شعـــــرونه

د خلیفه صاحب دادمحمد غزنوی یاد ته!

خالق یار احمدزی

رانه لاړلې محبوبه د اسلافو افتخاره
دستا هجر راته سخت شو اې د خوږو زړو سرداره

د مدار په څوکو بیاتورې تیارې چې شوې څرګندې
ماښامونه پرې غمجن شو ستوری ووت له قطاره

د ګلاب پاڼې رژیږي بورا ځکه په ژړا دی
په اغزیو هم خزان دی هیله نشته له بهاره

کتاب پروت دی په ګردو کې بيا دچا سترګې شوې پټې
رب دې وکا چې څوک پورته کړي د پلار نیکه دستاره

مجدد درباندې ویاړی نقشبند کړي په تا فخر
باغیچه دحضراتو د کابل چې شوې مالیاره

افتخار د غزنیویانو اوستر ویاړ د هیوادوالو
ربه ورکړی جنتونه اې خالق پروردګاره

د غزنی دتاریخ یاده، د ابدال د تورې ننګه
دپامیر شمشاد باتوره د افغان طالب یادګاره

کاروانونه دمشرانو عالمانو رانه لاړل
اوښکې پاکې کړه راځي انقلابونه خالقیاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x