شعـــــرونه

غزل: بشام

ﺳﺮﯤ ﺑﻼ ﺍﻧﻘﻼﺑﯥ ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل
ﺯﻣﻮږ ﺩﭼﻢ ﯾې ګﻼﺑي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

ﺍﻧﺘﻘﺎﻡ ﺑﻪ ﯾې ﺩ ﺳﺮ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﺍﺧﻠﻮ
ﻏﺮﺏ پاﻻﻧﻮ ﺯﻧﺪﺍﻧي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

ګﺮﺍﻥ ﻋﺼﺎﻡ ﺩ ﻭﺧﺖ ﻣﻨﺼﻮﺭ ﺷﻮ ﭘﻪ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐﯽ
دېمکرﺍﺕ ﻣﻮ ﺧُبیبي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

ﯾﻮﻥ پوﺭﻩ ﯾې ﮐړ ﺩ ﺩﺍﺭ ﺗﺮ ﺳﺮﺣﺪو نو
ﭘﻪ ﻭﺣﺸﺖ ﯾې ﻧﻨګﯿﺎﻟي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

ﺷﻮ ﺩﺗﺎﻧﺪﻭ ﺟذﺑﻮ ﺷﻮﺭ ﺯﻣﻮږ ﺭګﻮ ﮐې
ﻣﺬﺑﺬﺑﻮ ﭼﯥ ﻗﯿﺪي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

ﻏﺮﺏ پاﻟﻨﻪ ﯾې ﺛﺎﺑﺘﻪ ﮐړﻩ ﻧﺎټﻮ ﺗﻪ
ﭘﻪ ﺩﻫﺸﺖ ﯾې ﻣﯿړﻧي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

تور توفان زموږ انګړ ته دی راغلی
ﺩﯤ ﺳﯿﻠۍ ﯾﻮ څﻮ ﻏﺎﺯي ځﻮﺍﻧﺎﻥ ﺧﺰﺍﻥ ﮐړل

چې بشام یې نن په مینه افتخارکړي
تورزاغانو زموږتنکي ځوانان خزان کړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x