افغانستان

په فراه کي طالبانو 15 پولیس وژلي او ۱۰ یې نور ټپيان کړي

نن ټکی آسیا: د فراه ولایت چارواکي وايي چي تیره ورځ ددغه ولایت ۱۵ تنه پولیس دطالبانو په کمین کي ووژل شول او 10 تنه نور ټپيان شول.

د فراه ولایت د والي ویاند عبد الرحمن ژوندي نن د پنجشبې په ورځ رسنیو ته وویل چي  د 40 په شاوخوا کي پولیس په څو موټرونو کي په یو ګزمه وتلي وه، چي په یو غرنۍ سیمه کي د طالبانو له خوا په کمین کي تر برید لاندي راغلل، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي په برید کي 37 تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چي په کښي ۱۵ تنه پولیس مړه او ۲۲ نور ټپيان شول، او هم ۵ رینجر موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوي.

نوموړي ویلي چي پيښه تیر مازدیګر د فراه ولایت د ګلستان او بکوا ولسوالیو په مشترکه سیمه پيتاوک کي را منځته شول، کله چي د پولیسو په یوه موټریز کاروان کي یو شمېر لوړ رتبه چارواکي د یوې سیمي څخه بلي سیمي ته لیږدول کیدل.

قاري یوسف ویلي چي د تیري سې شنبې په ورځ هم ددغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنیانو ۴۰ عرادې ټانکر وسوځول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x