د استاد (ريان) د جهادي ژوند ځانګړتیاوې

عبدالرحیم (ثاقب)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: الناس معادن ، خلګ د معادنو (کانونو) په څیر دي .دا حدیث شربف امام بخاري رحمه الله له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کړی دی. محدثین کرام د دې مبارک حدیث شریف په تفسیراو تشریح کې وايي چې انسانان د ماهیت په لحاظ لکه ترځمکه لاندې پت کانونه داسې دي، په کانونو کې د هغوی د نوعیت په لحاظ ډیر قیمتې مواد هم وي او ډیر عادي مواد هم.

همداراز د معادنو ماهيت ترهغو پوري چې تفحص او استخراج یې نه وي شوي چاته نه وي معلوم ، د انسانانو د ذات حقیقت هم ترڅو چې په کار نه وي لویدلی ، په ټولنه کې یې فعالیت نه وي ښکاره شوی چاته يي د ښه او بد درک نه معلومیږي.

ارواښاد استاد عبدالله ګل (ريان) هغه شخصیت وچې د قیمتي کان په څیر یې د ټولنې ډیر افراد له فعالیتونو او خدمتونو څخه مستفید و. د استاد ځانګړې مشخصه دا وه چې په ژوند کې عملي جانب ډیر ښکاره و، او د دعوت او مبارزې په لاره کې تر ټولو سخت ټکی همدا ده. کوم داعي چې نورو ته امر ونهی کوي لومړی یې باید خپله عامل وي . داچې تقوا د فضلیت معیاراو د داعي د اصالت تر ټولوبارزه نښه ده ، استاد (ريان) هم په خپل جهادي ژوند کې له دغې مشخصې ښه برخورداره وه، نوموړي هم مذهبي تقوا لرله او هم سیاسي تقوا.

په مذهبي تقوای کې د الله تعالی ټول اوامر په بشپړډول پرځان عملي کول، په جماعت سره د پنځه وخته لمانځه يې خاص اهتمام کاوه، له غیبت ، حسد ، بهتان او ټولو رزائلوڅخه يي ځان ساته، د خپلوانو ترمنځ یې د صله رحمي پر ساتلو ټینګار کاوه، د وخت اهمیت يي پیژاند او له هغه څخه یې پرځای استفاده کوله.

سیاسي تقوا یې دا وه چې کله يي هم په خپل جهادي موقف سودا نه ده کړې او نه يي د مادیاتو په خاطر له هغه څخه تنازل کړی. هیڅکله یې جهاد او مبارزه د مادیاتو د استحصال او شخصي موقف د ترلاسه کولو وسیله نه دی ګرځولی.

تل یې د چارواکو په مخکي د حق خبره په زغرده کړې ، كله يې هم چاته د تمې لاس نه دی اوږد کړی، او د ژوند ډیرې سختي ناخوالې او نیستۍ یې په خورا مستغني حالت کې زغملې.

د استاد (ريان) بله ځانګړتیا دا وه چې ژوند یې د یوې عملې مدرسې حیثیت غوره کړی و، نوموړي به په هرځای او هروخت کې داسې شرائط مهیأ کړي و چې نورو ته ګټه ورسوي، هغوی ته څه ور وښیي اود ټولنیزو کارونو په اړه ورته ښې مشورې ورکړي.

د استاد (ريان) معاشرتي ژوند په ټوله معنی د فضائلو یوه مجموعه وه.

هرمجلس او بحث به يې له وقاراو سنګیني څخه ډک و، هیڅکله چا ترې عبث او بي معنی خبرې نه دي اوریدلې، د مشرانو احترام او پر کشرانو شفقت یې د ټولنیز ژوند اساسي ممیزه وه.

له تکبر، خود خواهي ، رياء او تظاهر څخه پاک و ، ساده ګي او بلا تکلفي یې د ژوند معمول وه.

پورتنۍ ځانګړتیاوې ټول هغه مواصفات دي چې باید د خدای دلارې هردعوتګر او مجاهد ورباندې متصف وي.

نوموړی د هرچا په زړه کې یو محبوب القلوب انسان و، ما تراوسه داسې څوک نه دی لیدلی چې د استاد (ريان) نوم دي بي د صاحب له کلمې یاد کړي وي.

ارواښاد استاد (ريان) په هرلحاظ یو نمونه یې شخصیت و ، کاشکي د مرحوم استاد نیږدي شاګردان، د هغه کورنۍ او مخلص متعلقین د نوموړي د جهادي او دعوتي ژوند په اړه بشپړ معلومات راغونډ او د ځوان نسل د استفادې لپاره يي د کتاب په بڼه چاپ کړي.

استاد (ريان) شعوري مجاهد ، زړه سوانده داعي او یو ښه تحربه لرونکی مربي و.

په نه امکاناتو او ډیرد نیستۍ په حال کې یې د هیواد د بچیانو د روزلو لپاره ښه معیاري مدرسه جوړه کړې وه چې دیني اوعصري علوم دواړه یوځای ورکې تدریس کیدل.

ارواښاد (ريان) په فرهنګي ډګر کې نه هیریدونکي خدمتونه کړي او په سلګونو نوي ځوانان یې د لیکوالۍ فن ته تشویق کړي ، له هغوي سره يي په دې لاره کې اخلاقي مرسته کړې چې د دغو روزل شویو شاګردانو له جملې څخه یې یوزیات شمیر نن په پښتو انلاین رسنیو کې ښې معیاري لیکنې کوي.

مرحوم استاد(ريان) که نن په ظاهرې لحاظ له مونږ څخه بلې نړۍ ته تللی ، خو په معنوي لحاظ د خپلو ټولنیزو خدمتونه له وجې اوس هم زمونږ په منځ کې ژوندی او دهغه علمي او فرهنګي خدمتونه د یوه تلفاتي یاد ګار په توګه راسره پاتي دي.

استاد (ريان) جامع الکمالات شخصیت و، دا مختصره لیکنه د نوموړي د ټولو فضائلو د راټولو حوصله نه لري، غواړم د نوموړي په اړه خپلې لیکنې ته په لاندې رباعي خاتمه ورکړم :

در راحـــت اجتــماع هرکــس کـوشد
زآسایش خویش چشم خودرا پوشــد

قــــــربانی غـــیرعامه سازد خود را
طــــــوفان محبـــتش زدلــها جوشـد

والسلام

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
د/منصف
میلمه

دی عبد الله گل ریان په ستاینه کی له دیری مبالغی کار اخستل شویده زه زه دیر مخه پیزنم

خیرخواه
میلمه
خیرخواه

ښاغلی د/ منصف د مرحوم ریان صاحب په اړه ستاسي د تبصرې په ځواب کې سعدي شیرارزي صاحب دا څو شعرونه ولولئ :

توانم آنکه نیازارم اندرون کسی

حسود را چه کنم کو ز خود به رنج درست

بمیر تا برهی ای حسود کین رنجیست

که از مشقت آن جز به مرگ نتوان رست

شور بختان به آرزو خواهند

مقبلان را زوال نعمت و جاه

گر نبیند به روز شپّره چشم

چشمه آفتاب را چه گناه

راست خواهی هزار چشم چنان

کور بهتر که آفتاب سیاه