ورزش

بارسلونا په پرلپسې توګه دوهم ځل لپاره د لالیګا اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه بارسلونا د سواریز درې ګولونو په مرسته ګریناډا لوبډلې ته ۳-۰ سره ماتې ورکولو سره په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره د هسپانيي لیګ لالیګا اتلولي وګټله.

د بارسلونا لوبډلې په پنځو لوبو کې د بریا ترلاسه کولو سره د نمرو پر بنسټ د ریال ماډرېډ له لوبډلې څخه مخکې او د دغو سیالیو ګټوونکی اعلان شو.

ریال ماډرېډ توانیدلی په دغه لیګ کې خپل ۱۲ لوبو کې بریا ترلاسه کړي خو بیا هم د ریال ماډرېډ لوبډلې د نمرو په جدول کې له بارسلونا څخه وروسته پاتې شو.

د لالیګا دغه فصل کې د بارسلونا لوبډلې لوبغاړی سواریز حیرانوونکې لوبې ترسره کړې او په دغه فصل کې د ۴۰ ګولونو په ترسره کولو بریالی شو او په دې ډول د میسي او رونالډو د ۲۰۰۹ ریکاډ يي هم مات کړ.

د لالیګا په جدول کې د ګولونو له نظره سواریز ۴۰ ګولونو سره لومړی مقام خپل کړی. کرسټیانو رونالډو بیا ۳۵ ګولونو ترسره کولو سره دوهم مقام لري. لیونل میسي له ۲۶ ګولونو سره درې مقام لري.

بارسلونا خپلو ټولو لوبو کې د ۹۱ نمرو په ترلاسه کولو بریالی شو او یوازې د یوې نمرې په توپیر وتوانید ریال ماډرېډ څخه وړاندې او دغه اتلولي خپله کړي. ریال ماډرېډ د نمرو په جدول کې ۹۰ نمرې ګټلي.

بارسلونا خپلې وروستۍ لوبې کې یوازې د سواریز په ۳ ګولونو سره خپل سیال ته ماتې ورکړه. سواریز د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې لومړی، په ۳۸مه دقیقه کې دوهم او په ۸۶مه دقیقه کې درییم ګول ترسره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x