fbpx

سوني نوی سمارټ فون ۱۶ میګاپکسله سیلفي کامرې سره وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): سوني کمپنۍ له اوږدې مودې څخه د سمارټ فون په برخه کې له سختو ماتو سره مخ شوی خو سمارټ فونونه يي د ځانګړی ډیزاین او وړتیا له امله ځانګړی شمیر کاروونکي هم لري.

که چیرې تاسې هم له هغو کسانو څخه یاست چې له سیلفي اخیستلو سره ځانګړی مینه لرئ نو د سوني کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون تاسې لپاره تر ټولو غوره انتخاب کیدلی شي.

په عام ډول د سمارټ فونونو مخکینی کامره د سیلفي اخیستلو لپاره کارول کیږي کوم چې د سمارټ فون اصلي کامرې په پرتله ډیر کمزوری وي خو سوني کمپنۍ د کاروونکو دغه ستونزه هم هواره کړه.

سوني کمپنۍ د ایکسپریا ایکس اې الټرا (Xperia XA Ultra) په نوم پیاوړی سمارټ فون معرفي کړی چې مخکینی کامره يي ۱۶ او اصلي کامره يي ۲۱.۵ میګاپکسله ده.

د سامسنګ په ګلکسي ایس ۷ (Galaxy S7) کې مخکینی کامره ۱۲ او اپل ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) مخکینی کامره ۵ میګاپکسله ده چې سوني توانیدلی په دغه برخه کې د نړۍ دوه تر ټولو پیاوړي او مشهورو سمارټ فونونو ته ماتې ورکړي.

سوني د ایکسپریا ایکس اې الټرا (Xperia XA Ultra) په دواړو کامرو کې د تصویر ثبتونې وړتیا ځای پر ځای کړی. دا په دې معنی دی چې دغه کامرې په تیاره کې هم روښانه تصویرونه اخیستلی شي.

د دغې سمارټ فون له نورو ځانګړتیاو څخه د ۶ انچه ډسپلې لرل دي. تر دې دمه د دغې سمارټ فون نورې ځانګړتیاوې او بیې په اړه څه نه دي ویل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د