نظــر

په اماراتو کښي د افغان زده کوونکو ستونزې او دحل لارې

 نحمده ونصلي علی رسوله الکریم اما بعد :

   له هرڅه نه ترمخه دافغانستان نجيب ملت ته دخوښيو نېکمرغيو او د لابرياليتوبونو په هيله  يم ، اوورته د افغانستان د آزادۍ د 94  كليزې په مناسبت ټول ملت ته له خپله اړخه مباركې وايم  او د الله ج څخه ورته د يوې تل پاتې سولې غوښتونكى يم.

       بېشکه چې څه له پاسه په درېوو لسيزو کې افغانان جسدا او روحا ځورېدلي ، کړېدلي او ان داچې له خپل ګران هېواد افغانستان څخه  د ژوند د مختلفو ستونزو له كبله بهرنيو هېوادونوته په کډوالۍ مجبور شوي دي،چې په دې لړۍ کې په متحده عربي اماراتو کې هم  د ګران وطن بچي د جلاوطنۍ شپې سبا کوي.

    په عمومي توګه په خلیج کښي میشت افغانان داسي نه دي چي تر ترتله به په خلیج کښی پاتي کیږي بلکی د یوې ټاکلې مودې لپاره دلته د کار لپاره راغلي چې د خپلې کاري مودې د ختمیدو په پای کښي به بیرته خپل هیواد ته ستنیږي او د دي هیوادو د تابعیت اخیستلو حق نه لري او دا هغه لامل دی چې دوی تل کوښښ کوي چې خپله سرمایه خپل هیواد ته انتقال کړي او په ځان باندې تکلیف راولي تر څو په هیواد کښي خپلې کورنۍ له اقتصادي مشکلاتو څخه وباسي البته زما مقصد  هغه افغانان دي چې د مزدوری لپاره راغلي مقصد مي هغه پانګه اچوونکي افغانان نه دي چي په دي آخري لسیزه کښي یي خپلي سرمايي متحده عربي اماراتو ته را انتقال کړې دي.

       شاید چې ځيني  افغاني کورنۍ به په عربي اماراتو کې له اقتصادی او امنیتی لحاظه په نسبي توګه ښه ژوند ولري ، او دلته میشت افغانان ټول د خپل هيواد د اقتصاد په پراختيا کې مهم رول لوبوي ، او دهيواد په د ننه كې په زرهاوو کورنۍ د دوى د مټو له بركته خپل اقتصادي ستونزې حلوي چي په دي ډګر کښي دوی د ستایلو وړ دي او باید تقدیر یي وشي، خو له دې  ټولو برياوو سره ځينې اقتصادي او ټولنيزي ستونزي شته دي چې امارات ميشته افغاني کورنۍ يې د اندېښنې سره مخامخ کړې دي ، او هغه داچې د متحده عربي اماراتو کښي غیر اماراتي زده کوونکو ته په دولتی مکاتبو کښې د زده کړې اجازه نشته او په خصوصي مکاتبو او پوهنتونو کښې  دډېرو لوړو فیسونه  له كبله اکثره امارات میشته افغانان نه شي کولی ددی فیسونو لوړ بار په اوږه واخلی ځکه چې د دوی مياشتنى لګښتونه  د عوائدو پر پرتله ډېر دي ،نو پردې اساس هغه افغاني ځوانان چې د ثانوي دورې څخه فارغيږي د لوړو زدکړو دلاسته راوړلو له پاره ورته حکومتي پوهنتون ځوکۍ نلري،او دومره توان نلري چې د خصوصي  پوهنتون دلګښت لوړ بار پرغاړه واخلي چې له کبله يي بیرته لاسي مزدوری ته مجبوریږي.  

او بل اکثره هغه افغان ځوانان چې  په جنائي جرمونو کې ملوث کیږي  ډېر ىی هغه اشخاص دي چې له دولسم ټولګي نه فارغ شوي او یا د خپل نا معلوم راتلونکي د برخليک له امله په رواني ناروغيو اخته کيږي، او یا خپل ملي هویت او کلتور له لاسه ورکوي چې نه افغان ورته ویلی شي او نه عرب،  اوښځينه زده كوونكې یی بیا د ديني اوټولنيزو لاملونه له كبله نه شي كولى چې د خپلو كورنيو څخه ليري زده كړې پر مخ بوزي  ؛ او د افغانستان دولتي پوهنتونونه ته د داخلې لپاره  د كانكور  د ازموینې  شرائط ته په كتلو سره بهر ميشته افغاني زده كوونكي نشي كولي چې په كي ګډون وكړي  اویا د  افغانستان امنیتی حالت له کبله هیواد ته د بیرته دراتلو زړه نه ښه کوي ، او همدارنګه هغه زده كوونكې  چې د هيواد له ننه څخه بهر ته ځي ډېره موده غواړي چې تر څو د بهرني هيوادونو د پوهنتونونو له درسي نظام او ژبې سره بلد شي.

  نو له دي کبله لومړی باید د هر څه تر مخه باید به متحده عربي اماراتو کښي څو بابه مکتبونه  ایجاد شي چې په هغو کښي پښتو او دري ژبې تدریس شي  او په څنګ کښي وروسته له وخت څخه کلتوري فعالیتونه ولري او له دي لارې به وکولی شو چې خپل راتلونکی نسل له خپل کلتور سره اشنا کړو .     

         او دوهمه خبره داده چې باید هـــغـــه تعليمي بورسونه چې  د متحده عربي اماراتو مختلف پوهنتون یي هر کال افغانانو ته ځانګړي کوي او له افغانستان څخه زده كوونكې  راغواړي ، دا به غوره وي چې همغه څوکۍ ( بورسونه ) دلته مېشتو أفغاني تنکيو ځوانانو ته  ځانګړي شي،چې له يو پلوه دغه  ځوانان د عربي اماراتو له چاپېريال ،ژبې سره هم اشنا دي چې په دې توګه د افغانستان ښه استازيتوب  کولاى شي ، او له بل اړخه به دغه ځوانه پانګه له زيان څخه وژغورل شي  او ملي احساس به يي نور هم پياوړى شي، او په أبوظبي كي د افغانستان دولت سفارت كولى شي چې ديو خاص ميكانيزم په ايښودلو سره دي تعليمي څوکيو ته زده كوونكي غوره كړي .

   د سرلوړي او اباد افغانستان په هيله.

فایز وردک

نیټه ۳۰/۰۸/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x