افغانستان

اروپايي اتحادیه له افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۶مه ۱۳۹۵ل): اروپايي اتحاديې د ګډ حکومت د ماليي وزیر سره د ۱۲۵ میلیونه یورو مرستې تړون لاسلیک کړ او د یوه بل تړون پر اساس دغه اتحادیه به هر کال له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د ماليې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي استازې او مرستیالې فیدریکا موغیریني سره دغه تړون لاسلیک کړ.

د اروپایي ټولنې مرستیالې په سیاسي او مالي برخو کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې هر کال د ۲۰۰ میلیونو یورو مرستې هوکړه وکړه. هغې وویل چې له افغانستان سره مرسته نه یوازې د افغانانو په ګټه ده، بلکې د اروپا د امن او ثبات له پاره هم یوه پانګونه ده.

د خبرپاڼې په اساس مالیې وزیر بروکسل ته د خپل سفر په لړ کې د اروپايي ټولنې د ۲۸ وزیرانو او د پرمختیایي ادارو له غړو سره وکتل.

د مالیې وزیر اروپايي ټولنو مشرانو ته د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، د افغانستان د پرمختیا د نوې ستراتیژۍ او د افغان دولت د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

د خبرپاڼې له مخې اکلیل حکیمي د دوه اړخیزه حساب ورکولو په چوکاټ کې د هڅونې پروګرام له لارې له اروپایي ټولنې د مرکزي اسیا، منځني ختیز، خلیج او د ارام سمندر له رئیس ښاغلي پیري امیلهت سره د ۱۲۵ میلیونه یورو تړون هم لاسلیک کړ.

خبرپاڼې د دغه تړون په اړه جزییات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x