
ارګ د حزب اسلامي سره د سولې تړون نهايي کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون نن په ارګ کې نهايي شو.
حزب اسلامي ته نېږدې سرچېنې وايي چې د حکومت او حزب اسلامي د استازو تر منځ تړون نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نهايي شو. دغو سرچېنو دا نه ده څرګنده کړې چې یاد تړون د سولې د عالي شورا که د اشرف غني لخوا لاسلیک شو.
د حزب اسلامي یو تن لوړپوړي مشر خالد فاروقي ته منسوبې فیسبوک پاڼې هم تایید کړې چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون نن په ارګ کې نن یکشنبه نهايي شوی.
سرچېنې زیاته کړې چې یاد تړون به د حزب اسلامي امیر [ګلبدین حکمتیار] ته د موافقې او لاسلیک لپاره وړاندې کیږي.
تر دې دمه (۰۷:۱۰ ماښام کابل وخت) ګډحکومت رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د سولې عالي شورا مرستیال او د حزب اسلامي مرکچي خبر ورکړی و چې د حزب اسلامي سره د سولې تړون به ولسمشر ته د منظورۍ لپاره واستول شي.
د سولې د دغه ۲۵ ماده لرونکي تړون له مخې به حزب اسلامي د ګډحکومت سره جګړه پای ته رسوي، اساسي قانون به مني او د القاعده په شمول به له جهادي ډلو سره اړیکې پرې کوي.
په مقابل کې به ګډ حکومت د حزب اسلامي جنګیالي بخښي، ټول بندیان به یې له زندانونو
خوشې کوي، کابل کې به ورته دفترونه او د اوسېدو ځایونه ورکوي.