نظــر

غرب د خپله رویه کی بدلون راولی

فکرونه او نظریات منحرف شوی، احساس مړ شوی، په نړیوالو اصولوو، عقیدی او انسانی کرامت باندی حوس، غرور او مادیاتو پښه ایښی. خو بل لور ته  برحقه عقیده پیاوړی شوی.  په اسلامی امت کی د ظالم په وړاندی د حق ویلو کلتور رواج موندلی. د غرب د شعارونو او نظریاتو تر شا پټی دسیسی بربنډی شوی او اسلامی امت انشأالله د یو کیدو په حال کی ده.
 د بی ګناه انسانانو د وژنی د مخنیوی په خاطر چی کوم نړیوال تنظیمونه رامینځ ته شوی د دوی د رامینځ ته کیدو اهداف او مقاصد تر سوال لاندی راغلی. ددی تنظیمونو په رأس کی ناست د نړی ستر قوتونه نن د ټولی نړی د جنګ او امن فیصلی کوی. خو د دوی فیصلی او کړنی د دوی په لاس له جوړ شویو اصولو او منشور سره په ټکر کی دی. که لیبیا د امریکایانو په وژنو کی ښکیل او تورن وپیژندل شی نو د یو امریکایی په بدل کی له قذافی څخه یو ملیون ډالر تاوان اخستل کیږی. لاکن بلی لور ته د یو افغان د ژوند قیمت یوازی لس زره ډالر دی هغه هم که د دوی خوښه وی که نه نو هیڅ ارزښت نه لری. که په امریکا کی خلق ووژل شی نو د پنځه څلویښتو هیوادونو ائتلاف د ملل متحد تر سیوری لاندی رامینځته کیږی. خو که په افغانستان، شام او مصر کی بی ګناه کسان له مینځه ځی نو هیڅ خبره نه ده.
په حقیقت کی غرب غواړی چی موږ نه یوازی په فیزیکی توګه کمزوری کړی بلکه غواړی چی په روانی او روحی توګه مو هم وڅپی.  دا سلسله خو د پخوا نه روانه ده. د مسلمانانو د خوشحالی(اختر)  په ورځ د عراقی ولس مشر صدام حسین  اعدامول یی یوه ښه بیلګه ده. د مصر د حکومت ړنګیدل او په مقابل یی د امریکی او غرب چپتیا، په ترکیه کی د طیب اردګان د حکومت په خلاف تبلیغاتی جنګ، په برما کی د مسلمانانو قتل عام او داسی نور. په دغو ټولو مواردو کی غرب د دیموکراسی او د بشر د حقوقو د اصولو  خلاف په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ظلم او بشر ضد کړنو حمایت کړی. دا ټول هغه څه دی چی هغه د ملل متحد او دیموکراسی تر شا پټی دسیسی او پلانونه په ډاګه کوی.
د شوروی اتحاد د ماتی نه وروسته غرب د مسلمانانو او اسلام په مقابل کی نوی سنګر خلاص کړ. په افغانستان کی امریکا شوروی اتحاد په خلاف له مجاهدینو سره هر راز مرسته وکړه. خو د مجاهدینو د بریا نه وروسته یی دوی ته دا موقع ورنه کړه چی په افغانستان کی یو اسلامی نظام قائم کړی. زموږ مشرانو هم پدی برخه کی ډیر اشتباهات وکړل. خو نړیوالی ټولنی هم د یو منظم پلان له مخی ددی کار مخه نیوله.
په ډیرو قضیو کی چی هغه د اسلامی دولتونو او ټولنو پوری تړاو لری ملل متحد اوهم نورو نړیوالو تنظیمونو خاموشی اختیار کړی ده. خو پښتنه دا ده چی آیا دا چپتیا به د دوی په ګټه تمامه شی او که په تاوان؟ آیا نړیوالو ټولنو تر مینځ امتیازی سلوک به په نړی کی د امن او ثبات فضا قائمه وساتلی شی؟
د دیموکراسی پیروان که له یوه پلوه د دیموکراسی د پیاوړتیا او حاکمیت خبری کوی خو له بل لوری مسلمانانو ته دا حق نه ورکوی چی په خپل هیواد کی اسلامی نظام جوړ کړی حتی دوی دغه اسلامی سیاسی ګوندونه د نورو سیکولر ګوندونو تر څنګ هم نشی زغملی او په مقابل کی یی راز راز خنډونه جوړوی.
د انصاف او عدالت نه پرته په نړی کی امن نشی قائمدی. هغه کسان چی په جنګ کی خپلی ګټی وینی او په قصدی ډول د خپلو اقتصادی او سیاسی ګټو په خاطر په خپله ځان لپاره دښمنانان را پیدا کوی، باید پوه شی چی نور د نړی ولسونه په خاصه توګه اسلامی امت په تشو شعارونو نشی دوکه کیدی. له دی څخه مخکی چی د نړی ټول مظلوم ولسونه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره سرکونو ته راووځی، ښه به دا وی چی د دوی معقولی غوښتنی ومنل شی او د یو بام او دوه هواوو کلتور له مینځه یووړل شی. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x