التجا

تا د خپل مخلوق

موږ ته هغه برخه راكړې

چي نه په ځناورو

نه په انسانانو كي راځي

ما هيچيري ځناور ليدلى نه دى

چي يې خپل ورور وي وژلى

خو ستا دې نازولو

دلته ستا قانون بدنام كړ

دې بدمرغه خلكو

په سرو مېخونه ټك وهل

نن يې بيا، د بل په سوان باندي

چاړه خپله تېره كړه

ستا د ميني تر نوم لاندي

زما سر پرې كول غواړي

زه پوهېږمه زما ربه !

خو رښتيا ويلى نه سم

څوك چي ستا په لاره تللي

ستا بندګان يې مخ كي خنډ سي

بې پوښتني ژوند ترې واخلي

اې ربه!

نور هيڅ نه درنه غواړم

دا فرياد زموږه واوره

چي په چيغو چيغو وايو :

اې ربه!

نور يې واخلې يا يې سم كړې

خو موږ كړه ترې بې غمه

محيب رحمتي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.