افغانستان

د سولې څلور اړخيزه ناسته په اسلام اباد کې ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د څلور اړخيزې ناستې پنځمه غونډه په اسلام اباد کې کيږي

د افغان سولې په اړه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزه ناسته د راتلونکې چهار شنبې په ورځ اسلام اباد کې جوړيږي.

د بهرنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې تېره مياشت افغان حکومت پاکستان سره د سولې په اړه خپل پرېکون اعلان کړ او له پاکستانه يې د طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو غوښتنه وکړه، له هغې وروسته دا لومړی ځل دی، چې څلور اړخيزه غونډه جوړيږ او حکومت په کې د ګډون پرېکړه کړې.

تېره فبروۍ، چې د څلور اړخيزې ناستې په څلورمه غونډه کې طالبانو ته د خبرو بلنه ورکړل شوې وه او ټاکل شوې وه، چې په مارچ کې به طالبان په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي، مګر طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو پر امريکا د جګړې خپرولو تور ولګاو او زياته يې کړه، چې دوی به په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي.

ولسمشر غني تېره مياشت ملي شورا ته په خپله وينا کې پرېکړه کړې وه، چې نور له پاکستانه د سولې هيلې نه لري او ټينګار يې کړی و، چې پاکستان بايد دغه هېواد کې د طالبانو پر ضد پوځي ګامونه واخلي.

پاکستان ټينګار کوي، چې د سولې خبرې بايد په سوله‌ييزه توګه وشي، طالبانو ته نور وخت هم ورکړل شي او جګړه بايد وروستۍ خبره وي.

دا چې، اوس افغان چارواکي په دغه غونډه کې ګډون کوي لامل يې تر اوسه نه دی روښانه.

د بهرنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې د امريکا او چين د پرله پسې فشارونو له امله حکومت اړ شو، چې په دغه غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

ولسمشر ملي شورا ته په خپلو خبرو کې د طالبانو پر ضد د جګړې اعلان کړی او قضايي ارګان ته يې سپارښتنه کړې، چې د طالب بنديانو پر ضد هر ډول سخته سزا اعلانولای شي، دوی يې ملاتړ کوي او امنيتي ځواکونه تيار دي، چې د دغو قاضيانو ساتنه وکړي.

د سياسي چارو شنونکی ډاکټر فيض محمد ځلاند د حکومت پر دې اعلان نيوکې کړې، چې ولسمشر سوله له پاکستان څخه غواړي او جګړه بيا د طالب پر ضد اعلانوي.

د ښاغلي ځلاند په وينا که حکومت سوله له پاکستانه غواړي، نو جګړه هم بايد د پاکستان پر ضد اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x