fbpx

د دهراود او چهارچینو ولسوالیو پر ودانیو درانه بریدونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غویي ۲۸مه، ۱۳۹۵ ل): د روزګان ولایت د دوو نا امنه ولسوالیو «دهراود» او «چهارچینو» پر ودانیو طالبانو نن سهار وختي درانه بریدونه پيل کړي چي له امله یې سختي جګړې رامنځته سوي دي.

د دهراود ولسوال امین الله خالقي رسنیو ته وویل چي نن سهار وختي پنځه بجې طالبانو د دغه ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا ټولو امنیتي پوستو پراخ بریدونه پیل کړي چي لاهم روان دي، نوموړۍ زیاتوي چي امنیتي سرتیري په سخته جګړه بوخت دي او د طالبانو مقابله کوي.

بل پلو د همدې ولایت د چهارچینو ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا پوستو هم طالبانو بریدونه پيل کړي دي، ځایي چارواکي وایي چي هلته هم سخته جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه د محاصرې په حالت کي قرار لري.

طالبانو د روزګان ولایت پر دوو مهمو ولسوالیو پر داسي مهال درانه بریدونه پيل کړي چي لاهم د کندهار-روزګان عمومي لویه لار بنده ده او امنیتي ځواکونه نسي کولی روزګان ته ځمکني اکمالات ورسوي.

په دې اړه به نور جزئیات وروسته پر لیکه سي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د