د هېواد ستر علمي او روحاني شخصیت الحاج خلیفه داد محمد صاحب وفات شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان مشهور علمي، روحاني او تصوفي شخصیت الحاج حضرت مولانا خلیفه داد محمد صاحب له دې فاني نړۍ څخه د ابدیت پر لورې سترګې پټي کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم خلیفه داد محمد صاحب د افغانستان په کچه د تصوف د نقشبندیې معصومیې سلسلې یا د کابل د قلعه جواد د مبارکو حضراتو او په ځانګړې توګه د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي (رحمة الله تعالی علیه)  له یوازینیو پاته دوو خلیفه صاحبانو څخه و.
مرحوم خلیفه داد محمد صاحب (رحمه الله تعالی) کلونه کلونه د افغانستان د ستر علمي بنسټ نور المدارس فاروقیه مدرسې د نائب په توګه پاته شو او زرګونه شاګردان او مریدان یې وروزل.
نوموړي همداراز د علمي خدمتونو په لړ کې د مقدمة التصوف په نوم مشهور کتاب هم تألیف کړی و ، چې څو ځلې د زرګونو ټوکونو په تېراژ په کابل کې د خانقاه عالیه مجدیدیه نقشبندیه عمریه معصومیه له لورې چاپ شوی دی.
نوموړی له اوږدې مودې راهیسې له ورپیښې ناروغۍ څخه کړېده چې بالاخره نن یې خپل روح خپل حقیقي مالک جل جلاله ته وسپاره.
د نوموړي د کورنۍ او په کابل کې د عمریه مجددیه خانقاه په حواله ویل کېږي،چې د خلیفه صاحب مرحوم د جنازې لمونځ به سبا د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۷نېته د ماسپښین په دوو بجو د نوموړي په اصلي استوګنځي د غزني ولایت د واغظ ولسوالي د احمد خان کلا په سیمه کې تر سره کېږي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هلال احمد
ایډیټر

انا لله و انا الیه راجعون

اې په سر ولاړ اسمانه، ولې نه ژاړې په چیغو
بیا بې څوکه شوې جهانه ، ولې نه ژاړې

بیا د لمر تندی شو ګونځې، بیا سپوږمۍ تویوي اوښکې
د عالم ویر په عالم شو ، بیا نړۍ تویوي اوښکې
یو ته پاته یي انسانه ، ولې نه ژاړې په چیغو

په دې شاړه زمانه کې، د رجالو په قحطۍ کې
بل لارښود ستورې دې ولوېد، په دې توره تروږمۍ کې
د صفې سپینه کاروانه ، ولې نه ژاړې په چیغو

رحمه الله رحمة واسعا