fbpx

مه خفه کېږه! (۱۰۱) – بښنه او تېرېدنه!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ بښنه او تېرېدنه!

انسان دې ته نه وایې، چې له سره دې نه تېروځی او ګوندې غلطی به ترې نه کېږی، بلکې انسان دې ته وایې، چې تل به په پرلپسې ډول خپلې تېروتنې اصلاح کوی، لکه چې رسول الله ﷺ وایې:

(( کُلُّ بَنِی آدَمَ خَطَّاءٌ، وَخَیْرُ الْخَطَّائِینَ التَّوَّابُونَ. ))
سنن ابن ماجه ( ۱۴۲۰/۲ )
ژباړه: (( د ادم علیه ټول بچی (انسانان) خطا کوونکی دی؛ خو غوره خطا کوونکی هغه دی، چې له تېروتنو وروسته توبه وباسې. ))

له تېروتنو نه خلاصون یوه ناشونې خبره ده؛ خو د یوه چا غلطۍ له پامه غورځول د هغه د عزت او درنښت لامل دی.

شکسپیر وایې:
(( د دښمن پر وړاندې د اور داسې لمبې مه بلوه، چې په خپله پکې هم وسوزېږې. ))

یوه کس ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وویل: زه به تا ته داسې کنځلې وکړم.
هغه رضی الله عنه ورته وویل: ستا دغه کنځلې له ما سره قبر ته نه درومی، بلکې له تا سره به ستا قبر ته ځی.
ګوره دومره جلیل القدر صحابی او د اسلام لومړی خلیفه د هغه کس دې دومره سترې بد اخلاقۍ ته هم ونه کتل، او مناسب ځواب یې ور کړ.

یو شاعر وایې:
(( دردمنو سترګو ته ووایه: ډېرې داسې سترګې شته چې که مطلع (لمر څرک) صفا وی او که ګردجن، د لمر لیدنه او کتنه ورته په ډاګه ده، د هغو سترګو په اړه چې الله تعالی ﷻ یې بصیرت اخیستی وی، له بښنې څخه کار واخله، چې نه یې پرانستلای او نه یې راټولولای شی. ))

یوه چا سالم بن عبدالله بن عمر تابعی رحمه الله ته وویل: ته ډېر بد سړی یې! هغه ورته وویل: یوازې تا وپېژندم!؟

یو امریکایی ادیب وایې:
(( کوتکونه او تیږې زما هډونه ماتولای شی؛ خو بېځایه خبرې ما ته هېڅ زیان نشی رسولای. ))

یوه سړی عمرو بن العاص رضی الله عنه ته وویل: خامخا به ستا د جګړې لپاره ځان چمتو کړم.
هغه ورته وویل: اوس درته کار په لاس درغی!!!

جنرال “ایزنهاور” وایې:
(( کوم خلک چې موږ نه خوښوو، د هغوی په اړه فکر کول د وخت ضایع کول دی. ))

غوماشی د خرما ونې ته وویل:
ماته ګوره! اوس له تا څخه الوځم او تا پرېږدم!
خرما ورته وویل:
په الله ﷻ قسم چې په کیناستلو دې نه یم پوه شوې، نو پر الوتو به دې څه پوه شم، او ستا ناسته ماته څه ګټه او الوتل دې څه زیان رارسولای شی!؟

له همدې امله الله تعالی ﷻ په قران کریم کې له بې ګټې چارو څخه د سلام په کولو د تېرېدنې امر فرمایلی دی:

﴿ وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَاماً ﴾
ژباړه: (( او که جاهلان یې مخې ته راشی، نو سلام ورته کوی. ))

حاتم رحمه الله وایې:
(( د شریف او سخی سړی غلطۍ د هغه د شرافت او سخاوت له امله بښم او د رذیل او ذلیل سړی له کنځلو څخه د خپل شرف او عزت په خاطر مخ اړوم. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَاماً ﴾
ژباړه: (( هغوی پر خپلو لغوه خبرو د شریفانو په دود تلل کوی. ))

دغه راز وایې:

﴿ وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَاماً ﴾
ژباړه: (( او کله چې جاهلان ورسره خبرې کوی، نو د سلام په ویلو سره وړاندې درومی. ))

کنفوشیوس وایې: (( غوسه ناک سړی تل له زهرو څخه ډک وی. ))

په یوه حدیث کې راغلی چې: (( غوسه د اور سکروټه ده . ))

شیطان په درېیو وختونو کې پر انسان یرغل کوی، د غوسې پر مهال، د شهوت پرستۍ پر مهال او د بې پروایۍ پر مهال…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د