«امريکا په افغانستان کې له ۱۱۳ميليارده زيات ډالر په اوبو لاهو کړي» ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): امريکا کې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ په دې وروستيو کې د خپلې بهرنۍ پاليسي د بيانولو پر مهال پر ولسمشر بارک اوباما نيوکې کوي، چې افغان جګړه کې پاتې راغلی، په همدې وخت کې د امريکايي کانګريس دفاعي کمېټې د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي، چې امريکا د خپل ولس ماليې د افغانستان د بيا رغونې په نوم ضايع کړي دي.

د کانګريس دفاعيي کمېټې د سيګار ادارې د مشر جان سوپکو له قوله ليکلي، چې د افغانستان په بيا رغونه څه د پاسه ۱۱۳ ميليارده ډالر لګېدلي، مګر تر اوسه د افغانستان زيربنا، تعليم او روغتيا کې پام وړ بدلون نه دی راغلي.

د کانګريس استازو په وينا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا په بيا رغونه لس ميليارده ډالر ولګېدل او اروپا پرې اباده شوه، مګر افغانستان کې د څه د پاسه ۱۱۳ ميليارده ډالرو د لګولو سربېره هم معارف، زيربنا، زراعت او صحت کې پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

«د امريکا د ماليې ورکوونکو پيسې په داسې لارو چارو لګول شوي، چې د ښکاره کولو لپاره يې څه نه ترسترګو کيږي.»

افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د څار کمېټې مشر جان سوپکو وايي، چې افغانستان کې د پراخ فساد، درغليو او خپلمنځي اختلافاتو له امله هېڅوک دا فکر نه کوي، چې په دې هېواد کې دې ميلياردونو ډالر لګول شوي وي.

د جان سوپکو په وينا، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، چې د اروپا پر بيا رغونه لس ميليارده ډالر ولګېدل اوس ټول نړيوال اروپا ته د سيل، چکر، اقتصادي ګټو او سوداګرۍ لپاره ځي، مګر افغانستان کې لا هم دومره نا امني ده، چې بهرني ډيپلوماتان له سفارتونو د باندې ګام نه شي کېښودی، د امنيت په نوم څه شی نه شته، معارف هم په صفر کې ضرب دی او افغانان د خپلې درملنې لپاره لا هم اړ دي، چې پرديو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

جان سوپکو په خپل ۲۳۶م راپور کې ويلي، چې د پنځلسو کالو جګړو، زرګونو امريکايي او ايتلافي سرتېرو د وژل کېدو او ميلياردونو ډالرو د لګولو سربېره لا هم د افغانستان حالت وېروونکی او ځوروونکی دی او څوک دا نه شي ويلی، چې دلته دې دومره زيات ډالر لګول شوي وي.

راپور کې راغلي، چې د ۱۱۳ميليارده ډالرو شپېته سلنه د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه لګول شوي او اوس هم امريکا هر کال پنځه ميليارده ډالر د امنيتي ځواکونو په روزنه او پياوړتيا لګوي، مګر تر اوسه څوک نه پوهېږي، چې د امنيتي ځواکونو کره شمېره څومره ده، روزنه او وړتيا يې دومره کمزورې ده، چې د امريکايي سرتېرو له شتون پرته يوازې د پلازمېنې کابل ساتنه هم نه شی کولای.

د سيګار مشر زياتوي، چې د افغانستان ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده، نا امني د پخوا په پرتله نوره هم ډېره شوې، د طالبانو واک او ځواک ورځ تر بلې پياوړی کېږي.

په راپور کې د طالبانو وروستيو بريدونو او چاودنو ته په اشاره ويل شوي، چې طالبانو په تېره مياشت کې کندهار کې د ملي اردو لوړپوړی جنرال ترور کړ، په هرات او غزني کې يې لوړپوړي قاضيان په نښه کړل، په پارلمان يې راکټي بريدونه وکړل او تر ټولو مهم يې دا و، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه يې د استخباراتو پر مهم مرکز خونړی بريد وکړ، چې سلګونو کسانو ته يې په کې مرګ ژوبله واړوله.

د جان سوپکو په وينا امريکايي ماليه ورکوونکي پوهېږي، چې د دوی ميلياردونه ډالر افغانستان کې د قرارداديانو له لوري په بې رحمۍ خوړل شوي دي.

په راپور کې د درغليو څو نمونې هم يادې شوي دي.

٭ له دوو سوو ميليونو زيات ډالر د امنيتي ځواکونو لپاره د تېلو په پېرلو کې ورک شوي دي.

٭ نږدې پنځه سوه ميليونه ډالر، د داسې بار وړونکو الوتکو په پېرلو لګول شوي، چې د هېڅ ګټې نه دي، د پرېوتو د وېرې له امله پرواز نه شي کولای او ځای پر ځای ولاړې دي.

٭ ميليونونو ډالر د امنيتي ځواکونو لپاره د استوګنې ځايونو په جوړولو لګول شوي او دغه ودانۍ دومره کمزورې وې، چې د بارانونو له امله ونړېدې.

٭ ۳۲ ميليونه ډالر د سړک پر غاړه د کټارو او پنجرو پر جوړولو د طالبانو د ماينونو د ښخولو د مخنيوي لپاره لګول شوي، مګر هېڅ ګټه يې نه ده کړې او دغه ميليونونه ډالر هم ټول ضايع شوي دي.

راپور کې راغلي، چې دغه اوسپنيزې پنجرې ډېرې کمزورې لګول شوې وې او ګڼو ځايونو کې لا له سره لګول شوې هم نه وې، چې د ګڼو امريکايي او ايتلافي ځواکونو د مرګ ژوبلې لامل شوې.

نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره له ۸،۴ ميليارده ډالر ولګول شول، مګر موږ وينو، چې افغانستان لا هم د نړۍ نوي سلنه نشه‌يي توکي توليدوي، چې ګڼ افغان چارواکي يې په سوداګرۍ او قاچاق کې ښکېل دي.

له يو ميليارد زيات ډالر پر دې ولګول شول، چې افغانستان کې غربي ديموکراسي پلې کړې، د بشري حقونو خونديتوب ته پاملرنه وکړي، مګر افغانستان کې لا هم مذهبي دودونه واکمن دي، دغه هېواد کې لا هم اسلام د اکثريت واکمن دين په توګه پيژندل کيږي او خلک ورته درناوی لري، ښځې اوس هم پټ مخ ګرځي او د اټکل خلاف خلکو کې د مذهب او خپل کلتور درناوی د پخوا په څېر پاتې دی.

له ۷۶۰ ميليونه زيات ډالر د معارف په پياوړتيا لګېدلي، مګر بيا هم تر اوسه ۷۱۴ زيات ښوونځي تړل شوي او پرانستو ښوونځيو کې کتابونه، استادان او تعليمي اسانتياوې نه شته، استادان پر وخت حاضري نه کوي او د پوښتنې يې هم څوک نه شته.

د پانګونې په برخه کې له ۸۰۰ ميليونه زيات ډالر لګېدلي، مګر که ماليه ورکوونکي پر دې پوه شي، چې صنعت او سوداګرۍ هېڅ پرمختګ نه دی کړی، نو ډېر به اندېښمن شي.

واشنګټن يوازې ۲۰۱۵م کې د بيا رغونې په نوم ۱،۳ ميليارده ډالر ولګول، مګر د توقع خلاف دغه ډالر هم ټول ضايع شول.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما کانګريس ته وړانديز کړی، چې د ۲۰۱۷م مالي کال په بودجه کې د افغانستان بيا رغونې لپاره۴،۸ ميليارده ډالر ځانګړي کړي، مګر د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډونلډ ټرمپ پر اوباما نيوکې کړي، چې له هېواده بهر دې د امريکايي ولس د ماليې پيسې نه لګول کيږي او له دې مرستو سره يې خپل مخالفت اعلان کړی دی.