مصر - په وینو او لمبو کي

خالد بن طلال: د خپل هيواد په واکمن پاڅون کول ناروا بلل او په مصر کې روا بلل، په شريعت لوبې کول دي!

خالد، چې د سعودي د واکمنې کورنۍ د یو مخکښ غړي، طلال بن عبد العزيز زوی، او د مشهور مليونر وليد بن طلال سکنی ورور دی، په خپله ټويټر پاڼه کې يې، د مصر په اړه د خپل هيواد په دريځ خپل نظر څرګند کړی دی، د نوموړي په فکر، د سعودي د واکمنې کورنۍ دغه دريځ په شريعت باندې لوبې کول دی، ځکه دوی په سعودي کې د خپل حکومت په ضد راپورته کیدل نا روا ګڼي، خو د مصر په اړه یې روا او اړين بولي.

نوموړي د دې کار پړه په هاغو واکمنو باندې هم اچولې چا چې د  دغه دريځ مشوره ورکړي.

د سعودي پاچا د روانې مياشتې په نیمايي کې د یوه پیغام په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د سعودي حکومت او ولس د مصر فوځ ترڅنګ د ده په اصطلاح د ترورستانو او شرخوښو په وړاندې کلک ولاړ دي. او زياته يې کړه، چې مصر له بهره پياوړې کېدونکې ترورستي دسیسې ښکار شوی دی، ځکه کينه ګر خلک په مصر کې سوله او ارامي نه غواړي.
خالد بن طلال وايي: مونږ لکه څرنګه چې د سعودي د واکمن پر ضد، په نه پاڅون کولو باور لرو،  همدارنګه باید د نورو هیوادو د حاکمانو پرضد، د پاڅون په نه کولو هم باور ولرو (مطلب يې مصر ؤ).
د الله تعالی د قوانينو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنتو ته د پابندۍ او د سلفو صالحینو د تګلارې د خپلولو په اساس، باور لرو چې د حاکم په وړاندې پاڅون کول نا روا دی، نو له څنګه چې په دې موضوع کې د سعودي د مشر په هکله پاپند يو، نو باید د نورو مشرانو په هکله هم ورته پابند شو. (په دې کې ځينې هاغه هیوادونه شامل نه دي، چې د ظالمو او استبدادي نظامونو په ضد پکې پاڅونونه ترسره شوي وه، ځکه اکثرو علماء‌ کرامو هم د جواز فتوا ورکړې وه).
خو د مصر په ورستي وضعیت کې که له دې صرف نظر شو، چې واکمن منتخب ګوند، د اخوان المسلمين ګوند وه، تر دې چې مونږ ورسره په تګلاره کې هم موافق نه يو، خو که په همدې منتخب واکمن باندې د راپورته کېدو اجازه ورکړو، نو په دې سره به د سعودي عربستان د واکمنۍ په وړاندې د خلکو پاڅون کولو دروازه هم پرانستل شي.

د يادونې وړ ده، له کومې ورځې چې د سعود پاچا عبد الله، د مصر د فوځي کودتا ننګه کړې، او ولسي عام وژنه يې ستايلې، نو له هماغه مهاله د نوموړي په وړاندې بېلا بېل غبرګونه رامنځته شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د سعودي د واکمنې کورنۍ یو مخور غړی، خپل واکمن سياسي دريځ ته د شک په سترګه ګوري او په ډاګه ورسره مخالفت څرګندوي.

 
حاجي معراج الدين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x