نظــر

دفتحو تسلسل – حبیب مجاهد

دا څو ورځې بیا دجهاد له سنګرو څخه دحق دسرسپارلو اتلانو  دبیساریو فتحو او بریاوو راپورونه په مطبوعاتو کې راځي ، که څه هم دشمن خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی ترڅو دمجاهدینو عملیات کمرنګه  کړي ، خو دواقعیت  په ډګر کې هغه څه پیښیږي چې ددښمن په سخته بي وسۍ او دمجاهدینو په بر  لاس  شاهدي ورکوي .

دلته به هڅه وکړو چې تیرو څو ورځو کې دهیواد په لراوبر کې دمجاهدینو څو بریالیو عملیاتو ته لنډه کتنه وکړو .

پرون چهارشنبه  په فراه کې ددښمن په سراومال دوه خورا ستر او هدفهمند بریدونه ترسره شوي دي ، دچهارشنبې په شپه مجاهدینو  دفراه رود  ولسوالۍ مرکز ته نږدې  ددښمن داکمالاتي کتار  دټانکرو په یوه تم ځای برید وکړ ، چې په نتیجه کې  ۴۰ په تیلو بار ټانکرونه  داور خوراک او لسګونه ساتونکو  او دکاروان عملې ته  مرګ ژوبله واوښته .

ددې اکمالاتي کتار له منځه وړل بې له شکه  په محصور دښمن چې په لرې پرتو سیمو کې پراته عسکر یې له  سختو مشکلاتو او تنګلاسۍ سره مخامخ دي یو مهم برید وو ، چې نه یوازې یې دښمن ته مالي زیان درلود ، بلکې ددښمن  روحیه  هم په کلکه ځپلی او داکمالاتو په برخه کې ددشمن ستراتیژي ننګولای شي .

دهمدې چهارشنبې په مازدیګر مجاهدینو  دفراه دګلستان او بکوا ولسوالیو ترمنځ  دپیتاوک په سیمه کې دکورنیو چارو وزرات او دفراه دامنیه قومندانۍ  دچارواکو په هغه کاروان بریدوکړ ، چې دلویې لارې  دپوستو دکتلو په نیت راوتلي وو ، دفراه  محلي اجیر چارواکي وایي چې په دې برید کې یې ۱۵ لوړپوړي  امنیتي منسوبین وژل شوي ، چې د لویې لارې دکنډک دارکانو رئیس همایون او  دفراه داستخباراتو مرستیال بشیردرآبادي هم په کې شامل دي ، نور وژل شوي کسان دپولیسو او استخباراتو افسران دي چې ددې امنیتي پلاوي غړي وو ، مجاهدین وایي په برید کې ۲۲ تنه  پولیس او استخباراتیان زخمیان شوي او پنځه رینجر موټر یې دمجاهدینو په بریدونو کې له منځه تللي دي .

په فراه کې دې بریدونو داسې مهال زور اخیستی چې تردې وړاندې هم ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې  دښمن ته  په جهادي عملیاتو کې درانه تلفات رسیدلي دي ، دچهارشنبې بریدونو وښوده ، چې  دافغانستان په لویدیځ کې دمجاهدینو عملیاتي ځواک دپخوا هرکله په پرتله  قوي او دښمن په خورا ضعیف او بدحالت کې قرار لري .

دچهارشنبې دورځې یوه بله مهمه پیښه دبادغیس دبالامرغاب ولسوالۍ  دجوی ګنج دپراخې سیمې فتحه وه ، مجاهدینو چې پنځه ورځې وړاندې یې په دې سیمه کې ددښمن په دفاعي پوستو بریدونه پیل کړی وو ، په دې ورځ وتوانیدل چې ددښمن ۵ پوستې فتحه او دښمن له  سیمې تیښتې ته اړ کړي .

دبادغیس مجاهدین وایي په دې سخته اواوږده جګړه کې یې ددښمن محلي اجیروسلوال په کلکه ځپلي ، لسګونه عسکر یې وژل شوي ، دقومندان داود په شمول یو شمیر تسلیم شوي او څوتنه  ژوندي نیول شوي دي ، مجاهدینو نه یوازې پوستې فتحه کړې او سیمه  ازاده کړې ده ، بلکې لوی مقدار غنایم یي هم ترلاسه کړي دي ، بادغیس دافغانستان په  شمال لویدیځ کې دجهاد یوه  مهمه سیمه بلل کیږي ، چې دښمن یې دساتلو لپاره ټول زور کاروي ، خو دې نوي جهادي فتحې وښوده چې دلته هم مجاهدین په فاتحانه دریځ کي دي .

دچهارشنبې دورځې یوه بله مهمه پیښه په غزني ولایت کې دامریکایي او پولنډي یرغلګرو په مرکزي قرارګاه   داسلامي امارت دفدایي اتلانو  ستر او کفر لړزوونکی برید وو ، چې څو ساعته یې دوام درلود .

غزني ولایت  بې له هغې هم سږکال دسترو جهادي فتوحاتو شاهد پاته شوی دی ، سږکال ددې ولایت دوه ولسوالۍ  رشیدان او زنه خان دمجاهدینو لخوا فتحه شوي دي ، چې مجموعا یې دری ولسوالۍ بشپړې دمجاهدینو په ولکه کي دي ، سږکال ددې ولایت  د دهیک او زنه خان ولسوالان هم وژل شوي ، او دشلګر اربکیان هم څو ځله په ډلییز شکل  له منځه وړل شوي دي ، خو دتیرې ورځې فدایي برید په دې ولایت کې په خارجي ځواکونو یو ستر او محکم برید وو چې لا یې هم په اړه ټول جزیات نه دي افشاء شوي .

داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په دې ستر برید کې ۱۱ تنو فدایانو او  څو نورو  همکارو مجاهدینو برخه اخیستي وه ، برید ماسپښین ناوخته په یوه درنه موټر بم چاودنه  پیل شو چې ورسره فدایان  دپي آر ټي په مرکز ورتوی شول او جګړې زور واخیست  ، دغه جګړه چې تربیګا ناوخته پورې  لا روانه وو ، داسې ښکاري چې دښمن ته په کې خورا دروند زیان رسیدلی وي .

ذبیح الله مجاهد په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په برید کې ۱۰۹ تنه  ددښمن پوځي افراد چې اکثره یې پولنډيان او امریکایان دي وژل شوي ، او ګڼ نور ټپیان دي ، دغه راز  دیرغلګرو  ۲ څرخکې  ۶ ټانګونه  او ۲۰ موټر هم له منځه وړل شوي دي .

ددې برید مؤثریت او دتلفاتو لوړه کچه له دې هم معلومیدلای شي ، چې په اړه یې لا هم  یرغلګرو او کورنیو محلي چارواکو  مطبوعاتو ته کوټلې او یوه  خبره نه ده کړې ، او هره شیبه مختلفې خبرې کوي ، دغزني والي وایي په اډه کې دننه  ۲۷ تنه وژل شوي  چې  ۲۲ یې فدایان دی ، په داسې حال کې چې دټولو فدایانو شمیر ۱۱ تنه وو ، دغه راز دغزني والي وایي چې خارجیانو ته زیان نه  دی رسیدلی ، خو دپولنډ  ددفاع وزارت وایي چې ددوی ګڼ سرتیري ټپیان شوي دي ، په بګرام کې امریکایي ځواکونو هم تراوسه په مجموع کې خپل مرګ ژوبله منلې خو شمیرې یې مطبوعاتو ته په لاس نه دي ورکړي ، معمولا  دداسې سترو بریدونو په اړه دیرغلګرو تلفات وروسته رابرسیره کیږي ، تیر کال چې په خوست کې دصحراباغ په  امریکایي اډه برید وشو ، به لومړی ورځ  غربي مطبوعاتو یوازې دا وویل چې  دامریکایي اډې سره نږدې دچاودنې او ډزو غږونه اوریدل شوي دي ، خو څو ورځې وروسته امریکایي مطبوعاتو ولیکل چې په برید کې تر ۱۰۰  ډیر امریکایي پوځیان ټپیان او ګن نور وژل شوي وو .

دغزني دستر برید په اړه  ددښمن ګبڼۍ نیول حالت او ګونګ مطبوعاتي دریځ په ډاګه کوی ، چې په دښمن خورا دروند برید شوی ، چې لا یې  هم  دخپلو تلفاتو اټکل او محاسبه سرته نه ده رسولې .

په هرحال  دفراه ، بادغیس ، غزني  دغه راز  دهلمند په نادعلي او  دنورستان په برګمټال کې دمجاهدینو فاتحانه بریدونه  دروان جهاد په بهیر کې دفتحو دیوه نه شلیدونکي  تسلسل څخه پرده پورته کوي ، چې هر ورځ دمجاهدینو په نصیب کیږي .
که دغه تسلسل ته  په دقیق نظر وګورو او روزانه دمجاهدینو دبریاوو  واقعات  تعقیب کړو ، نو په څرګنده به رامعلومه شي چې دخالدبن ولید تر مبارک نامه لاندې سږني عملیات  په تیر دوولس کلن جهاد کې دفتوحاتو له اړخه  بي ساري عملیات دي ، چې په ترڅ کې یې نه یوازې په دښمن کاري بریدونه کیږي ، بلکې سیمې فتحه کیږي ، او قدم په قدم ددښمن  دواک کمپله ورټولیږي .

دفتحو دامبارک بهیردې  مجاهد اولس ته مبارک وي


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x