نړۍ

شکیل افریدي سزا غیر قانوني اعلان شول

شکیل افریدي چي د امریکا د جاسوسي ادارې سي آی اې سره یې په پاکستان کي د اسامه بن لادن د ادرس په معلومولو کي کومک کړی وو، او بیا د پاکستان د حکومت له خوا نیول شوی وو، او محکمې پر هغه دخپل ملک سره د خیانت، غداري او بهرني هیوادونو او ادارو ته د جاسوسي تور لګولی وو، او هغه ته یې ۳۳ کاله سزا اورولې وه.

د نوموړي په اړه نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان رسنیو خبر ورکړ چي د هغه سزا د یو عدالتي افسر له خوا لغوه اعلان شوه، او د فرنټیر کرایمز ریګولیشن کمشنر صاحبزاده محمد انیس ویلي چي مخکني قاضي چي کومه سزا اعلان کړې وه ، هغه تر خپلو حدودو او اختیاراتو وړاندي قدم ايښی وو، او تجاوز یی کړی وو.

صاحبزاده ویلي چي شکیل افریدي باید یو ځل بیا محاکمه شي، او دا ځل به انصاف ورسره کیږي.

شکیل افریدي باندې محکمه کول، او بیا د محکمې له پریکړي سره سم د هغه بندي کیدلو باندي امریکا ډیره غصه او افسوس څرګند کړی وو، او د پاکستان سره د کومک 33 ملیونه ډالر یې له همدې وجي بیرته له ځانه سره ساتلي وه.

شکیل افریدي د پيښور په سنټرل جیل کي خپل د بند شپی او ورځي صبا کوي، خو ددې خبر وروسته امکان لري چي ډیر ژر به د امریکا چکري ووهي.

د امریکا د سي آی ای د ادارې څارونکي په دې اند چي دغه اداره د شکیل افریدي تر بند وروسته تر ډیرو فیشارونه لاندي هغه وخت راغله، کله چي خپل د ټول اثر او رسوخ د استعمالولو وروسته هم ونه توانیده چي د شکیل افریدي ساتنه وکړي، او هغه له بنده وژغوري، ځکه چي دغه اداره خپل جاسوسانو ته د لومړي ورځي څخه دا یقین ورکوي چي که تاسو د پالیسۍ سره سم د امریکا د لوړو اهدافو لپاره کار وکړئ، نو تاسو به په هر حال له مرګ او بنده ژغورل کیږئ، او کله چي داسي پيښي را منځته شي او امریکا خپل د جاسوس په ژغورنه کي پاتي راشي، نو د نورو جاسوسانو په مورال هم تاثیر کوي، او هم د نویو جاسوسانو موندل او هغوی ته قناعت ورکول ګران شي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه هم امریکا په دې توانېدلې وه چي د پاکستان د آی ایس آی د دوو کارکونکو قاتل ریمنډ ډیوس بی له محکمې کېدو د پاکستان څخه سلامت وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x