ټولنیزه برخه

د چالاکه ګیدړ کیسه

وږمه همت اسحاقي

یو وخت  په یوه  ځنګله کي یو زمری او زمرۍ سره اوسېدل. د خدای شپې او ورځي دي تېریږي چي یوه ورځ د زمرۍ دوه بچیان پیدا سوه. زمری او زمرۍ په خپلو بچیانو ډېر خوشحاله سوه. نو زمري و زمرۍ ته وویل چي ته به په کور کي واوسېږې او تر څو چي دوی غټېږي د هغو روزنه او پالنه وکړې او زه به دباندي ځم او هر خواړه چي تاسو غواړئ درته راوړم به یې. نو زمری به هره ورځ ښکار ته تی او ښه ډېر خواړه به یې کور ته راوړل، یوه ورځ چي زمری ښکار ته ولاړ، نو یې هیڅ څاروی پیدا نه کړ چی ښکار یې کړي . کله چي مازدیګر سو او بیرته ناامیده کور ته تی نو یې یو د ګیدړي چیچی پیدا کی. کرار یې را واخیست او زمرۍ ته يې راوړ او ورته یې ویل چي نن مي په ټوله ورځ کي هیڅ ښکار پیدا نه کړ، بس دغه یو د ګیدړي چیچي مي درته راوړ. دغه مړ کئ او سره ویې خورئ، زه یې نه سم وژلای ځکه چي دی ډېر کوچنی دی، زړه مي پر سوځي.

نو زمرۍ ورته وویل چي پر ما ګرانه! چي ستا زړه نه کیږي چي دی مړ کړې، نو څنګه فکر کوې چي زه به یې څنګه مړ کړم؟ زه د دوو کوچنیانو مور یم او دی هم زما د کوچنیانو په شان دی . نو یا زه دی نه وژنم. دی به زما درېیم زوی سي.

له هغې ورځي څخه زمرۍ د خپلو بچیانو سره د ګیدړي د چیچي روزل هم پېل کړل او درې سره یو ځای غټ سول. دوی به یو ځای ګرځېدل، یو ځای به یې ځغستل، یو ځای به یې لوبي کولې او کله کله به یې تر ځان نور کوچنی څاروی په عذابول. دلته نو د زمري بچیان په دې نه دي خبر چي د دوی دریم ورور ګیدړ دی. نو له دې امله به ډېر په اتفاق وه، جنګونه به يې نه سره کول ، د نورو په مقابل به یې یو د بل په تېره  د ګیدړ څخه ډېره ننګه کوله او هغه به یې له دې امله چي تر دوی کشر وو، ډېر نازاوه، هغه چي  به دېر لږ د ویاړ وړ کار تر سره کړ دوی به ډېر ویاړ په کاوه او نورو څارویو ته به یې ویل چي څوک؟؟ زموږ ورور؟ هغه خو ډېر زورور او اتل زمری دی ، هیڅوک د هغه مقابله نسي کولای او په خپله ګیدړ خو به دونه غټي غټي خبری کولې چي د ځنګله ټول څاروی به ورته اريان پاته وه. ده به ټولو څارویو ته ویل چي په تاسو کي هیڅوک زما مقابله نسي کولای. زه تر تاسو ټولو ډېر چالاکه، هوښیار، قهرمان او زورور یم. زه د دې ځنګله پاچا یم . نو له دي امله به د ځنګله د څارویو څخه ډېرو د هغه درناوی کاوه. په دوی کي به ځینو هغه خپل پاچا باله او هغه ته په ناپوهي او پټو سترګو په اتلولۍ او ریښتنولۍ قایل وه. او ان ځینو به له ډېري بې عقلۍ د لمانځني او تعبد تر پولي د هغه پیروي کوله او د هغه هره خبره به یې بې له چون او چرا منله.

په دې چم ګیدړ په خپله چالاکي سره ډېر عمر په غټبازیو، آمریت او د څارویو په غولونه تېر کی. ډېر پلویان او آشنایان يې ځانته پیدا کړل. څنګه چي به هغه ځانته مشر وایه نو دا یې د خپل ځان بې عزتي ګڼل چي دی خپله ښکار ته ولاړ سي. نو به دی د ښکار څخه هم خلاص وو. د زمري دوه زامن به سهار تله او ماښام  ته به یې ښه ډېر څاروي ښکار کړي وه او ټولو ته به يې راوړل.

زمری او زمرۍ به هم خوشحاله وه چي ځه ښه دی زامن مو سره په اتفاق دي. جنګونه نه سره کوي. او د نورو په مخ کي یو د بل درناوی کوي. یوه ورځ دوی درې سره وړونه په ځنګله کي روان وه. که یې کتل چي یو ډېر غټ ځنګلي پیل د دوی پر خوا را رهي دی. د زمري دوو زامنو چي پیل ته وکتل نو یې وغوښتل چي نژدې ورسي او مړ یې کړي او د ماښام لپاره ښه خواړه ځان ته پیدا کړي. خو ګیدړ چي پیل ته وکتل نو ډېر و بېرېدی. ځکه چي ده خو تر اوسه یو کوچني څاروی هم نه وو ښکار کړي او دا خو بیا یو غټ پیل وو. نو یې چیغي کړې چي دا خو خورا لوی ځناور دی. نژدې مه ورځئ، هغه به مو تر پښو لاندي کړي او مړه به مو کړي او له دې سره سم خپله ځيني په ځغاسته سو او وروڼه یې ورپرېښوول. خو وروسته چي ګیدړ فکر وکړ چي داسي نسي چي څوک بېخي د بېرندوکي ګومان  پر وکړي، نو کله کله  به یې له لیري څخه پیل ته پېشرو واهه او پای یې له دې امله چی تل یې زړه له ډاره بې ډاره سي او د هغه له وهمه یې زړه پر کراره سي ، د پیل سره یې دوستي او انډیوالي واچول.

خو څنګه چي د زمري دوه زامن د ده پر ریښتینولي او اتلولي څه شکمن غوندي سول، نو کله نا کله به یې څه نیوکي او اعتراضونه پر کول. په دې لړ کي د زمري زامنو یو وخت خبلي مور او پلار ته وویل چي دلته یو غټ پیل پیدا سوی دی. موږ وغوښتل چی هغه ښکار کړو، خو زموږ ورور ډېر ځیني و بېرېدی او پای یې له هغه سره سوله او دوستي وکړه. ګیدړ چی د وروڼو دا خبري واورېدې، نو ډېر ورته په قهر سو او ویې ویل چی ښه تاسي وایاست چی زه بې غیرته یم؟ خو داسي نه ده زه تر تاسي هم دلاوره یم.

دغه مهال زمرۍ ګیدړ یوې خواته ګوښه کی او ورته ویې ویل چی داسي خبري دی د وروڼو سره مه کوه . پر دې خبره ګیدړ نور هم په قهر سو او مور ته یې وویل چی دا نو ښه کار دی چي دوی په ما پسخند وهي. زه نو تر دوی بې غیرته یم؟ یا، زه به دوی دواړو ته نن خپل زور ور وښیم. دواړه به ځای پر ځای مړه کړم.

نو زمرۍ پر ګیدړ باندي وخندل او بیا یې ورته وویل چي ته زړه وریې، ته چالاکه یې او هوښیار هم. خو ته وګوره ستاسي په کورنۍ کي تر اوسه هیچا پیل نه دی وژلی.

ګیدړ د زمرۍ په خبرو هیڅ پوه نه سو او ویې ویل چي ستا مطلب څه دی، زه ستا په خبرو پوه نه سوم؟

نو زمرۍ ورته وویل چي زویه! ماته غوږ ونیسه! ستا مور یوه ګیدړه وه. کله چي  موږ ته پیدا کړې ته ډېر کوچنی وې، نو زما پر تا باندي زړه وسوځېد. د دې پر ځای چي ماته مړ کړی وای او خوړلی مي وای، ته مي خپل زوی کړې او د خپلو دوو زامنو په شان مي وروزلې. زما زامن په دې نه دي خبر چي ته ګیدړ یې . خو اوس ته له دې ځای څخه ولاړ سه او د خپلو خلکو  سره واوسېږه. که ته داسي نه کوې، نو به دي زما زامن مړ کړي او وبه دي خوري.

ګیدړ ډېر وبېرېدی او په دې چورت کي سو چي اوس نو څه وکړم، که ګوري چي د زمري دواړه زامن ورته  مخامخ ودرېږي او خپلي مور ته ووایي چي تا تر اوسه زموږ څخه دا خبره پټه کړې وه. خو نن موږ په خپلو غوږو واورېدل چي دی زموږ ورور نه دی، بلکي یو ګیدړ دی، ګیدړ.

په دې ډول سره د زمري او ګیدړ د بچیانو تر منځ خبره ورانه سوه او د ځنګله ټول څاروي په پوه سوه چي دا زمری نه بلکي یو ګیدړ دی او د ځنګله په ټولو څارویو کي رسوا او شرمنده سو.

او څنګه چی ګیدړ د ځنګله د څارویو په سترګو کي سپک او بې ارزښته سو پای د ځنګله ځینو څارویو حمله پر وکړه او د ګیدړ د نس کولمې یې ورتاش په تاش کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x