افغانستان

کابل: سختدریځو مظاهره‌چیانو پنځه خبریالان ډبولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): نن د کابل ښار د هزاره توکم سختدریځو لخوا د برېښنا د مسیر د بدلولو په اړه لاریون کې پنځه خبریالان ډبول شوي دي.

راپورونه وايي چې دغه خبریالان هغه مهال د مظاهره‌چیانو له خوا وډبول شول چې د دوی او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې يې عکاسي کولې.

په دغو خبریالانو کې د ایسوشیټډ پریس خبري اژانس مسعود حسیني، د نورین تلویزون خطیب کریمي او فرید حلیمي، د یک تلویزون عماد روستايي او مختار یعقوبي شامل دي.

د یک تلویزون خبریال عماد روستايي ویلي چې دوی مظاهره‌چیانو ته وویل چې د لاریون عکاسي کوي او په پیل کې ورسره هغوی ومنله، خو وروسته پرې لاریون کوونکو برید وکړ، عکاس يې وډبولو او کامره یې ترې واخېستله.

د نورین تلویزون خبریال فرید حلیمي وايي چې مظاهره‌چیانو نوموړی د پولیسو پر وړاندې وډبولو. هغه زیاتوي چې کله مظاهره‌چیانو ته نېږدې شو هغوی یو بل سره خبرې پیل کړې او ویل یې چې دی هم یو له هغوی دی، « دا عکاس دی، وروسته یې پر ما برید وکړ، ويې ډبولم، زما لاسونه او ټول بدن مې درد کوي».

په عین حال کې د ژورنالستانو څخه د دفاع ارګانونو له حکومت څخه غوښتي چې مجرمین ونیسي.

په ننني لاریون کې هزاره‌ګانو په خلکو او پولیسو د ډبرو ګوزارونه هم کړي او یو شمېر عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي ښودل کیږي چې مظاهره کې د تاوتریخوالي پیدا کول له پخوا سازمان شوي وو.

مظاهره‌چیان غوښتنه کوي چې د تاجکستان څخه د پنځه سوه کیلو واټ برېښنا دې د سالنګ پر ځای په بامیان تېره شي.

په داسې حال کې چې تخنیکي انجنیران او پوهان وايي چې د بامیان پر ځای د سالنګ لاره نه یواځې دا چې اقتصادي ده بلکې له دغې لارې برېښنا زر او ډیرو ولایتونو ته لېږدول کېدلای شي.

د دوی په وینا د بامیان د لارې د برېښنا لېږد به ۱۲ ولایتونو ته د برېښنا انتقال ۳ کاله نور هم وځنډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x