افغانستان

د کابل پوليس: د سباني لاريون د کابو کولو لپاره مو تياری نيولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د کابل امنيتي ځواکونو ويلي، سبا دوشنبه، چې د ټوټاپ بريښنايي پروژې په اړه پلازمېنه کابل کې کوم لاريون کيږي، د کابو کولو لپاره يې بشپړ تياری نيولی او د هغو کسانو پر ضد به سخت چلند وکړي، چې له سوله‌ييز لاريون څخه ناوړه استفاده کوي او تاوتريخوالي ته لمن وهي.

د کابل د عامه نظم د پوليسو مشر جنرال سيد احمد علي حسن زاده شېبه مخکې کابل کې رسنيو ته وويل، چې هر څوک د سوله‌‌‌‌ييز لاريون حق لري، مګر که چا تاوتريخوالي ته لاس واچاو او يا يې له قانونه سرغړونه وکړه، پر ضد به يې قانوني ګامونه واخيستل شي.

ټاکل شوې، چې سبا دوشنبه به يو شمېر کابل مېشتي هزاره ګان له ترکمنستانه د راتلونکې برېښنا د مزي د مسير بدلولو په موخه لاريون وکړي.

تېره ورځ هم د باميانو او کابل هزاره وکيلانو پارلمان کې پر دې خبره جنجال کړی و، چې د ټوټاپ پروژې مزي دې د خپل مسير پر ځای پر باميانو تېر شي.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش څو ورځې وړاندې د برتانيې سفير ته هم ويلي و، چې د ترکمنستان د برېښنا تارونه بايد د باميانو له لارې وغځول شي، مګر د برتانيې سفير ورته ويلي و، چې دا د افغانستان داخلي موضوع ده او دوی په کې مداخله نه شي کولای.

سرور دانش زياتوي، چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه، چې د يادې برېښنا مزي به د باميانو له لارې تېريږي او د ده په وينا، که ولسمشر له خپلې ژمنې په شا شي، نو دی به خپله دنده پرېږ دي.

نن په پکتيا کې هم زرګونو کسانو د ټوتاپ پروژې په اړه پراخ لاريون وکړ او له حکومته يې په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې د لويې پکتيا خلک برېښنا غواړي او په دې اړه بايد د هزاره ګانو فشارونو ته سر ټيټ نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x