نظــر

نازم بچشم خود که جمال تو دیده است

قاري سعید

انا لله و انا الیه راجعون . نن مې د هغه چا د وفات خبر واورېد چې له خپل شخصي نظر او برداشته راته  د دې زمانې تر ټولو ستر او رسیدلی انسان ښکارېدو،دعلم، عمل، اصلاح او ارشاد د ډګرونو میړنی قطب المشائخ جناب خلیفه داد محمد غزنوي صاحب . چې د هجران د رفع کولو لپاره یې د مولانا صالح خراساني له لاندنیو ابیاتو پرته  نور داسې توري نلرم چې دغه تأثرات پرې پیل کړم.

نازم به چشم خود که جمال تو دیده است
افتم به پای خود که به کویت رسیده است
هر دم هزاربوسه زنم دست خویش را
کو دامنت گرفته بسویم کشیده است
در زر بگیرم از ره تعظیم گوش را
کآواز جانفزای تو روزی شنیده است
هوش و خرد فدای دل خویشتن کنم
کز جام تو شراب محبت چشیده است

مرګ حق دی، ټول به مرو، خو د ځینو انسانانو مرګ ځکه فوق العاده المیه بلل کیدای شي چې په رحلت یي دنیا د معنوي افلاس په ټغر کیني،چې له همدې ځایه بیا وایي: موت العالِم موت العالَم.

مرحوم قطب المشائخ خلیفه داد محمد غفرله الصمد واقعا د همداسې انسانانو له جملې څخه و،چې په تګ یي انساني جامعه خواره معلومیږي،نوموړی په دې زمانه کې چې ددین یوه بشپړه شعبه( د تصوف او تزکیې لاره) له خورا بحراني حالت سره مخامخ ده، د افراط او تفریط په غشو زخمي شوې او یوه لویه کتله مسلمانان ترې بشپړ انکار کوي،خو خلیفه داد محمد صاحب دهغو واقعي،باعلمه او معتدلو صوفیانو له جملې و، چې دا لاره یي له خپل ټول آب او تاب سره په خپله اصلي بڼه داسې پاللـه چې په لیدو، صحبت او تعلق یي هر چا د تسلیم او حق بللو سر خوځاوو.

تصوف او د تزکیې لاره

د ځینو په وړاندې تر ټولو لوی سوال د تصوف تعریف، پیژندل او دیني توجیه ده چې آیا واقعا دغه لاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم وظیفه او میراث ده؟ یا کومه دیني ریښه لري او کنه؟

ددې پوښتنې د ځواب لپاره به په لنډو عرض کړو،چې تصوف د تزکیې دوهم نوم دی،تزکیه دانسان د باطن، زړه او روح تصفیې ته ویل کیږي،چې له باطني امراضو لکه کبر،حسد،ریا او نورو مضرو امراضو څخه تصفیه او تزکیه شي.

د ټولو پیغمبرانو او خصوصا زموږ او تاسو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وظیفه لکه څنګه چې د نازل شوي کتاب او حکمت تعلیم و همداسې یي د بندګانو تزکیه هم له اساسي دندو څخه وه چې الله تعالی ورته داسې اشاره کوي. (یعلمهم الکتاب والحکمة و یزکیهم)داسې پیغمبر چې خلکو ته کتاب او حکمت ورښیي او د هغوی تزکیه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې صحابه کرامو ته قرآن کریم او دیني علم ورښود، دهغوی باطني تزکیه یي هم کوله، د ایمان راوړلو په مهال یي له ښځو او نارینه وو نه بیعت اخیست او په خپل صحبت سره یې د هغوی باطني اصلاح کوله، خو فرق دا و چې هغه پیغمبر او د ډیرو لوړو کمالاتو څښتن و،چې یوازې صحبت یي د ټولو باطني امراضو د تصفیې او د زړه او روح د تزکیې سبب ګرځیدو،له همدې امله خو صحابه کرام ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوازې مجلس او ملګرتیا دولایت درجو ته رسیدلي و او د رجالو د علم څښتنان په دې اتفاق لري چې صحابه ټول عادلان وو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وفات سره چې د معصومو انسانانو(پیغمبرانو) دوره پای ته رسیږي او حتی دمحفوظو خلکو(صحابه کرامو) دور هم تیریږي.نو په انسانانو کې داسې د کمال څښتنان نه پیدا کیږي چې په یوازې صحبت سره یي نور انسانان له باطني امراضو تصفیه شي. دغه مهال لکه څنګه چې د قرآن د تعلیم لپاره د تدریس او د احادیثو د حفظ او اسنادبیلابیلې طریقې رامنځته کیږي، د تزکیې لپاره هم دوخت لویان د خپلو تجربو په بنیاد بیلابیلې طریقې رامنځته کوي.ځیني د سبا او ماښام د اذکارو په توسط د بندګانو باطني تصفیه کوي،څوک د ذکر د حلقو،اجتماعي ذکر ،جهریه ذکر، معینه اندازه درود شریف یا کلمې طیبې په ویلو او یا هم نورو اذکارو په توسط د انسانانو باطني تزکیه او له امراضو خلاصون اغیزناک بولي او د نقشبندیه طریقې د مشائخو غوندې ځیني د تزکیي امامان خفیه او د پټې خولې ذکر په تزکیه کې تر ټولو مؤثر بولي. مطلب داچې د تزکیې بیلابیلې طریقې چې مشهورې یي څلور دي، په اصل کې په تجربو بناء هغه نسخې دي چې بیلابیلو امامانو دتزکیې لپاره اغیزناکې بللې،لکه څنګه چې د ظاهري امراضو د شفاء لپاره حکیمانو جلا جلا نسخې رامنځته کړي، د باطني تزکیي لپاره دغسې بیلابیلې طریقې رامنځته شوې چې غایه او مقصد د ټولو یو دی چې هغه پیغمبري وظیفه اداء کول اوله باطني مهلکو امراضو څخه دانسانانو تزکیه ده.که په تزکیه څوک دا سوال کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې دغه طریقې نه وې؟ د هغوی د ځواب لپاره کافي ده ووایو،چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د تزکیې مروجه طریقې نه وې مګر تزکیه وه، لکه څنګه چې هغه وخت د تعلیم مروجه طریقې لکه،صنف واره مدارس، دورې، کورسونه  او عالي تحصیلات نه ول مګر علم و او تعلیم یي هم روان و.

قطب المشائخ رحمه الله

جناب خلیفه داد محمد صاحب د تصوف د نقشبندیه مجددیه طریقې مرشد و،دغې طریقې ته ځکه مجددیه وایي چې یو له لویو امامانو څخه یي د دوهمې زریزې نوښتګر امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله دی.نوموړي ته ځکه مجدد وایي چې د دوهمې هجري زریزې په لومړیو کې، هغه مهال چې په هند کې د اکبر باچا د ګمراهیو اوپه نړیواله کچه د ځینو تش په نامه صوفیانو د اغراق او تفریط له امله اسلامي جامعه د سختې ګمراهۍ تل ته لویدلې وه،نوموړي  د حقیقي تصوف په رابرسیره کولو او د تزکیې د مفاهیمو په تجدید سره یي ددین یوه بشپړه برخه د سقوط او انحراف له خطره وژغورله،نوموړي د وحدة الوجود د خطرناکې مفکورې په ځای د وحدة الشهود مفکوره مطرح کړه او د وجودیه وو د ( همه اوست) د مقولې په عوض یي د ( همه ازاوست) مقوله پرځای وبلله.

په افغانستان کې د نقشبندیه مجددیه طریقې مرشدین د کابل په شوربازار کې میشت حضرات وو چې وروسته یي د کابل لویدیځ ته قلعه جواد کې سکونت اختیار کړ، ددوی د طریقې د ډیر محبوبیت او مستقیم  پاته کیدلو یو لوی علت دا وچې د ارشاد کار یي د صالحو علماء کرامو په لاس کې و، هر جاهل امي، ټګ او بي عمله یي د خلافت دعوه نه شوی کولای،ځکه ددوی مخته د مجدد صاحب هغه قول پروت و چې : که دولایت په کوم دعوه دار کې د یوه ویښته په اندازه د نبوي سنتو خلاف عمل موجود وي هم ولایت یي د اعتبار وړ نه دي.

د قلعه جواد د حضراتو جناب ضیاء المشائخ ،رئیس صاحب او نورو رحمهم الله له جمعي شهادت وروسته په وروستیو کلونو کې ددې طریقې ترټولو مشر خلیفه جناب داد محمد خلیفه صاحب بلل کیده چې خپلو متعلقینو ورته د قطب المشائخ لقب ورکړی و.

جناب قطب المشائخ صاحب مي لومړی ځل په ۱۹۹۹ میلادي کال کې ولید،هغه وخت چې د غزني په نورالمدارس فاروقیه مدرسه کې مې د حفظ دور کاوو.خلیفه صاحب خورا خوشرویه، ملیح او ارام سړی و، چې همیشه به یي په منوره څیره موسکا غوړیدلې وه، د نورالمدارس مدرسې په انګړ کې یوه د څو اطاقونو ځانګړې ودانۍ ده چې سلامخانه یي بولي، دا د قلعه جواد د حضراتوکرامو خصوصي میشت ځای و،خلیفه صاحب د همدې ودانۍ په یوه کوچني یو نفره اطاق کې اوسېدو، مازدیګر مهال به یي په مسجد کې ختم خواجګان کاوو، د ذکر دا مجلس به بشپړ آرام او روح بښونکی و، هیڅکله مې بې ځایه چیغه یا شور او شغف په کې نه دی لیدلی. له ماښام مخکې د نورالمدارس د څنګلورې دښتې هغه روح بښونکي فضاء چې اوس هم رایادوم نو زړه مې له شوقه په ټوپونو شي، د مدرسې لویدیځ او شمال پلو دښته کې به  هلته طالبانو والیبال کاوو، بل ځای به د فوټ بال لوبه روانه وه، آخو دیخوا به یو یو طالب کتاب په لاس د قوانین زرادي، صرف میر یا کوم بل کتاب په حفظ بوخت و، چیرته به د کوم قاري د تلاوت او ګردان غږ هم تر غوږ کیدو، هلته به د ناني کلي لخوا ځینې طالبان د توتو له  میلې په راستنېدو وو، لمر به ډوبیدونکی و، جناب خلیفه صاحب به د دښتې په بله پیڅه کې چیرته دکاریز د سپرغې په غونډۍ خاورو ناست و او په مینه ناک نظر به یي ترهغو  د طالباني ژوند ددې هیجاني نړۍ ننداره کوله چې د نورالمساجد له میناره به د ماښام د آذان ملکوتې انګازې راپورته شوې.

وروستی دیدن

تیر کال همدا شپې ورځې وې، د شعبان میاشتې وروستۍ لسیزه وه، له څو ملګرو سره مو غزني ښار ته د جناب خلیفه صاحب د لیدو په نیت سفر وکړ، د غزني ښار په پلان سه سیمه کې مو په تکلیف دنوموړي د زوی کور پیدا کړ،دا مهال په واغز کې جنګ و چې له امله یي ځینو کورنیو د امن په خاطر د خلیفه صاحب کور ته پناه راوړې وه، خلیفه صاحب د ضعف په داسې حال کې و چې د میلمه تر خونې نه شوای راتلای. خو زوی دي یي خیر یوسي زموږ د دیدن په وړاندې مانع نه شو، موږ یي کور ته د خلیفه صاحب د اوسیدو اطاق ته وروستلو، وروسته له کلونو مو یو ځل بیا په هغه  خوشرویه او روښانه څیره سترګې خوږې شوې. خلیفه صاحب دومره ضعیف و چې له ځایه یي حرکت نه شوای کولای،په وجود کې یي یوازې  هډونه،رګونه اوورباندې ویړ پوست پاته و، یوه شیبه ورسره کیناستو، د سترګو په اشاره او ضعیف غږ یي له هر ملګري سره دوباره پوښتنه وکړه، خو موږ ته یي یوازې مینه ناک نظر او یوه شیبه ناسته مهمه وه. په وروستي ځل مو لاسونه ورښکل کړل او بیا مو ورسره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

تیره ورځ خبر شوم چې هغه د الله تعالی رښتینی دوست نور په دې خاورینه نړۍ کې نشته. رښتیا به هم نه وي،ځکه ددغسې عاشقانو لپاره یوازې الهي دیدار اوجوار ښاییږي.

چنین قفس نه سزای چو من خوش الحانیست

روم بگلشن رضوان که مرغ آن چمنم

رحمه الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احسان الله تینگار

خلیفه صاحب واقعا یو روحانی شخصیت او د تصوف د لاری سر لشکر وو. ولی نن زه واقعا د هغه په وفات خوشحاله شوم حکه کله چی می د هغه کتاب په نامه د نور البصار وولوست په هغه کی لیکلی چی مونز شیخان پاک الله د اس او خره په شکل نعوذ بالله ولیدل چی تاسو دا کتاب د غزنی په کتاب پلورنحی مندلی شی. هزار افسوس خورم په داسی تصوف او مرشد چی د خلکو د گمراهی لپاره راز راز بدعتونه او فتنی منح ته راوری او د توحید او تقدس منکرین دی . اوس دا دی په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x