نظــر

د ملکی انجینرانو وژل کفر ته خدمت دی

وړمه ورځ مو یو خبر درلود چې د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۶ تنه د ان ایس پي کارکوونکي چې ۴ ېې انجینران ؤ د ناپيژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي دي .

پرون چې دفتر ته راغلم او کمپیوټر مې خلاص کړ لومړی مې خبرونه وکتل لا مې دا خبر نه ؤ لیدلی چې د دفتر مجاهدین ضد کسانو ګنګونسې پیل کړې ….د اسلام ټيکه دارانو خو بیا ملکي خلک وژلي… د انجینرانو وژل کوم اسلام او کوم جهاد دی ……موږ خو له اوله دا خلک پیژندل چې د آي ایس آي ګوډاګیان دي چې هغوی ورته هر څه وايي مني ېې …. دوی اسلام وشرماوه ..او داسې نور

دوی ته مې غږ ونه کړ او نه مې ترې د پيښې په اړه وپوښتل خو زر زر مې د افغانستان سایټونه اود خبري آژانسونو ویب پاڼې وکتلې .

په اکثریت مجاهدین ضد سایټونو کې په هرات کې دطالبانو له خوا د ملکي انجینرانو د وژل کیدو خبر په ډير شد او مد راغلی ؤ .

فیس بوک مې را واړاوه په دې خبر په زرګونو تبصرې شوې وې دوست او دوښمن دواړو غندلی ؤ .

هغو رسنیو چې امریکا او ګوډاګیانو ته ېې په خدمت کې شهرت لري دې خبر ته دومره انعکاس ورکړی ؤ چې حتي نظر پوښتنې ېې کړې وې او په بیلابیل ډول ېې دا خبر مطرح کړی ؤ  .

خو هیچا هم د دې انجینرانو د وژل کیدو ننګه نه وه کړې .

فکر مې وکړ دا به د دوښمن تبلیغات وي او ښايي هماغه پخوانۍ کیسه وي چې د امریکا استخباراتو او د هغوی ځايي لاس پوڅو به په لوی لاس ملکي خلک په تیره میرمنې او ماشومان په ماینونو والوزول او بیا به ېې ډير زر پړه پر طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو واچوله .خبر ته به ېې دومره انعکاس ورکړ چې که طالبانو به بیا وروسته رد هم کړ د دوی تبلیغاتو به خپل کار کړی ؤ او د طالبانو د رد خبره به بیا چا نه اوریده .

په همدې خاطر مې له یوه تن سره سخت او تند بحث هم وکړ او ورته مې وویل چې طالبانو ته د ملکی خلکو وژل کومه ګټه نه لری نه ورته اسلام جواز ورکوی او نه عقل دا ایجابوی چې هغه کسان چې د مرګ په کومي کې اوسیږي او هره شیبه د مرګ او شهادت انتظار باسي خپل لاسونه د بې ګناه او ملکي خلکو په وینو ککړ کړي دا یواځي د اسلام د دوښمنانو کار کیدای شي چې نه دین لري نه ایمان او نه ېې په چا زړه سوځي بلکې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره هر هغه جنایت کولای شي چې دوی ته ېې ګټه رسیږي .

زر مې د طالبانو سایټ خلاص کړ او فکر مې کاوه چې طالبانو به حتماً په دې اړه د پاڼې په سر کې د دې خبرونو تردید کړی وي او په سختو الفاظو به ېې د انجینرانو وژل غندلی وي ځکه د ملا صاحب محمد عمر په وروستي پیغام کې هم همدې ټکو ته اشاره شوې وه .

خو په ډيره حیرانتیا مې ولیدل چې طالبانو د همدې جنایت پړه اخیستې وه او لکه کومه ډيره ستره توره ېې چې کړي وي ویلي ؤ د هرات په ګلران کې مجاهدینو د یوه کمین په ترځ کې ۶ د ملي پیوستون کار مندان ووژل .

ښه طالبانو ولې دا انجینران ووژل ، هغوی څه ګناه کړې وه چې حتی طالبانو ته ېې مرګ روا شوی ؤ ، د طالبانو د مشر ملا صاحب په پیغامونو کې هم تل ویل شوي چې طالبان نه باید ډاکتران او انجینران ووژني . آیا وژل ېې طالبانو ته کومه ګټه لري ؟

څومره چې ما پلټنه کړې او له عالمانو مې پوښتنې کړې مجاهدین د وسله وال جهاد پر مهال یواځې هغه کسان خپله موخه ګرځولی شي چې د کفارو ملاتړي او د صف خلک ګڼل کیږي ، په عملي او مستقیم ډول ېې د کفر ملاتړلې وي اسلام او مجاهدینو ته ېې زیان او کفر ته په فوځي برخه کې ګټه رسیږي . لکه اردو پولیس امنیت کمپاین اربکیان او نور…

خو آیا یو ډاکتر چې دخلکو ژوند ژغوری او یو انجینر چې کار ېې د هیواد آبادی ده سرکونه مکتبونه مدرسې او ودانۍ جوړوي کفر ته ېې څومره ګټه او اسلام ته څومره تاوان رسیږي .

که یو سرک او پل جوړ شی د چا به کور پرې ړنګ شي او که یو ډاکتر په یوه کلینیک کې کار کوي د زرګونو خلکو ژوند ژغوري په وژلو به ېې چاته زیان واوړي د همدې سیمې او هیواد خلکو ته که امریکا ته .

که طالبان یا نور هر څوک چې د ملکی خلکو ډاکترانو معلمانو انجینرانو استادانو اوملکی مامورینو مرګ روا بولی په دې وتوانیږي چې په یوه ورځ دا ټول کسان په افغانستان کې ووژني امریکا ته به ېې څومره زیان ورسییږي ؟

څو کاله وړاندې مې له یوه کس سره بحث شوی ؤ هغه ویل چې نه پوهیږم کوم ملا صاحب وايي صحت عامه ښونه او روزنه فواید عامه او نور ټول د دولت پاېې او بنسټونه دي چې د هرې یوې پاېې په ړنګیدو سره دولت متزلزل کیږي خو دا بیچاره ملا بیا په دې نه پوهیږي چې دا د دولت نه بلکې د ملت پاېې دي څو چې په افغانستان کې دولتونه ؤ او څو به وي همدا برخې به وي د طالبانو په وخت کې هم وې او په راتلونکي کې به هم وي .

 دا یوه پردۍ او د افغانستان د دوښمنانو نظریه ده چې غواړي افغانستان تل د دوی د لوبو ډګر پاتې شي .

د انجینرانو او پوهو خلکو په وژلو نه کفر او نه امریکا ته د یوې ذرې زیان رسیږي خو موږ خپلې سپينې په خپله غوڅوو .

هغه کار چې امریکا ېې نه شي تر سره کولای موږ په لاشعوري ډول ورته همدا خدمت کوو .

که په یوه ملک کې پوه او د لوړو زده کړو څيښتن خلک نه وي د استعمار او ښکیلاک لپاره ډير وړ شرایط لري او ښکیلاکي هیوادونه له خدایه داسې شرایط غواړي .

زه د اوسني وخت مجاهدینو ته وایم تاسې د اسلام وروستی سنګر یاست که تاسو هم په جهاد کې شخصي تنظیمی ګوندی سمتي او نورې اړیکې وپالۍ ،یا د تکبر او غرور له مخی خلک ووژنی ،یا په شعوری او یا لاشعوري ډول خپلې لیچې او وزر په خپله غوڅ کړی او له خپل مسلمان ملت سره دوښمنۍ ته مخه کړی نه یواځې دا چې په خپله به د نابودۍ کندې ته ولویږی بلکې بیا به خلک په جهاد دومره بې باوره شي چې په راتلونکي کې به ېې څوک نوم هم په خوله وانه شي خستی او د دې ټولو مسئول به بیا تاسو وی .

د امریکا او د اسلام د دوښمنانو تر ټولو ستره موخه دا ده چې له مخالفینو او اسلامي ګوندونو د خلکو ملاتړ چې د دوی د ملا تیر ګڼل کیږي ترې واخلي

تاسو فکر وکړی د دې انجینرانو په وژلو مو کوم چا دا کار ستایلی دی ؟

خو برعکس دوښمنانو ته د تبلیغاتو څومره زمینه برابره شوه ؟ اسلام ضد رسنۍ څومره چاغې شوې .

هغوی په لوی لاس د دې ملت د سر سړي وژني بیا پرې تاسو تورنوي او په یوه غشي دوې مرغۍ ولي خو تاسو بیا هماغه کار چې د دوی ستره موخه ده په خپله ورته کوی؟

که د دې هیواد او ملت پوه او د سر سړي چې د هر ملت پانګه ګڼل کیږي تاسې هم وژنئ او امریکا ېې هم وژني نو بیا ستاسو دواړو په منځ کې څه فرق وشو .

نن چې د القاعدې انجینرانو له عادي شیانو د بم جوړول تاسو ته در زده کړل او همدا بمونه او ماینونه د افغان اوسني جهاد د ملا تیر جوړ شوی آیا دا کوم ملا جوړ کړي که انجینر .

ولی تاسو له طالب پرته بل هر چاته د کافر په سترګه ګوری ؟

یو مجاهد انجینر او ډاکتر تر زرو عادی مجاهدینو ښه دی او هم ېې جهاد او هم ملت ته ډيره ګټه رسي .

ولې په زور ځان ته دوښمنان پيدا کوی ؟

که دا خلک له یوې خوا تاسو او له بلې خوا امریکا وژني نو چیرته لاړ شي ؟

که دا انجینران په مؤسسو او ملکي برخه کې کار ونه کړی تاسو ورته د کار زمینه برابرولای شی ؟

او که له ۲۰ کاله تعلیم وروسته درمې پوولو ته مخه کړي سره له دې چې نن امریکايي وحشیان نه دهقان او نه هم شپون په کراره پریږدي .

نن باید تاسو د دې ملت د خلکو په زړونو حکومت وکړی نه پر جسدونو!!!!

ډاکتر عمادالدین پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x