افغانستان

د خوشامند ولسوالۍ امنيه قوماندان له شپږ پوليسو سره ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د پکتيکا خوشامند ولسوالۍ امنيه قوماندان له شپږ پولیسو سره يو ځای د طالبانو په بريد کې ووژل شو.

د پکتيکا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف رسنيو ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ د خوشامند په هاشم کلي کې رامنځته شوې ده.

سمونوال عبدالروف زياتوي، چې د خوشامند امنيه قوماندان کندهار، چې کاکو لالا مشهور و، د ولايت له مرکز څخه د ولسوالۍ پر لور روان و، چې لاره کې ورته طالبانو کمين نيولی و.

په دغه بريد کې کاکو لالا له شپږو پوليسو سره يو ځای ووژل شو او څلور نور پوليس ټپيان شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې تېره ورځ مازديګر د دوی جنګياليو د خوشامند ولسوالۍ جمجي کلي ته څېرمه د امنيه قوماندان پر کاروان بريد وکړ، چې له امله يې قوماندان کاکو له اوو پوليسو سره ووژل شو او درې نور يې ټپيان شول.

د مجاهد په وينا په دغه بريد کې يوه پيکا، يوه کلاشينکوف، ۲ غټې مخابرې او ځينې نور نظامي توکي لاس ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x