شعـــــرونه

درويشتمه انلاين فی البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر( عرفان الله عرفاني صاحب ) د فيس بوک پردېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!
د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي ( چنار ټکور صاحب ) د شعر په مطلع پيلوو په همدې قافيه او رديف يې راپيل کړئ!

ترږمۍ ده لاره پاتې ده لا مخته
وخت هم پروت دی لکه غر د رڼا مخته
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ملت زخم پټۍ او درمل غواړي
روغ رمټ به نشي څوک تر دوا مخته
احمد مختار

څو ځوانان لکه د غره په څېر ولاړ دي
د غربي ډېمکراسۍ او وبا مخته
جواد څارګر

د تيارو بهير که څومره لا اوږدېږي
شپه به هلته تېروم د سبا مخته
عبدالمالک ستانېزی

شازلمي دي بيا روان د بلا مخته
انقلاب به را ولي د دنيا مخته
حبيب الله سيال

فدايي جانانه رعب ته دې حيران يم
هيڅوک نشي ټنګېدلی د ستا مخته
ارشاد الله عقابي

فدايان دي پاک قرآن نه قربانېږي
همېش غواړي ګران وطن ته ښکلا مخته
حضرت الله صديقي

موږ نږدې يو ننوځو په درشل يو
ان شاالله د رېښتوني سبا مخته
اجمل صابر

له مودو پس يې پوښتې ته ورځمه
يو ګېډۍ ګلان کېږدم د اشنا مخته
خپلواک افغان

په زړګي کې مې وي ښې ډېرې خبرې
چوپه خوله پاته شم زه د اشنا مخته
محمد يونس فرقاني

مجاهد جانانه غوږ دې راته کېږده
څو خبرې درته کړم له دعا مخته
عرفاني

منصوريان به دې وخت تيارې کړي ماتې
راوړي زېري د رڼا زما او ستا مخته
محب الله شهير

د کافرو دا بدرنګه غلامان ټول
سپېلني شه مجاهده د ستا مخته
حامد ماليار

خدايه تل د خپل کرم وزرې راکړه
سخته لاره د صراط ده زما مخته
حيدري جان

ځه سنګر ته شه روان طالبه ګرانه
تياری وکړه د ځان له غزا مخته
عمري

له همت نه دې قربان شم مجاهده
چې سينه دې کړله سپر د بلا مخته
اسير

که فنا کې بقا غواړې ځان شيدا کړه
خوږ وصال غواړي اغزنه ښکلا مخته
عبدالرحمن محمود

اعتبار په ژوندون نه دی پکار وروره
له سر لاندې وصيت ږده له سبا مخته
ملا محمد مطمئن

وايي هغه دی پلار جان يې هم شهيد کړو
خوار يتيم فرياد کوي د آنا مخته
منصور افغان

په کاته دې نه مړېږم قدردانه
لکه ګوري چې مجنون د ليلا مخته
حميد اشنا

دومره ظلم مه کوه پر مظلومانو
څه به وايي پر محشر د الله مخته
فدايي کاکا

د يو ځوان ږېره او برېت لره مې پام شو
ما ول وی ومې کتل د آنا مخته
مطيع الله جواد

ټول جهان ورته حيران ګوته په غاښ دی
نور ټول هيڅ دي د جانان د ښکلا مخته
عاصم صميم

د غزا پر ډګر ستوری غوندې ښکاري
بيا زلميان دي ور روان د بلا مخته
محمد خان محب

کاش چې څنګ کې يې ژوندون وای رب راکړئ
چې کتلی مې همېش د اشنا مخته
مظلوم افغان

بندي يار مې په تندي ښکلوئ نشم
د پنجرې شاته ولاړ دی زما مخته
عمر بدخشاني

که څوک غواړي چې ټول خلک مخاطب کړي
سوچ او فکر دې کوي له وينا مخته
عرفاني

زما د زړه دغه خيالي دنيا تالا شي
چې ولاړ وي غمازان د ليلا مخته
الهام خراساني

ستوماني او تکليفونه مو منلي
کليسا به نړوو د اقصی مخته
دنګ منار

چا په ژوند کې طالب جان مات کړی ندی
کلک ولاړ دی د دې تورې بلا مخته
عبدالباقي مهاجر

تورې شپې به کړي فنا له هسکو غرونو
که راستون ستون شو سپين سحر د سبا مخته
شعري دنيا

په دېدن يې روژه ماته د هجران کړم
چې وګورمه هردم د اشنا مخته
عنايت الله صديقي

که دې مينه په ريښتيا هم راسره وي
يوه ورځ په انتظار کړې زما مخته
مجاهد حقيار

شاعري د شاعرانو مې خوښېږي
شاعري د عرفاني له هر چامخته
مدثر

شوې قربان په دين اسلام فدايي ځوانه
په خندا خندا به ځې د الله مخته
ابو نظام رحماني

زه چې غلی وم د يار خالي ديدن ته
بې وفا کړ خپل لاس سپر د ښکلا مخته
سيف الرحمن رحماني

ظلم کړه چې څومره لاس کې دې طاقت وي
ته به هم يو ورځ ورځې د الله مخته
وقار تنها

د صليب ژامه به ماته کړي په خوله کې
که يوځل راشي زما د پيکا مخته
وهاج مسافر

خليلي هوډ نه دې ځار شم طالب جانه
په تش لاس يې کلک ولاړ د دنيا مخته
عبدالقدس فاتح

عرفاني بهر را ووځه دروازې ته
زه ولاړ يمه د ستا د کلا مخته
خوږمن مهاجر

تورو شپو سره مو نه لږي نشيبه
ځکه درومو همېشه د رڼا مخته
امان الله نشيب

طالبان يو ژوند به تل په شريعت کړو
زمونږ قران او حديث دي رهمنا مخته
شکرالله شمال

د تقوا په سپينو وړانګو به شي لرې
شپې نېولی تور پلو د صبا مخته
مسروري

شاعري د عرفاني له عرفان ډکه
نا څوي د خلکو زړه له وينا مخته
الهام کاکا

فدايي ډولۍ تياره کړئ چې ورشم
د اعدام د هغې تورې بلا مخته
محمد عمر زرمتی

زه د ستا د حسن يم مريد جانانه
کله ته هم يو نظر کړه زما مخته
ريحان جان ذاهد

مونږ په مينه کې د ټولونه او چت يو
غړی دار ته ورکوو د اشنا مخته
بدر زرمتی

د معشوق غېږې ته تلل اسانه نه دي
لا هم پاتې ده جفا د وفا مخته
نعمت الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x