افغانستان

د عسکرو کورنۍ: زمونږ بچیان دي له کلابندۍ را خلاص کړل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): په بغلان ولایت کې د کلابندو عسکرو کورنیو پر حکومت غږ کړی چې د دوی بچیان دې د طالبانو له منګولو وژغورل شي.

دغه کورنۍ چې د بغلان په مرکز پلخمرې کې راټولې شوي، وایی دلته د کومک غوښتلو په خاطر راغلي دي. هغوی زیاتوي چې بچیان یې د پلخمري ولسوالۍ په سرخ کوتل سیمه کې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي.

د کلابندو عسکرو د کورنیو له ډلې څخه د یوه محلي پولیس مور پر حکومت غږ کوي چې د دوی بچیان دې نن ورځ د طالبانو له کلابندۍ را خلاص کړي.

د یوه بل کلابند عسکر خپلوان وايي: «حکومت مونږ ته غوږ نه نیسي، هلته ځواکونه تللی شي، مګر نه ځي، حکومت سره الوتکي دي، خو کار نه ځیني اخلي».

د کلابندو عسکرو کورنۍ په یوه غږ وايي چې که حکومت په دې اړه چټګ اقدام ونه کړي، یو بشري ناورین به رامنځته شي.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري په سرخ کوتل سیمه کې د ملي اردو یوه قرارګاه او ورسره ټولې پوستې د دوی د جنګیالیو لاس ته لوېدلي، زیات شمېر پولیس او اربکیان یې وژلي او وسلې او زیات مهمات یې نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې اوس دوی په دغه سیمه کې په تصفیوي عملیاتو لاس پوري کړی.

د بغلان د ولایتي شوری غړي وايي چې په یوه اونۍ کې دننه په یاده سیمه کې د قرارګاه او اړوندو پوستو سقوط طالبان یو ځل بیا لويي لاري ته نیږدې کړي.

د ولایتي شوری غړي بسم الله اتش رسنیو ته ویلي چې د سرخ کوتل لویه قرارګاه د همدې لپاره وه چې طالبان د کندز – کابل لويي لاري څخه لیري وساتي، مګر دوی اوس ډیر ورته نیږدې شوي.

د ولایتي شوری یوه بل غړي محمد ظریف ظریف رسنیو ته ویلي: که حکومت په بغلان کې د کندز او هلمند په څېر لوی عملیات اعلان نه کړي، بیا به دوی د بغلان د خلکو تر څنګ په لویو لاریونونو لاس پوري کړو او لویه لاره به وتړي.

خو د بغلان په مرکز کې امنیتي چارواکي دا نه مني چې په سرخ کوتل سیمه کې یې پوستې له لاسه ورکړي، دوی وايي جګړه روانه ده او ادعا یې کړې چې نهه تنه طالبان یې وژلي دي او ۲۱ نور یې ټپيان کړي دي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږلي خبرپاڼه کې دغه ادعاوې ناسمې ګڼلي او ویلي یې دي چې د بغلان «ماتي خوړلي قومندان» ادعا حقیقت نه لري او په کلکه یې ردوي.

نوموړي ویلي چې کله په دغه جګړو کې ګڼ عسکر او پولیس ووژل شول، په زیاته اندازه وسلې طالبانو غنیمت کړې، اوس نوموړی قومندان هڅه کوي چې په داسي ادعاوو او پروپاګند خپرولو سره خپله ماتې او زیان پټ کړي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د پلخمري په مربوطاتو کې د دوی جنګیالي په سنګرونو کې پراته دي او یوه لویه قرارګاه د دوی تر کلکي محاصرې لاندې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x