شعـــــرونه

غزل: هاشم سادات

هاشم سادات
د بې وسۍ چيغه مې ځي تر پاس اسمانه رسي
مظلومې اوښکې مې له سترګو تر ګریوانه رسي

هۍ انقلابه څومره تریخ یې له دردونو ډک یې
څه شهیدان شول څه ملګري تر زندانه رسي

عشق خو درد دی شب ګیرې دي او منزل ته مزل
په خوب مئین به وایه څنګه تر جانانه رسي

په دې  دنیا مئین دې ناست په محلونو کې وي
د پاکې مینې لیوني تر بیابانه رسي

کله روان شي کله کیني  ستړی ستړی ښکاري
وخت به پرې تیر وي دا سړی چې تر کاروانه رسي

ستا بربادۍ کې د رقیب او جانان دواړو لاس دی
مئینه وایه کنه ستا تاوان له چانه رسي

وي به تر څو دا ستړی ژوند او دغه ستړی مزل
هاشم سادات به اخر کله تر  ارمانه  رسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x