرد جرګې له تالاره ووتل.

د ټوټاپ د لیږد د مسیر په اړه روان تاوتریخوالی چې له امله یې ولسمشر د لندن د سفر په مهال هم له سخت فضیحت سره مخ شو د ګد حکومت ملي او بین المللي حیثیت سخت ننګولی.

د افغانستان د سیاسي پیښو د شنونکو له نظره د ټوټاپ د مسیر په اړه راولاړ شوی اختلاف د امریکایانو او په ګډ حکومت کې د هغوي د نیږدي حلقاتو له لوري یوه پلان شوې دسیسه ده چې غواړي هم د حکومت په داخلي چاروکې امریکايي نفوذ ته اضافي زمینه سازي وکړي او هم تري دغه خاص حلقات د ځان په ګټه استفاده وکړي.

داچې د سالنګ د مسیر مخالف لوري د یادې ستونزې د حل په اړه د ولسمشر لخوا ټاکلی کمیسیون نه مني او د هیواد د نورو سیمو د خلګو د غوښتنو برخلاف په زور او بدمعاشي سره غواړي کابل ته د ۵۰۰ کیلو واټه بریښنا انتقال د بغلان ـ بامیان له مسیره تر سره شي د دې معنا اصلا د ولسمشر له مشروعیت نه ښکاره انکار کول دي.

ځکه د نړۍ په ډیروهیوادونو کې مختلف ملیتونه او بیلابیل قومونه ژوند کوي چې حتما یې کله ناکله د دغه ډول موضوعاتو پر سره ترمنځ اختلاف او ناندرۍ راپورته کیږي، خو هغوی د خپلو ټولو اختلافاتو د هواري لپاره د خپل حکومت او ولسمشر پربکړه قابل قبول حل ګڼي .

له بده مرغه زمونږ ولسمشر چې د مشروعیت مرجع یې د ملي انتخاب پرځای د جان کیري تحمیلي انتصاب دی نو مجبور دی چې د هیواد په دغه ډول اختلافي مواردو کې د خپل هیواد د قانوني مراجعو په ځای انتصابي مرجع( جان کیري) ته مراجعه وکړي او د هغه په مداخلې سره دا ستونزه حل کړي.

د ټوټاپ د مسیر په اړه راولاړه شوې ستونزه د افغان ولس د ملي وحدت د له منځه وړلو او له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د جګړه ځپلي افغانستان د محرمولو یوه دسیسه ده چې د ځانګړیو حلقاتو لخوا پر مخ وړل کیږي.

د مرکزي افغانستان په اصطلاح محروم عدالت غوښتونکي که نن په خپلې همدې بد معاشۍ کې بریالي شي سبا به د خپل مصلحت هره پریکړه همداسې په سر زوري سره پر حکومت مني او لکه چې نن یې د امریکايي اشغال په مټ د هیواد په سیاسي زعامت کې لویه ونډه تر لاسه کړي سبا به د هیواد په ټولو سیاسي او اقتصادي اسهامو کې د تر ټولو غټ سهم غوښتونکي هم وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

لمړی خو ماته دغه د ۵۰۰ کیلو واټو عدد ډیر کم عدد تر سترګو کیږی چا له اوله غلط کړی او اوس هماغسی غلط لیکل کیږی ، زمونږ کوچنی کور د میاشتی ۱۵ کیلو واټو ته اړه لری زمونږ کور کی چه لوی واړه لس کسان ژوند لرو د ترکمنستان څخه د څو هیوادو د پاره چه افغانستان هم پکی دی یوآخی د بنځه سوه کیلو واټ راوستل یو څو پایی هم نه ارزی او نه پری دومره ستونزی چه غلامه اداره ورسره مخ ده . زه وایم دا عدد به یی هم دتوهین او د دوی د پوهی دمعلومولو… نور لوستل »