افغانستان

زرګونو هزاره ګانو کابل کې لاريون پيل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): کابل کې د ترکمنستان برېښنا د مسير د بدلون په اړه زرګونو کابل مېشتو هزاره ګانو د ښځو، ماشومانو او سړيو په ګډون لاريون پيل کړی.

د هزاره ګانو مردمي شورا وايي، چې د ټوټاپ پروژې ۵۰۰ کيلو واټه برېښنا مزي بايد د سالنګ پر ځای له باميانو تېر شي، د دې لپاره يې پراخ لاريون پيل کړی او غواړي، چې تر ولسمشرۍ ماڼۍ ځانونه ورسوي.

د کابل امنيتي ځواکونو ولسمشرۍ ماڼۍ ته تللې ټولې لارې تړلي او اعلان يې کړی، چې هېڅوک بايد له قانونه سرغړونه ونه کړي.

لاريون کوونکي ده افغانانو سره راټول شوي او غواړي، چې تر ولسمشرۍ ماڼۍ ځانونه ورسوي.

لاريون کوونکي وايي، چې د دوی موخه د ارګ نيول نه دي، بلکې د خپلو غوښتنو د رسولو لپاره تر ولسمشرۍ ماڼۍ ځي.

د کابل د عامه نظم د پوليسو مشر جنرال سيد احمد علي حسن زاده کابل کې رسنيو ته وويل، چې هر څوک د سوله‌‌‌‌ييز لاريون حق لري، مګر که چا تاوتريخوالي ته لاس واچاو او يا يې له قانونه سرغړونه وکړه، پر ضد به يې قانوني ګامونه واخيستل شي.

تېره ورځ هم د باميانو او کابل هزاره وکيلانو پارلمان کې پر دې خبره جنجال کړی و، چې د ټوټاپ پروژې مزي دې د خپل مسير پر ځای پر باميانو تېر شي.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش څو ورځې وړاندې د برتانيې سفير ته هم ويلي و، چې د ترکمنستان د برېښنا تارونه بايد د باميانو له لارې وغځول شي، مګر د برتانيې سفير ورته ويلي و، چې دا د افغانستان داخلي موضوع ده او دوی په کې مداخله نه شي کولای.

سرور دانش زياتوي، چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه، چې د يادې برېښنا مزي به د باميانو له لارې تېريږي او د ده په وينا، که ولسمشر له خپلې ژمنې په شا شي، نو دی به خپله دنده پرېږ دي.

د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق هم ننني لاريون ته په خپلو خبرو کې ګواښ وکړ، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، دوی به ورسره خپلې همکارۍ ته د پای ټکی کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x