ټولنیزه برخه

الهي استدلال، زموږ د لارې مشال

په سورة البقرة کې له مسجد اقصی نه کعبې ته د قبلې د بدليدا پر مهال پر يهودانو اور بل وو. مؤمنيو ته به يې ويل چې ستاسې رسول خو د قبلې په ټاکلو کې هم متردد دی. اصل قبله خو همدغه زموږ ده، دا چې ستاسې رسول قبله اوس د کعبې خواته واړوله، مانا يې دا ده چې له هغه لاره ورکه ده. د يهودانو دغه استدلال نژدې وه چې په ځينو مسلمانانو اغيزه کړي وای، خو لوی خدای جل جلاله سم له لاسه د الهي استدلال له مخې د يهودانو دغه خبره داسې باطله کړه چې هغوي بيا په دې اړه غږ هم ونکړ:

وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ

ژباړه او مفهوم: او لوی خدای جل جلاله ته ثابت دي ختيخ او لويديځ. نو کوم لوري ته چې تاسې (مسلمانانو) مخ واړاوه، د الله رُخ هغې خوا ته دی. بې شکه لوی خدای جل جلاله (د کايناتو ډير ستر) پراخونکی او ډير پوه ذات دی.

يهودانو او نصاراؤ به همدا راز ادعاء کوله چې د جنت تلپاتې نعمتونه په حقيقت کې زموږ لپاره دي، ځکه موږ د الله تعالی محبوب قوم يو او مسلمانان بيا څوک دي چې ځانونه د دغو نعمتونو مستحق ګڼي، موخه يې له دې خبرو دا وه چې اسلام خو له سره دين ندی او رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په دې اړه څه وايي هغه ګواکې نعوذبالله له ځانه جوړي خبري دي،
لوی خدای جل جلاله يې د الهي استدلال له لارې څنګه خوله وربنده کړه:

إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاء لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

ژباړه: که تاسې ګومان کوئ چې تاسې د خدای جل جلاله دوستان ياست (او مسلمانان په هيڅ حساب کې هم ندي) نو د ځانونو لپاره د مرګ غوښتنه وکړئ تر څو ثابته شي چې تاسې په خپله دغه ادعاء کې رښتوني ياست…!!!

بل ځای د يهودانو د ورته ادعاء په اړه فرمايي: قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (94) وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ (95)
ژباړه: ور ته ووايه (ای رسوله) چې که له نورو خلکو (مسلمانانو) پرته يواځې تاسې (ته ستاسې له آند سره سم در بښل شوی وي) د آخرت کور( جنت او د هغه نعمتونه)، نو تاسې د مرګ غوښتنه وکړئ تر څو ثابته شي چې تاسې په خپله دغه ادعاء کې رښتوني ياست. او دوي به هيڅکله هم د مرګ غوښتنه ونکړي، د هغه څه (بدو اعمالو) له امله چې دوي تر ځان وړاندې استولي دي او الله جل جلاله د ظالمينو په انجام خبر دی.

پورته ارشاداتو ته په کتلو سره موږ اړ يو چې له خپلو مخالفينو سره د بحث او مباحثې پر مهال د هغه د اقناع په موخه خپل استدلال وړاندې کړو. موږ ولې بايد د استدلال پر ځای له زور ګويي او تهديده کار واخلو په داسې حال کې چې موږ پوهيږو چې له موږ سره الهي استدلال ملګری دی…..!

عنایت الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x