افغانستان

هلمند ولایتي شورا غړی: امنیتي ځواکونو مورال بایللی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایتي شورا غړی «بشیر احمد شاکر» وايي چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونو جګړییز مورال د لاسه ورکړی او د طالبانو په وړاندې یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

نوموړی هغه پوځي عملیات ناکام بولي چې د دولت لخوا د طالبانو د ځپلو په موخه پیل شوي وه او زیاتوي چې هغه سیمې چې د دولت له لاسه وتلې وې لا هم د طالبانو تر واک لاندې دي. د هغه په خبره، ولس د خنجر په نامه عملیاتو هیڅ کومه پایله نه ده لیدلې.

ښاغلي شاکر د هلمند د ولایتي چارواکو هغه څرګندونې «دروغ» وبللې چې ګویا د پوځي امکاناتو له کمښت سره مخ دي.

نوموړی وايي چې د هلمند امنیتي ځواکونو ته پرېمانه امکانات ورکول کیږي خو د غلا او فساد له امله تری تم کیږي. د هغه په وینا، په هلمند کې د پوځي امکاناتو په سر تجارتي جنګ روان دی.

د هلمند ولایتي شورا غړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ولایت په امنیتي جزوتامونو کې «خیالي تشکیلات» موجود دي او د امنیتي ځواکونو حقیقي شمېر تر هغه ډیر لږ دی چې د کاغذ پر مخ ثبت شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په ملي اردو کې ۶۰ فیصده کسان شتون نه لري او په پولیسو کې ۴۰ فیصده کسان موجود نه دي.

ښاغلی شاکر وايي چې په هلمند کې امنیتي ځواکونه ستړي شوي دي او شپه او ورځ د جګړې له کبله یې مورال د لاسه ورکړی.

د هغه په وینا، د مارجې ولسوالۍ په میاشتو میاشتو د محاصرې په حال کې ده او دولت نه شي کولای چې اکمالات ورورسوي.

د هلمند ولایتي شورا دغه غړی وايي چې د قول اردو قمندان سره یې خبرې وکړې او مارجې ولسوالۍ ته یې د اکمالاتو لیږلو غوښتنه ترې وکړه، د نوموړي په وینا، د قول اردو قومندان ورته په ځواب کې وویل: «زه د طیارې تیل نه لرم».

ښاغلي شاکر د قول اردو قومندان څرګندونې د «سست مدیریت» زیږنده وبللې او زیاته یې کړه: «لعنت په داسې مدیریت باندې چې دی د طیارې تیل نه شي برابرولی». د هغه په خبره، سست مدیریت د دې لامل وګرځېد چې «نن مونږ د دښمن د چړې لاندې پراته یو».

د هلمند د ولایتي شورا غړی بشیر احمد شاکر د دې ولایت برخلیک اندیښمنوونکی ګڼي او وايي چې د هلمند امنیتي وضعیت دومره وخیم دی چې ښايي دا ولایت هم د کندز په برخلیک اخته شي او د طالبانو لاس ته ولویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x