افغانستان

 حکمتيار د يو شمېر امتيازاتو او شرطونو په منلو کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): ګلبدين حکمتيار او د هغه د ګوند غړي د يو شمېر امتيازاتو په منلو کابل ته راځي.

د سولې عالي شورا او د ګلبدين حکمتيار ترمنځ شوي تړون کې راغلي، چې د حزب اسلامي ډله به اساسي قانون مني، وسله‌وال به يې وسلې پر ځمکه ږدي او کولای شي، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځای پر ځای شي.

حکومت پر حزب اسلامي شرط لګولی، چې هر ډول وسله‌والو «ترهګرو» ډلو سره به خپلې اړيکې پرې کوي او د سولې لپاره به عملا هڅې کوي.

د حکومت او حزب ترمنځ په شوي تړون کې د بهرنيو ځواکونو په وتلو پرېکړه شوې، مګر دا نه دي ويل شوي، چې دغه ځواکونه به کله او څنګه وځي او د سرغړونې پر مهال کوم ضمانت شته که نه.

په مقابل کې حکومت د حزب ټولو غړو ته اجازه ورکړې، چې د هېواد په هره برخه کې ازاد ژوند وکړي، قوماندان او جنګيالي يې کولای شي، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځای پر ځای شي.

د حزب اسلامي د سياسي کمېټې پخواني مشر او د ولسمشر غني سلاکار قطب الدين هلال هيله څرګنده کړې، چې ډېر ژر به د سولې په اړه د حزب او حکومت ترمنځ په ټولو مواردو موافقه وشي.

حزب اسلامي غوښتنه کړې وه، چې د کډوالو لپاره دې دوی ته د شل زرو کورنيو لپاره ځمکه ورکړل شي، همدا رنګه حزب اسلامي ټينګار کړی، چې د درې مياشتو په ترڅ کې د حزب اړوند بنديان خوشې شي، مګر تر اوسه پر دې خبرو هوکړه نه ده شوې.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې په دې تړون کې حزب ته يوازې د ازاد ژوند کولو ژمنه ورکړل شوې او حکومت کې د ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي، همدا رنګه د حزب په شرطونو کې د اسلامي شريعت د نفاذ خبره هم نه ده مطرح شوې، چې کېدای شي، د حزب ګڼ پلويان پرې خواشيني شي.

د څارونکو په اند حزب د شوروي يرغل پر مهال ټينګار کاو، چې تر څو يو بهرنی سرتيری هم په افغانستان کې وي، حزب به خپلې وسلې پر ځمکې نه ږدي او «د کمونيستي رژيم د پاتې شونو ترنسکورولو به خپل جهاد ته دوام ورکوي.»

د شوروي لښکرو له وتلو وروسته پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله مجاهدينو او په ځانګړې توګه حزب سره د سولې او پخلاينې اعلان کړی و، مګر ګلبدين حکمتيار ويلي و، چې دوی په «فاتحانه توګه» کابل ته ننوځي او په دې اړه کمونستانو سره د واک شراکت نه مني.

د سياسي چارو شنونکی نظر محمد مطمئن وايي، که دغسي یو تړون ۴۳ کاله پخوا د اسلامي نهضت مشرانو له سردار داوود خان سره کړی وای، هم به داوود خان د کمونستانو له توطیو خلاص وای او هم به دومره اوږده جګړه په هیواد کې نه وای پلې شوای.

انجينر مطمئن زياتوي، چې د داوود خان له حکومت څخه همدوی هجرت وکړ،‌ مهاجر شول او ۴۳ کاله مبارزه وشوه، اوس که يو پرتله د ګډ‌ حکومت او داوود خان د حکومت سره وشي، نو داسي بریښي چې د اسلامي نهضت مشرانو ته ننی حکومت د داوود خان تر حکومت ښه ښکاري.

د ښاغلي مطمئن په وينا د حزب او حکومت ترمنځ د سولې روان بهير د طالبانو او نورو ګوندونو لپاره هم د عبرت وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

زه هم یو وخت د کابل د غلامانو او بادارانو سره د حکمتیار تسلیمیدلو مخالف ووم، دا ځکه چه هغه ماته یو مجاهد او مسلمان روشنفکر ښکاریدلو په دی لیار کی یی د کورنی غړی شهیدان شوی، مګر کله چه هغه د نفس مقابل جهاد کی د نورو تش په نامه جهادی رهبرانو سره په ګډه ماتی وخوړه ، د کرزی او غنی په شان د سوړجنګ د غلامۍ تړون یی د امریکا په مشرۍ د لویدیز سره لاسلیک کړو یعنی حکمتیار نه یوآځی د افغانستان بلکه د خپلی کورنۍ په شهیدانو هم قیمار ووهلو یعنی هغو شهیدانو سپیڅلو وینو… نور لوستل »

غوربندي

دا به وخت ثابته کړي خو زما ویره داده چې د اشغالګرانو د وتلو مهالویش به د تسلیم شوي حزب اسلامي تر جګړې پورې مربوط وي چې ایا کولای شي د په اصطلاح ملي اردو او پ،لیسو چوکاټ کې تر تنظیمدو وروسته د طالبانو مقاومت کمزوری او قابو کړي. د اشغالګرانو د وجود په صورت کې که زر ځله هم حزب اسلامي د مزدور حکومت ملا وتړي نو ګومان نه شي چې د مقاومت مخنیوی وکړي هو طالبان هم باید هوښیار واوسي هغه دا چې د حزبیانو تر تسلیمدو وروسته به کیدای شي اشغالګران خپله پالیسي داسی عیاره کړي چې… نور لوستل »

khalid

مطمئن صاحب خو واقعا چی ښی شننی کوی اما ددواد خبیث په اړه یی چی څه وویلی دا صحیح نه دی ځکه داود خپله یو سیکولر او بی دینه شخص و همدا داود او ظاهر و چی د افغانستان په شهید پروره او اسلامی خاوره کی یی ښځی نیمه بربنډتوب ته وهڅولی او د مسلمانو ښځو د عفت او عزت د پایمالولو پیلامه یی کیښودله داود په اول کی د کمونستانو سخت طرف دار او د اسلامی نهضت د غړو سرسخته مخالف و چی له هیڅ ظلم او شکنجی نه یی په باندی صرفه نه کوله ځکه نوموړی اصلا د… نور لوستل »

غوربندي

په تېر پسې ….. حکمتیار صیب کټ مټ د خاین احمد شاه مسعود لوبې ته ملا تړلې چې د روسانو له وتلو سره سم د لاسپوڅي رژیم برخه شول، خو یوازینی حکمتیار صیب وو چې د مقاومت لاسته راوړنې یې له مسعود سره د جګړې په ادامه کې لیدلې، البته همدا صحیح موقف وو،،، خو حکمتیار د پاته جهادي تنظیمونو له لاسه یوازې پاته شو ځکه هغوی د لوبې ظاهر ته کتل او ټول په حکومت ورګډ او د وسلوال مخالفت یا د مقاومت ادامی حیثیت یی عملا وننګاوه. په دومره تفاوت چې اوس حکمتیار صیب په داسې مهال د… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب او ټولو مسلمانانو ورونو السلام علیکم دغه غلامه اداره د امریکایانو په ټانکو او الوتکو کی له اروپا څخه راوړل شوی ، څرنګه کیدی شی چه د کفارو سره ملګری دی کفار نه وی ، د کفارو جوړ شوی چوړښتونه دی غیر شرعی نه وی ، د کفارو له خوا دیموکراتیک قانون دی غیر شرعی نه وی . څومره مسلمانان او مجاهدین د دهمدغه غلامی او عملی ملحدی او مزدوری اداری له خوا په مخامخ جهاد او زندانو کی په شهادت ونه رسیدل هغه شپږم کسان یی چه یوه اونی مخکی به شهادت ورسول یی ښه بیلګه ده… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x