نظــر

دافغانستان نیابتي جګړه دسیاسی برخو ترخوا پیاوړی اقتصادی اړخ هم لری!

عبدالرحیم ایوبی

له کله نه چي دتوتاپ پروژي په اړه دارګ میشتو متخاصمو ډلو ترمینځ دمسیر پرسر دنانندری موضوع دارګ له دیوالونو تر خلکو او رسنیو ورسیده ما په ولسی جرګه کي دخلکو داستازی او دیوسیاسی بهیر دمشر په توګه ددی مسلی د واقعی لاملونو دموندنی په خاطر د حقایقو دترلاسه کولو لپاره هڅي پیل کړي  او ومی غوښتل چي پدي برخه کي دکره اوژورومعلومات دترلاسه  کولو وروسته دریالیستکی پرنسيپونوپر بنسټ خپل دريځ څرګند کړم  زما موندني ښيي چي دتوتاپ پروژ ي ناندریزه مسله یوه ساده او اتفاقی مسله نده او یاده پروژه  چي افغانستان ته دسیمی دهیوادونوپه کچه سیاسی او اقتصادی موقف وربخښی دسیمو او ګاونډیو هیوادونو دمستقیمومداخلوپه اساس په هیوادکي دننه په قومي بڼه وړاندي شوه او دقضیی کورنی برخه دپلان شوی بهرنی برخي ترژور تاثیرلاندی ده زه داخپله دینی اوملی وجیبه ګڼم  چي دملی یوالی دتحکیم او دملی ثبات دبقا په خاطر هیوادوالوته په ډاګه کړم چي داده دځینوافغانانوپه لاس پلي کیدونکي بهرنی توطئه ده چي هم دافغانستان دمسیرڅخه دپروژی دناکامی او هم دقومونوترمینځ دبیلتون په خاطر په لاره اچول شوی  . پاکستان هیواد چي کابو دوه سوه میلونه نفوس لری دتیرو څو  کلونو راپدیخوا دبلوچستان ،پښتونخوا،سیند او پنجاب ایالتونوپه ګډون  دبرښنااوګازو دنشتون له کبله دستری ستونزی سره لاس او ګریوان دی په ځانګړي توګه پنجاب اوسیند ایالتونوکي هر کال  سلګونه  خلګ  دګرمی له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي  او له بله اړخه پاکستانی  پانګوال دبريښنا اودتولید په برخوکي دسوند موادو دستونزی له کبله دیته اړ شوی چي خپلي ستری کارخانی چي په یوه شیفټ کي زرګونه کسان پکښي په دندو بوخت ؤل   وتړلي  او خپلی پانګي بنګلدیش  هیواد ته انتقال کړی، له بله پلوه پاکستانی سیاسیون او حکومتی چارواکی په کور دننه دعامو خلکو ترسخت انتقاد او فشار لاندی ؤ .چي په پايله کي آصف زرداری دپاکستانی وګړو دزړونو دلاسته راوړلو اوتریوبریده دستونزودمخنیوی په خاطر  د۷عشاریه ۵ ملیارده دالروپه ارزښت دایران سره د وارداتی ګاز قرارداد لاسلیک کړ چي  دبرښنا پرځای ۲۰ سلنه دپاکستانی وګړو ستونزی پری کمیدلای شوای یاده پروژه په ۱۹۹۴ زیږدیزکال کي د ایران څخه پاکستان او هند هیوادونوته دګاز دنل لیکو دغزونی  په موخه پلان شوی وه هند هیواد په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کي  دخپل ګاوندي هیواد پاکستان دتعهداتو دنه عملی  کولو او دګاز دلوړی بییی په خاطر  لدی پروژی لاس  واخست کله چي په پاکستان کي نواز شریف قدرت ترلاسه کړ  له یوه لوری دسعودی عربستان دشیخانو دکورنی دوستی په خاطر چي دنواز شریف سره یی لری او له بله لوري  دایران هیواد سره دعربستان مذهبی  کړکیچ ددی لامل شوچي عربستان پخپله برخه کي  ایران ته داقتصادی ضربی په خاطرددی پروژی دتطیبق مخنیوی وکړی  او ددی ترخوا پدغه وخت کي داتومی وسلو دجوړولو پر سره دامریکی  او ایران اړیکی ترهغه کچی خرابی شوی چي امریکا دخپلو متحدینو سره یوځای  پر ایران اقتصادی بندیزونه لا ډیر کړل . پاکستان د ایران سره دوارداتي ګاز دقرارداد په برخه کي دامریکی دګواښ سره مخ شو او دقرارداد دوام پاکستان ته دامریکی داړیکو دخرابیدو او  دمیلیاردی مرستودبندیدو لامل کیدلای شوای .پاکستان  مجبورشو چي  له یوه طرفه دامریکی درضایت او مرستو ددوام په خاطر او له بله طرفه دخپل  اړینی اړتیا دپوره کولو په خاطر دوارداتی بريښنا بله لار ولټوي چي په پایله کي دتوتاپ پروژه لاسلیک شوه دتوتاپ پروژه دترکمنستان هیواد هغه صادراتی بريښناده چي د وزبکستان ،تاجکستان او دافغانستان هیوادونو دمسیر څخه پاکستان هیواد ته واردیږی  ددي پروژی دسروی اوتړون چاری دری کاله وړاندي په افغانستان کي دحامدکرزی دولسمشری په موده کي  بشپړي شوی اوپه اړه یی دوخت حکومتی کابینه هم پریکړه کړي  چي عملی کاربه یی پیل او په راتلونکي کي ترسره شی . داچي دافغانستان خاوره دخپل جغرافیایی موقعیت په اساس دپاکستان لپاره ددي حیاتی پروژي مهمه ترانزیتی  برخه ګڼل  کیږي او په اقتصادی اوټولنیزوبرخو کي دهند پاکستان  اومنځني آسیاهیوادونودنښلولو له کبله د ارتباطی پول دحیثیت  په موندلو سره کولای شی دیادو هیوادونوترمینځ دپاملرني وړ  سیاسی او اقتصادی موقف ولري  ایران ته دمنلو نده ایران وړاندی تردی دټاپی پروژي دناکامه کولوپه خاطر  چي دهرات او فراه  ولایتونو دمسیر څخه  پاکستان هیواد ته دګازو نل لیکی لیږدوی  وغوښتل چي دملا رسول ترمشری یوه ډله  طالبان دپاکستان څخه بیل کړي او دهرات،شنډنډ اوفراه ولایتونوکي تري دداعش په ځپلو ، دټاپی پروژی دعملی چارو دمخنیوی  اوځینو نورو برخوکي ګټه واخلي بل لورته پاکستان دملامنصور څخه دټاپي پروژي دامنیت دخوندیتوب اودهرات ،فراه اوشنډنډپه سیموکي دپاکستان دقوت غوښتنه لري ترڅو دټاپي پروژی کار دستونزو سره مخ نشی چي له همدي کبله په یادو سیموکي دطالبانوترمینځ څوڅوځلي خپل منځي شخړی رامینځته شوی  .ایران  لمړی هڅه کوي چي خپل ګاز پرپاکستان وپلوری اوکه هغه دغربی او عربی هیوادنو دفشار په اساس ناشونی شی  همدغه کار چي دافغانستان  له لاری ترسره کیږی باید ددوی دخاوری څخه ترسره شی ترڅوپه اقتصادی او سیاسی لحاظ خپلي ګټي خوندي کړي ، دافغانستان پیاوړتیاهم په اقتصادی برخه کي دایران په زیان دی اوهم په سیاسی توګه دایران اوسنی اعتبار ته زیان رسوی ځکه په راتلونکی کی به نه پاکستان اوهند د ایران وارداتي بريښنا او ګاز ته محتاجه وی او نه به ایران خپله خاوره دسیاسی فشار په توګه کارولای شی   بل لور ته هندوستان  بی  ستونزی  پاکستان  نشی زغملای او په هربرخه کي هڅي  کوي  چي  پاکستان تضعیف کړي  چي موږ اوتاسی دهند اوپاکستان دشخړو اوحتی په افغانستان کی دنیابتی جګړو شاهدان یو. هنددتیروڅوکلنو راپدیخوا هڅه کړي چي دچابهار بندر په ذریعه دایران افغانستان او منځني آسیا هیوادونو سره خپلي دوه اړخیزي اقتصادی اړيکي ټینګي کړي چي داهڅي دپاکستان دناخوښی لامل ګرځيدلي  او هندهم له ۲۰۰۳ میلادی کال څخه راپدیخوا پر ایران داقتصادی بندیزونو اودهندڅخه دایران د۸ ملیارده دالر پانګي غوښتنه ددی لامل شوچي دچابهاربندر عملی کار پیل نشی  . پاکستان هم  چی دډیورنډ دلانجمنی پولي پرسره دافغانستان سره دخپل ژوند دپیل څخه ژور اختلافات لري تل یی دافغان دولتونو په کورنیو چاروکی لاسوهنه کړي جګړی یی کړي تروریستان یی روزلی او دجګړی لپاره يي دی خاوری ته رالیږلی  مګر دتوتاپ پروژه به وکړای شی چی تریوه بریده افغانستان ته قوت ورکړي چي دخپلي ترانزیتی لاری  څخه په ګټه اخستنه له پاکستان سره اړیکي ورغوی  اوپه ځینوحالاتو کي  دسیاسی فشار په توګه  تری ګټه پورته کړي  .په ټولیزه توګه هند دپاکستان سره ددښمنی په خاطر غواړی افغانستان دپاکستان څخه لري وساتی   ترڅو هند ته نژدی وی او داړتیا پرمهال يي دپاکستان په وړاندي وکاروی ایران دپورته ذکرشویو مواردو سربیره په افغانستان کي  دامریکا شتون او دامریکایانو په فرمایش دملی وحدت حکومت  اودحکومتی مشر په توګه د اشرف غنی  شتون چي خپل ټول ژوند او زدکړي یی  په امریکا کي ترسره کړي  نشی زغملای  ځکه اشرف غنی  په تیر یونیم کال کي  دولسمشر کرزی دحکومتی دوری خلاف  منطقوی  سیاسی  رقابتونو ته پاملرنه نده کړي  او د امنیتی تړون دلاسلیک ترخوا دغربی  فرمایشاتو پربنسټ کړني ترسره کوی ،دایران مذهبی مشر اشرف غنی دامریکالاسپوڅي  او افغانستان  اشغال ګڼي  ایرانیان ویره لری  چي  داشرف غني دشتون په صورت کي ایران دغربی هیوادونو له لوری  دخطر سره مخ دی  او امریکا په سیمه کي دافغانستان له لاری خپلو موخوته په آسانی سره  رسیدلای شی   دغه راز ایران دتیرو څولسیزو راپدیخوا دنړیوال تحریم لاندی دی او دا مهال دسختو اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی چي دتوتاپ پروژی په پلي کیدو سره به پاکستان هیوادته دایران صادرتی پروژی او تړونونه دتل لپاره دناکامی سره مخ شی  اوپاکستان به دازبکستان ،تاجکستان ،اوترکمنستان سره دافغانستان دخاوری په ذریعه وصل شی  نوځکه ایران دخپلي خاوری څخه دپاکستان او یادوهیوادونو وصال اوپه دی توګه دخپل اقتصادی او سیاسی قدرت دتقوی او امریکی ته دافغانستان په خاوره کي دخپل سیاسی نفوس دښودلو، د اشرف غني حکومت دبدنامولواوتضعیف په خاطر دخپلوګمارل شویو افغانی مامورینو په ذریعه توطیه جوړوی اوددی پروګرام دکامیابی لپاره   يي په پرله پسی توګه دځینو حکومتي چارواکو ترخوا یوشمیرسیاسیونوته دندي سپارلي چي تر دامهاله يي په لاندي توګه ځیني کاری برخي دیوشمیر کسانو له لوری  په آګاهانه اویوشمیرنوروته دحق غوښتنی اواجتماعی عدالت دتطبیق په خاطر دمبارزی په نومونود انګیزی ورکولوپه وسیله  ترسره شوی .

۱-په کابل کي دتوتاپ پروژی دمسیر دبدلون په خاطر د دانش ،خلیلی او محقق په ګډون دولسی جرګي او هزاره قوم پوری اړوند کسانو له لوری غونډه جوړیږي او حکومت ته اختار ورکول کیږی

۲-په سبا ورځ يي محقق دپاکستان له سفیر سره ګوري

۳- دهمدی ورځي په ماښام دپاکستان او ایران سفیران په کابل کي دایران سفارت کي لیدنه کتنه کوی

۴- یوه ورځ ورسته دایران دبهرنیو چارو وزرات وايي چي په افغانستان کي  دناامنی او سیاسی ستونزو له کبله ایران چمتو دی چي دتوتاپ پروژه دخپلي خاوري څخه پاکستان ته ولیږدوی

۵ – په همدغه ورځ دبريښنادپاڅون کونکي ګواښ کوي   چي دتوتاپ پروژه یا باید دبامیان دمسیر څخه انتقال شی اویابه یی چاری ودریږي

۶ – هم مهاله خلیلی وایی چي ددي کار خراب عواقب دحکومت په غاړه دی

۷ – حکومت دکمیسون دجوړیدو خبره یادوی خو داعتراض کوونکو له لوری نه منل کیږي

۸  – اشرف غني تاجکستان ته ځي او دبرښنا پاڅون کوونکي دامریکی سفارت سره ګوری او د رد ځواب ترلاسه کوي

۹ – اشرف غنی په لندن کي دهزاره توکمودهغه لاریون سره مخ کیږي چي دایران په فرمایش په لاره اچول شوی وه

۱۰ – اشرف غنی دروسی انستیتوت په غونډه کي دویناپرمهال سپکي سپوری اوری او دیاد تعلیمی مرکز مشرسجادنومی  پاکستانی الاصل انګلیس دی  چی دآی ایس آی سره  په تیرو وختونوکي کاری تعلقات لری  دغونډي داخلال مسله دمخ کی نه دپلان شوی پروګرام پراساس دپنځوتنولندن میشتو هزاره توکمو افغانان په مټ ترسره کیږی چي لا له وړاندي دتالار  په پنځو مختلفو ځایونوکي ځای پرځای کړل شوی ول ۱۰- طالبان دزابل ولایت په خاک افغان ولسوالی کي دداعش په وړاندي خپل نظامی عملیات  پيلوی اوپه غزنی ولایت کي  اعلانوی چي هزاره ګان د قرباغ اوجاغوری ولسوالی ترمینځ په آزاده توګه تګ راتګ کولای شی

۱۱- هزاره قوم پوری اړوند ښپږ محلي پولیس چي دطالبان لخوا نیول شوی آزادیږي

۱۲ – طالبان په لندن کي دلاریون او ولسمشر ته دتوهین ننګه کوی

۱۳-  په ولسی جرګه کي یوشمیر وکیلان دغونډي تالار پريږدي پداسی حال کي چي دسالنګ څخه تر پروانه  پوری  ،دکابل په خیر خانه ،دشت برچي ،ریشخور او آبشار کي هزارګان ژوند کوي  ، هزاره وروڼه په میدان وردګ ،غزنی ،زابل ،کندهار ،هلمند لوګر ،پکتیا ،او خوست ولایتونو کي هم ژوند کوي دغه راز دغزنی ولایت څخه یولس تنه  هزاره توکمه وکیلان،  د میدان وردګو ولایت څخه دوه تنه، دکابل ولایت څخه ،کندهار ولایت څخه او هلمند ولایت څخه دولسی جرګي غړیتوب او  دیادو ولایتونو استازیتوب  لری مګر ټول په یوه صلاح دبامیان ولایت لپاره چي  یواځی ښپږ ولسوالی لری او په دریو ولسوالیوکي یی تاجک او پښتانه ژوند کوي دریځ  غوره کوي آیا ددوی دريځ دهزارګانو دسوکالی په خاطر دی ؟ داټول څه څرګندوي چي دادهزاره قوم  په نامه سیاسی تجارت دی  چي ددوی قوم پوري تړلي مشران له یوی خوا غواړی  ددوی دحق په نامه دایران اوهند هغه فرمایشات پرځای کړي چي لا له وړاندي دمنظمو لیدنو کتنو په لړ کي ورسپارل شوی دی او له بله لوري  دهزاره ورونو په مینځ کي خپل بایللی حیثت بیرته راژوندی کړی بناٌ موږ پدي باور لرو چي دقوم په نامه دپردیو دسیاسی اهدافو پلي کول دټولو افغانانو په زیان دی  او داد ملی وحدت حکومت ددواړو مشرانو او ورپوری تړلو ډلو  هغه کمزوری په ګوته کوي چي نه يواځي داچي دملی وحدت دتحکیم لپاره يي کارندي ترسره کړی، دهیواد دتمامی ارضیت څخه دفاع نشی کولای ، دملی نوامیسو دخوندیتوب  په برخه کي پاته راغلي ، دحاکمیت ا و خپلواکی دساتنی په وړاندي دپردیولاسوهنو مخنوی  نشی کولای اوس حتی دی حالت ته رارسیدلي چي دخپل ناقانونه حکومت او خپلو ډلو ټپلو دلاس نه وتلی باور دبیرته خپلولو په خاطر عام افغانان یو دبل په وړاندي دروی  .

موږ دملی وحدت حکومت دجوړیدودپیل څخه پدي باور درلود چي یوشمیرهغه بیلابیلی ډلي چي په اکثریتو مواردو کي دقوم سیمی ،نژاد او مذهب په نامه دافغانستان میشت وروڼه ملتونه یو دبل په وړاندي جنګولي نشی کولای دملي ګټو دخوندیتوب او ملي ارزښتونو دساتلوپربنسټ خپلي حکومتی چاری ترسره کړي ،زه  دټولو وروڼو قومونو ،پښتون ،هزاره ،تاجک ،ازبک او … هیله کوم چي دبهرنیو هیوادونو دترتیب شویوتوطیو دشنډولو او دملي یوالی دبقا په خاطر یو دبل په وړاندي دقومی اوسیمیزو شعارونو او تاوتریخوالی ته د لاري پرانستنی څخه لاس واخلي ارګ میشت چارواکي که دملت دارادی ممثلین دی ملت سوله ،پرمختګ ،دمینی او وروری په فضاء کي یودبل ترڅنګ ګډ ژوند او ښه راتلونکی غواړی نه داچي ددوی دسیاسی ضعف اوبهرنیانو دفرمایشاتو په خاطر په قومونو وویشل شی  .

په عمومی توګه دپورته لیکنی اومعلوماتو لنډیز په دی ټوګه وړاندي  کول غواړم چي دافغانستان جګړه دسیاسی او مذهبی ملحوظاتو تر خوا پیاوړی اقتصادی اړخ هم لری  چي دچابهار بندر په پروژه کي افغانستان ایران او هند دقضیی یو اړخ تشکیلوی اوپاکستان دخپلوګټو په خاطر ددي پروژی  په وړاندي په افغانستان کي دملامنصور په مشری دطالبانو په ذریعه جنګیږی او دهلمند ددوامداره جګړي یولامل هم همدا دی چي دپاکستان له لوری حتی دجګړی پرمهال دپوځي چورلکوپه ذریعه تقویه کیږی   .

دټاپي اوتوتاپ په پروژو کي افغانستان اوپاکستان  دقضيي یولوری  دی او ایران او هندوستان يي بل اړخ ګڼل کیږي چي ایران دملا رسول په مشری دټاپی پروژی دناکامی په موخه دطالبانو ملاتړ کوي  او په هرات ،فراه شنډنډ هلمند او کندهار ولایت  ځینوبرخوکي   کي واک ته درسیدو په  خاطر خپل منځي جګړی کوی چي یادی جګړی دایران هند اوپاکستان دسیاسی  او اقتصادی ګټو دخوندیتوب  په موخه په نیابتی توګه په افغانستان  کي ترسره کیږي اوس  ایران دسیاسی او نظامی برخو ترڅنګ چي تر ډیره بریده ددولتی ځواکونوپه وړاندي  دماتی سره مخ شوی خپلی مداخلي ته دقومی حق غوښتنی په نوم دوام ورکوي چي دا کړنه په اکثریتو مواردو کي له اصلی قضیی څخه دعامو افغانانو د ناخبری له امله  په ملي نفاق بدلیدلای شی او دافغانستان لپاره بدی پایلي لري . دیادولووړ ده چي دتوتاپ پوری دداخلی اړخ په اړه زه ځانګړي یو اړخیز نظر نلرم او دموضوع دڅيړني څخه مي موخه دملی یوالی تحکیم دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x