افغانستان

مجاهد: د غزني په بریدونو کي تر سل زیات کورني او بهرني عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی آسیا ته په یوه رالیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي د غزني ولایت د پي آرټي پر ودانۍ باندې جګړې تر اته ساعتونو پوري دوام وموند، او په ترڅ کې 78 بهرني عسکر، او 21 کورني عسکر، جاسوسان او کارمندان ووژل شول.

نوموړي زیاته کړې چي په دې برید کي دوه هلیکوپتر الوتکي، ۶ ټانګونه، ۲۰ عرادې موټرو تر څنګ د پي آرټي ودانۍ تر ډیره حده تخریب شوي.

د نورو معلوماتو لپاره د ذبیح الله مجاهد له خوا را لیږل شوي خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

ه غزني کې دفدايي بريدونو وروستي جزئيات او تلفات :
په بريدونو کې ۱۰۹بهرني اوکورني دښمنان قتل ګڼ ټپيان ،۲هلیکوبتر،۶ټانکونه او ۲۰موټرويجاړ شول

دخالدبن ولید دعملياتو په لړکې هغه بريدونه چې تيره ورځ مازديګر ۴ څلوربجې د غزني ولایت په مهم خارجي مرکز (پي آر ټي ) باندي  د ۱۳ تنو سرښندونکوفدايانو لخوا پيل شوی وو بيګا شپه تر ۱۲ بجو یې په شدت سره دوام وموند . دغه ۸ ساعتيز بريدونه په لومړي سرکې  د دوو لارۍ موټروپه وسيله چې دواړه له منفجره موادونه ډکې وي  پيل شول ، يوه موټر دپي آرټي نظام قراول او امنيتي پوستې او خوب خوني له منيځه يوړي او دوهم موټر دپي آرټي څنګ ته د داخلي مزدورو عسکرو دقرارګاه نظام قراول په نښه کړ ، وروسته  ۹ تنه فدايي مجاهدین وتوانيدل چې دپي ارټي انګړته ننوځي او داستخباراتي معلوماتو دفتر، د توپچې برخه ، دولاړو څرخکوتم ځای يو وسلتون او ډيپو او نور تأسيسات تر کلکو او ويجاړونکو ګوزارونو لاندي ونيسي،دبريد له پيل نه لږ وروسته ۲ بهرنۍ هلیکوبترې هم په پي آرټي کې کيښناستي چې سم لاسي دګوزار لاندي ونيول شوي او له سپرلۍ سره له منځه لاړي ،  دبريدونو په لړ کې چې ۸ ساعته روان وو دښمن دسر او مال درانه زیانونه وليدل ، وروستي او کره معلومات ، دفدايانودتلیفوني اړيکو ، سیميزو خلکو او خاصو راپورونو په اساس څرګندوي چې  ۷۸  تنه بهرني افسران اوعسکر   او ۲۱تنه کورني عسکر، جاسوسان  او کارمندان  دپي آرټي په دننه او د کورني عسکرو په قرارګاکې وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان شوي دي ، څرخکې ، ۲۰ عرادي موټر ۶ زغروال ټانکونه مکمل ویجاړ شوي ، ودانۍ ، وسلتون او نور تأسيسات هم ترډيره بريده تخريب شوي ،ددغو بریدونو دحمايي لپاره يوه دوهمه ۱۵ کسيزه ډله دفاعيي مجاهدين هم له بهر خوا څخه دپي آر ټي  امنيتي پوستي تر برید لاندي ونيوي  چې ۲پوستي يي فتحه کړي  ۱۰ عسکر يي پکي ووژل او يو رينجرموټر يي  له ګڼو وسلوسره  په غنيمت ونيو .دبريد په پای کې زموږ ۱۱ تنه فدايي  مجاهدين او ۴ تنه دفاعي مجاهدین هم شهيدان شول ( تقبلهم الله) او ۱۱ تنه دفاعي مجاهدين بیرته وتوانيدل چې له سيمې نه راووځي .

دفدايي مجاهدينو نومه په لاندي ډول وو :

۱ــ تاج محمد دپکتيکا دخوشامندولسوالۍ

۲ــ ولي محمد دلوګر څرخ ولسوالۍ

۳ــ محمداکبر دغزني دګيلان ولسوالۍ

۴ــ حميدالله دغزني دګيلان ولسوالۍ

۵ــ حمدالله دپکتيکا يحي خيلو ولسوالۍ

۶ ــ حيات الله دغزني ګيلان ولسوالۍ

۷ــ ابوبکر دغزني د آب بند ولسوالۍ

۸ــ عبدالقادر دزابل خاک افغان ولسوالۍ

۹ــ سميع الله دغزني دګيرو ولسوالۍ

۱۰ــ موټر چلونکي فدايي محمدابراهيم دپکتيا سيدکرم ولسوالۍ

۱۱ــ د دوهم موټر چلونکي فدايي محمد عمر دننګرهار دخوګياڼو ولسوالۍ

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۱۰/۲۲هـ ق

۱۳۹۲/۶/۷هـ ش ــ 2013/8/29م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x