ټولنیزه برخه

سلطان محمود غزنوي او د عدالت په وخت كې دهغه درې غوښتنې

ژباړه: اسما لمر

سلطان محمود چې د شپې هرڅومره کوښښ وکړ چې ویده شي، خو خوب ورنغئ.غلامانو ته یې وویل،
که د کوم حکم له امله پر چا ظلم شوی وي هغه را وغواړئ!

وروسته له لږ پلټنې غلامان قصر ته راغلل او سلطان ته یې وویل:سلطانه هیڅ داسې څوک مو ونهموندل.

خو سلطان ته بیا خوب ورنغئ،په خپله پورته شو او په بدلو یا هم متفاوتو جامو کې دقصر نه ووت.د قصر په شاوخواکې یې چیغې او نارې واورېدې:«خدایه سلطان په قصر کې له خپلو ندیمانو او دقصر له شهزادګانو سره ناست دی او دلته داسې ظلم کیږي.»

سلطان غږ پرې وکړ: څه وایی تاسې سره څه شوي؟

زه سلطان یم او تاته راغلی یم اوس نو ووایه کیسه څه ده؟
هغه سړي ځواب ورکړ:

ستا د دقصر د ننه کسانو نه یو چې په نامه یې نه پوهېږم دشپې زموږ کورته راځي او په زور سره زماد مېرمنې د آزار او ځورونې سبب کیږي.

سلطان پوښتنه وکړه، چې هغه اوس چېرته دی؟

بې وزله سړي ورته وویل شاید تللی وي.

سلطان وویل هر وخت چې راغی ما خبر کړه او بېوزله کس یې د قصر ساتونکوته ور وپېژاند
او ویې ویل:

دې کس چې هر وخت زه غوښتم ما ته یې را ورسوئ، حتا که زه په لمانځه هم ولاړ وم.

بیا همغه چېغه ناره د بې وسه سړي په کور ګډه شوه، بې وسه او مظلوم کس ولاړ او د سلطان قصر تهننوت.

سلطان دلوڅې تورې سره د بې وزله کس کورته روان شو.دبې وزله کس کورته نږدې یې له کوره د چا دعیش آوازونه واورېدل.

سلطان امر وکړ څراغونه خاموش وساتي، سلطان کور ته دننه او ظالم یې په توره ووهو او مړ یې کړ
وروسته له هغې یې امر وکړ چې څراغونه روښانه کړئاو دوژل شوي کس مخ ته یې وکتل
او په سجده پریوت او دکور څښتن ته یې وویل لږ ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ راوړه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر وږی یم.

بې وزله سړي ورته وویل ته څنګه زما غوندې دیوه غریب سړي په ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ قناعت کوې ؟
پاچا وویل هر څه چې وي را یې وړه.

بې وزله کس یوه ټوټه‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ راوړه او د سلطان نه یې د څراغ دخامشولو، لګولو، ( روشن كولو ) دسجدې کولو او ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ غوښتلو علت او مطلب وپوښت.

سلطان وویل:

هغه ورځ چې ستا دکیسې نه خبر شوم نو ومې ویل چې زما په سلطنت کې ددې کار جرأت څوک نشي کولی داسې څنګه وشي؟

همغه وو، چې یوه بچي ته مې وویل چې څراغ خاموش کړه ترڅو دپلار مینه او محبت دعدالت مانع نشي.څراغ مې ولګوو، ومې لیدچې دا کس بې ګانه دی دشکر سجده مې وکړه.
‌‌‌‌‌‌
ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ مې را وغوښته ځکه چې ما دخدای تعالی سره وعده کړې وه، ترهغه چې تا ته دهغه ستمګر او ظالم نه نجات در نکړم تر هغې به ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او اوبه په ژبه نه ږدم.له هغې ساعت نه تر دې وخت پورې ما له همدې امله څه نه وو خوړلي.

دا عدالت د اوس وخت دعدالت سره پرتله کړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahmatullah Sadiqi

تاسی باید دنوی تکنالوژی سره سم معلومات په بشپړه توګه ږاندي کړي

Shakirullah

ولی دپلار اودنیکہ داشایستہ کارنامے خوند نہ درکوی کہ سرنگہ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x