افغانستان

د هزاره‌ګانو لاريون پای ته ورسېد

نن ټکی اسیا(دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل) : کابل کې د ټوټاپ پروژې پر مسير د هزاره‌ګانو اعتراضي لاريون پای ته ورسېد.

د سولې عالي شورا مرستيال او د شيعه ګانو يو مشر کريم خليلي دغې مظاهرې ته وروستۍ وينا وکړه.

مظاهر‌ه‌چيانو په خپلو شعارونو کې د خپلو حقونو د غوښتو غږ پورته کړ او غوښتنه يې کوله، چې د ترکمنستان برېښنا مزي دې د سالنګ پر ځای پر باميانو تېر شي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دا پروژه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان لاسليک کړې وه، چې د ده په کې هېڅ رول او مداخله نه وه.

ولسمشر په دې اړه يو کميسيون ټاکلی، چې په لسو ورځو کې به ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل راپور وړاندې کوي.

ولسمشر امر کړی، چې دغه کميسيون دې د ټوټاپ پروژې په اړه د خلکو شکايتونه او ناندرۍ له منځه يوسي.

راپورونه وايي، چې په دغه کميسيون کې داسې کسان هم شامل دي، چې د ټوټاپ پروژې د اوسني مسير مخالف دي او نه غواړي، چې دا مزي د سالنګ له لارې تېر شي.

د ولسمشر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ياد کميسيون تر پرېکړې به پر دغه پروژه کار ولاړ وي او د کميسيون له پايلې وروسته به يې په اړه پرېکړه کيږي.

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست وايي، چې دا پروژه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال اعلان شوې وه او هغه مهال کريم خليلي د ولسمشر دويم مرستيال و.

د ښاغلي بشر دوست په وينا د هزاره ګانو مشران خپل خلک د خپلو سياسي ګټو لپاره کاروي او که داسې نه وي، نو دوی ولې هغه مهال پر دې پروژه نيوکه نه کوله، چې دا پروژه پيلېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x