نړۍ

پر سوریه د امریکایي برید نېټه په ډاګه شوه

د امریکا د دفاع وزیر چیک هیګل له هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته چې پرون یې پر سوریې باندې د امریکا له لوري د احتمالي برید په تړاو کړي وې.د امريكا این بي سي ټلويزيوني كانال څرګنده كړه چې پر سوريې باندې به د امریکا له لوري د پنجشنبې په ورځ راكټي بريدونه پيل شي او درې ورځې به دوام وكړي.

بل پلو ته د سپينې ماڼۍ وياند وایې، چې اوباما ډپيلوماټيكي هلو ځلو ته دوام وركوي او د نظامي عملياتو په اړه يې تر اوسه پورې غوڅه پرېكړه نه ده كړې. وياند دا هم زیاته کړه ،چې اوباما د كاناډا، آستراليا او انګلستان د هېوادونو د لومړيو وزيرانو سره د ټېلفون په كرښه خبرې وكړې.

اوباما د تېرو درېو ورځو په اوږدو كې د دويم ځل لپاره د ډېوېډ كامرون سره د ټېلفوني خبرو پرمهال د كيمياوي بريد په وړاندې د نړيوالې ټولنې د احتمالي ځوابونو په اړه خبرې وكړې. دواړو پرېكړه وكړه چې په نیږدې راتلونكې كې به هم يو بل سره خبرو-اترو ته دوام وركوي. وياند په دې هم اعتراف وکړ، چې په سوريه كې د كيمياوي وسلو د استعمال په اړه هيڅ ډول شك نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x