شعـــــرونه

لوي افغانستان: نصيب رحماني

نصیب رحماني

لکه چار قل دي د جادو وزرې تل ماتوم
ته د فرعون او موسئ مقابلي ته ګوره

زړه مې کعبه اودلهب لښکري بیا راغلي
نظردې ساته ابابیل هله کعبې ته ګوره

زما په زړه کې د بتانو څلي مه جوړه وه
زما په زړه کې ابراهیمي عقیدي ته ګورو

د وخت په ټنډه مې همیش دغه شعار لیکي
لکه زمری غوټي وهوتاندې جزبي ته ګوره

له مصره نه یو چې انسان په اشرفیو پلورو
له دنګ پامیره یو او دنګي مناري ته ګوره

زړونه یې مات لکه سیکه دومره به زر ولیږې
بس حوصله کړه رحمانی اور او لمبي ته ګوره
ــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x