نړۍ

له لاریونو وروسته سوريي ته د ایراني فوځيانو لیږل ځنډول شوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل) : د سوريي د حلب ولایت په طومان سیمه کي د ګڼ شمیر ایراني فوځيانو او ایراني پلوه ملیشو له وژل کیدلو څخه وروسته په ایران کي سوريي ته د  فوځيانو د لیږلو په غبرګون کي د جنرال قاسم سلیمان په خلاف پراخ لاریونونو سوريي ته د ایران فوځيان لیږل ایراني چارواکو ځنډولي دي .
د بسیج خبري اژانس هم له شام څخه د تازه را ستون شوي فوځي قومندان کاظمي له قوله دا خبر ورکړی چي ایران سوريي ته د افرادي قوت لیږل ځنډولي دي خو نظامي وسایل لا هم پریمانه لیږي .
د یاد اژانس له قوله کاظمي دا څرګندوني په طومان کي د وژل شویو ۱۳ ایراني فوځيانو د خښیدلو په مراسمو کي کړي ، نوموړي زیاته کړي چي دی په دي مراسمو کي د ایران د حکومت د رسمی نماینده په حیث ګډون کوي .
د فارس خبري اژانس هم شام ته د فوځيانو د لیږلو ځنډول تاید کړي او ویلي يي چي اګر که علامه کاظمي شام د فوځیانو د لیږل د ځنډ خبره کړي ، خو د سپاه پاسداران یو تن لوړ رتبه قومندان مرتضی صفاري سوريي ته د ۱۰۰ تنو فوځيانو او افسرانو د لیږلو د تیاري خبره کوي .
د یادني وړ ده چي تیره هفته د سوريي د حلب ښار په خان طومان سیمه کي د جیش الفتح ایتلاف سره په جګړه کي د ایران د سپاه پاسداران لسګونه سرتیري او د ایران له لوري د لیږل شوي ملیشو (فاطمیون) ګڼ شمیر کسان ووژل شول ، له دي جګړي څخه وروسته د ایران د بهرنیو عملیاتو د قومندان( قاسم سلیماني) په خلاف پراخ لاریونونه وشول .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x