مصر - په وینو او لمبو کي

په ترکیه کې ګڼ شمیر زیږیدلي ماشومان د “رابعه” په نوم نومول شوي

د ترکیې په کلیو او ښارونو کې د “رابعه” نوم ډیر محبوبیت پیدا کړی.

څیړنې وايي چې په دې وروستیو کې ډیرو پلرونو او میندو په خپلو نويو زیږیدلو ماشومانو دغه نوم ایښی.

د “المصريون” ورځپاڼه د ترکیې د رسمي خبري اژانس په حواله لیکي چې تر اوسه په (۲۹۴) ماشومانو دغه نوم ایښودل شوی.

ورځپاڼه لیکي چې له دې جملې څخه (۶۵) ماشومان په استانبول، (۲۰) د فان په ولایت، (۱۴) په غزي عینتاب او انقره، (۱۲) په شانلي اروفا، (۱۰) په بکر، (۹) په ازمیر، او (۸) ماشومان په هاتاي ولایت د “رابعه” په نوم نومول شوي.

څیړونکي وايي چې په ترکیه کې ددغه نوم انتشار د هغه محبت او همدردۍ څرګندونه کوي چې د ترکیې ولس یې په مصر کې د پوځي کودتا وروسته ددغه هیواد له مظلوم ولس سره لري.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې صدراعظم رجب اردغان لومړنی کس وه چې د لاس څلور ګوتې یې د رابعه العدویه د میدان له قربانیانو سره د همدردۍ په دود پورته کړې، له هماغې ورځې څخه د لاس څلور ګوتې د یو نشان په توګه وپیژندل شوې چې له مصري ولس سره د خواخوږۍ او همدردۍ تعبیر پرې کیږي.

باید وویل شي چې “رابعه العدويه” د اسلامي تصوف په تاریخ کې یوه مشهوره عابده او زاهده میرمن تیره شوې، چې په اسلامي تصوف کې د نوموړې فکر او نظر (له الله جل جلاله سره د محبت) په موضوع راڅرخي او مذهب یې د (مدرسه العشق الالهي) په نامه یادیږي.

ویل کیږي چې نوموړې د پلار څلورمه لور وه او رابعه په عربي ژبه کې (۴) ته وايي، نو ځکه په دې نامه نومول شوې وه.

دغه نوم وروسته له هغه په نړیوالو رسنیو کې شهرت پیدا کړ چې د ولسمشر مرسي پلویانو د خپلو لاریونو او مظاهرو لپاره د رابعه العدویه میدان د مرکز په حیث غوره کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx