بغلان ولایتي شورا غړی: چارواکي د امنیتي وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولایتي شورا غړی «بسم الله عطاش» وايي چې د دې ولایت امنیتي وضعیت ډیر خراب دی او د چارواکو هغه څرګندونې حقیقت نه لری چې ګویا په بغلان کې امنیتي ستونزې شتون نه لري.

هغه وايي چې د تېرې جمعې ورځ راهیسې طالبانو د سرخ کوتل، کوچ چنار، قیصر خېل او مرکزي بغلان په سیمو کې خورا زورور بریدونه پیل کړي چې یو شمېر سیمې یې هم له دولتي ځواکونو څخه نیولي دي.

ښاغلی عطاش زیاتوي چې طالبانو د یوې شپې او ورځې سختې جګړې په نتیجه کې د سرخ کوتل په سیمه کې د مبارز بیس تر نیولو وروسته په اور وسوځاوه او مبارز بلې سیمې ته په تېښتې بریالی شو.

د هغه په وینا، دا څلورمه ورځ ده چې مبارز په دوهم پناه ځای کې هم له څلورو اطرافو څخه تر کلکې محاصرې لاندې دی، خوراک، څښاک، دوايي او وسلې نه لري او حکومت له همدومره هوايي قوتونو، سپیشل فورس، توپ او ټانګ باوجود نه دي توانیدلي چې مرسته یې وکړي او د طالبانو له کلابندۍ يې وژغوري.

نوموړی زیاتوي چې د بغلان والي سره یې تېره ورځ کتلي او هغه ورسره ژمنه کړې وه چې همدا نن شپه به مبارز د کلابندۍ څخه ژغورل کیږي، خو په خبره یې، مبارز لا هم د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی.

د بغلان ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش له رسنیو سره په څرګندونو کې ویلي چې طالبان د پلخمري ښار په «څو قدمۍ» کې موقعیت لري او خلک د امنیتي وضعیت له اړخه سخت اندیښمن دي. نوموړی د چارواکو هغه څرګندونې ناسمې ګڼي چې په بغلان کې امنیتي وضعیت ډاډمن دی. هغه وايي:

«یو واقعیتونه دي او بل د دولتي چارواکو څرګندونې دي، زه د ولس نماینده یم، ما ته ټول حقایق معلوم دي، د چارواکو څرګندونې د واقعیتونو څخه سره په ټکر کې دي، مونږ د بغلان امنیتي چارواکو څخه اورو چې په ولایت کې ستونزې نه شته، وضعیت تر کنټرول لاندې دی، که وضعیت ستا کنټرول لاندې وي بیا ولې د ټانګ، توپ، مسلحو ځواکونو، سپیشل فورس او جنګي الوتکو په شتون کې د پاخه سړک په څلورسوه مترۍ کې د مبارز لپاره مرسته نه شې ورلیږلی؟».

ښاغل عطاش ټینګار کوي چې د بغلان امنیتي چارواکي د حالاتو غلط انځور وړاندې کوي او د امنیت شورا، وزیرانو او ولسمشر ته حقیقي او رښتیني راپورونه نه ورکوي.

نوموړی په ځینو سیمو کې د دولتي ځواکونو لاسته راوړنې مني، خو دا «لنډمهاله بریا» بولي او په خبره یې، ښايي دولت نن د پلخمري څخه جګړه په شا وتمبوي خو په سبا بیرته طالبان د پلخمري ښار په دروازه کې دریږي.

د بغلان ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش وايي چې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمینځ هماهنګي نه شته او نه هم یوه مشترکه قومانده شتون لري. د هغه په باور، همدا لامل دی چې له امنیتي ځواکونو څخه د طالبانو د مقابلې لار ورکه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د