شعـــــرونه

غزل: انجينر عبدالکبير طلايي

انجينر عبدالکبير طلايي

بې ګناه یم بې خطا یمه اسیر یم
نه پوهیږم تهمتي په کوم تقصیر یم

څه نیمګړې نیمه خوا فاني دنیا ده
لاس تړلی د جفا په تور زنځير یم

څوک پیران څوک مریدان شوه زه یم پاته
نه مرید شوم نه په خپله د چا پیر یم

ما د حق او حقیقت لاره نیولې
هرې خوا نه د اغزو منځ کې را ګیر یم

الهي چې کوم احسان راباندې کړی
اوس پوهیږم چه رښتیا عبدالکبير یم

څه چې کیږي هغه کیږي ګیله نه کړم
طلائي کبیر راضي په خپل تقدیر یم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x