fbpx

د کابل ننی لاریون د کومو موخو لپاره ؟!

عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال او سیاسي شنونکی

تیره ورځ ولسمشر غني د ټوټاپ پروژي د راولاړشوې ستونزې د هواري په غرض د پروژې چارې وځنډولې او د هغې د هر اړخیزې څیړنې لپاره یې ۱۳ کسیز کمیسیون وټاکه.

د کمیسیون له ټاکل کیدو سره سم ارګ اعلان وکړ چې د يادې پروژې ټولې چارې به د دې کمېسیون د پریکړې تر وخته معلقې وي خو د خلکو د شورا په نوم غورځنګ چې د ګد حکومت د دواړو سهمونو مرستیالان ، دانش ، محقق او د کرزي پخواني مرستیال کریم خليلي یې فعال غړي دي اعلان وکړ چې د ولسمشر لخوا د یاد کمیسیون ټاکل ورته د اعتبار وړ نه دي او هغه پر خلاف یې نن په پلازمینه کابل کې په پراخو مظاهرو لاس پوري کړ.

همدا راز د یاد کمیسیون ځینو غړيو په کمیسیون کې له خپل غړیتوب څخه په انکار سربیره پر دې خبره اصرار لري چې په حتمي ډول به د ټوټاپ پروژې د لیږد مسیر له مرکزي ولایت بامیان څخه تیریږي.

د ولسمشر د حکم پر خلاف په کابل کې د لمسول شویو هزاره ګانو پراخ لاریون چې شخصا د ولسمشر د مرستیال سرورو دانش، محقق او کریم خلیلي لخوا رهبري کیدو د دې ښکارندوینه کوي چې هغوی نه ولسمشر ته اعتناء لري او نه يي د حکم پروا کوي.

هغوی اصلا د هغه چا حکم صادرولو په تمه دي چې دوي او ولسمشر غني یې یوځای په یاد بي صلاحیته حکومت کې د دغه ډول خپلسریو او بدمعاشیو لپاره سره راغونډ کړي او د ولس د ملي وحدت د ځپلو لپاره مستأجر کړي.

د کابل د ننیو مظاهرو په ترڅ کې د امریکا ، انګلستان او المان سفیرانو د ګد حکومت له مرستیال محمد محقق سره لیدلي او نوموړي ته یې د یادې ستونزې په هواري کې د هزارګانو او حکومت ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړي.

محمد محقق نن له یادو ديپلوماتانو سره د خپل ملاقات بیل بیل تصویرونه په خپلې فیسبوک پاڼې نشر کړي او دا يي لیکلي چې یادو سفیرانو ورته ډاډ ورکړی چې د بامیانو ولایت ته به د بریښنا د ورکړې په هکله جدي پاملرنه کیږي.

له بده مرغه د ګډ حکومت په راتلو سره پرنورو ناخوالو علاوه دا معمول هم رائج شو چې د هیواد د داخلي ستونزو د هواري صلاحیت مو د حکومت په ځای د بهرنيو دیپلوماتانو لاس ته ولویده.

همدا کسان چې نن یې د ګډ حکومت د ښکاره حکم پر خلاف په لاریونونو لاس پوري کړ په دې ډاډه دی چې اصلي واک له حکومت سره نه ؛ بلکې د حکومت له مؤسسینو (امریکایانو) سره دی، او پر دې هم ډاډه دی چې امریکایان په افغانستان کې د کورنیو اغتشاشاتو د راپورته کولو لپاره د هغوي د لاریونونو ملاتړ کوي.

امریکایانو نن دغه د شیعه لمسونې تخریبي پروسه له افغانستانه پرته په منځني ختیځ او د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې هم د اسلامي امت د ځپلو او متفرق کولو لپاره جاري ساتلې.

نن د همدې امریکايي تخریبي فتنې له مخې د اسلامي نړۍ ستر او مشهور دارالخلافته (مرکزونه) بغداد، دمشق، اوصنعاء د اخلالګرو شیعه ګانو تر ولکي لاندې او ځوریدلي ولسونه یې له ډیرو ستونزو سره مخ دي .

امریکایان غواړي همدغه دسیسه نن په افغانستان کې هم د ایران په مټ عملي او دلته هم د بغداد، شام او صنعاء په څیر د مظلومو مسلمانانو وینې وبهول شي.

د ولسمشر غني ګډ حکومت په افغانستان د همدې فتنې د عملي کیدو لپاره ایجاد شوی او د حکومت دواړه لوري ( غ ، ع) د هغې د بریالیتوب لپاره ملا تړلي غلامان دي.

د کابل د ننیو مظاهرو په ترڅ کې د هزارګانو قدرت نمايي دا وښودله چې هغوی نن د یرغلګرو امریکایانو په مټ د دې وړتیا پیدا کړي چې د هیواد د اکثریت اراده وننګوي او خپلې سازشي غوښتنې ورباندې ومني.

که خبره ریښتیا د ټوټاپ د مسیر د بدلولو وي هغه خو له مظاهرو او قدرت نمايي پرته له نورو سلمي لارو څخه هم تر سره کیدای شي ، خو هعوی اصلا غواړي په دې پلمې سره نورو هغو موخو ته ځان ورسوي چې د فتنې د اصلي طراحانو لخوا ورته ټاکل شوې.

له دغو تخریبې مو خو څخه یوه هم دا وه چې پرون خپله د ولسمشر په حکم عملي شوه .

د ولسمشر په حکم د ټوټاپ پروژې ځنډیدل د هغې د ناکامي مقدمه ده او نني لمسول شوي هزارګان د امریکا او ایران له لوري مستأجر شوي ول چې افغانان د دغې سترې اقتصادي پروژي له عملي کیدو څخه محروم کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د