ورزش

د اروپا د سرو زرو بوټ به سواریز ته ورکړل شي

د اروپا د سرو زرو بوټ به سواریز ته ورکړل شي

نن ټکی اسیا (دوشبنه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د لالیګا سیالیو په دغه فصل کې د بارسلونا لوبډلې مشهور او تکړه لوبغاړی سواریز د نړۍ مشهورو لوبغاړو ته ماتې ورکړه.

کله چې د لالیګا پای ته رسیدو ته پنځه اونۍ پاتې وې نو د ریال ماډرېډ کریسټیانو رونالډو تر ټولو زیاتو ګولونو ترسره کوونکی لوبغاړی و خو یوازې په وروستیو پنځو اونیو کې سوارز وتوانید ۱۴ ګولونه ترسره کړي.

سواریز د لالیګا په دغه فصل کې په مجموعي ډول ۴۰ ګولونه ترسره کړي چې بارسلونا د رسمي ویب پاڼې په وینا نوموړی د پي جي جي جایزې چې په لالیګا کې تر ټولو زیاتو ګولونو وهوونکي ته ورکول کیږي په ګټلو بریالی شوی.

د بارسلونا د فوټبال کلب رسمي ویب پاڼې خپل راپور کې همداراز لیکلي چې سواریز په لیګ کې د غوره لوبې له امله د اروپا د سرو زرو بوټ هم ګټلی. له دې وړاندې یوازې میسي او کریسټیانو رونالډو هغه لوبغاړي ول چې په یو ځل دواړه جایزې ګټلې وې.

په لاندې جدول کې د لوبغاړی نوم، لوبډله، د ګولونو شمیر او نمرې کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x