ورزش

ویراټ کولي په ای پي ایل کې نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د هندوستان د ټیسټ لوبډلې لوبډل مشر ویراټ کولي تیره شپه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې په خلاف نیمه سلیزې په وهلو سره د لیګ په یو فصل کې تر ټولو زیاتو منډو ریکاډ جوړ کړ.

په انډین پریمیر لیګ سیالیو کې د رویال چیلینجر بنګلور لوبډلې لوبډل مشر تر دې دمه په ۱۲ لوبو کې د دریو سلیزو او پنځو نیمه سلیزو په مرسته ۷۵۲ منډې جوړې کړې چې د لیګ په یو فصل کې تر ټولو زیاتې منډې دي.

ویراټ کولي تیره شپه د کلکتې لوبډلې به خلاف ۷۵ منډو جوړولو سره د کریس ګېل ریکاډ مات کړ. کریس ګیل په ۲۰۱۲ زیږیدیز کال کې په ۱۵ لوبو کې ۷۳۳ منډې جوړې کړې وې.

دغې لوبې کې سره له دې چې د ویراټ کولي ګوته ژوبله وه خو بیا هم نوموړی له ډیویلییرز سره ۱۱۵ شریکې منډې جوړې کړې. ډیویلییرز هم تیرې لوبې کې ۵۹ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

هیره دې نه وي چې دوه ورځې وړاندې دغو دوو لوبغاړو ۲۲۹ شریکو منډو جوړولو سره کوم کې چې دواړو لوبغاړو سلیزې وهلې وې نوی نړیوال ریکاډ جوړ کړی و.

کریس ګېل چې له دې وړاندې دغه ریکاډ د نوموړی په نوم و ویراټ کولي ته د سوپر مین خطاب کولو سره وویل چې نوموړی د سوپر مین په څیر توپ وهنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx